67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

شپږیزه لیګ دی د شپږیزو لپاره

مرکه/ نثار ځواب

[pukhto]
مازیګر: کرکټ مو کله پيل کړو، که د ځان او لوبو په اړه دې راته ووايې؟
طارق: بسم الله الرحمن الرحیم، اول تاسو ته او مازيګر سايټ ټولو مینوالو او لیدونکو ته سلامونه احترامات او نېکې هیلې، نوم مې طارق ستانکزی دی او د ننګرهار ولايت يم، کرکټ مې له ماشومتوبه خوښېده، ټېنس بال باندې به مې لوبه کوله او په (۲۰۰۹ )کال کې مې د هاټ بال کرکټ شروع کړو، لوبې ما په مختلفو برخو کې کړي دي، اول مې د افغانستان ولایتي لوبډلو کې له پکتیا، ننګرهار لوبډلو سره وم، هغې نه پس ما د افغانستان ۱۶ کلنو ته لاره پيدا کړه، نولس کلنو کې کې مې لوبې کړي، اوس دا دوه میاشتې مخکې د ایمرجینګ(الف لوبډلې) لوبې چې وې هغې کې ومه، همدرانګه د افغانستان په شپږیزه کې مختلفو ټیمونو سره لوبېدلی یم، فرست کلاس سیالۍ، لېسټ ای سیالۍ، ډېر لوبې مې کړي دي.
مازیګر: کومو هېوادونو ته مو سفرونه کړي؟
طارق: هېوادونه خو ډېر دي، الحمدالله شل یا پینځه ویشت هېوادونو ته تللی يم.
مازیګر: اوس چېرته تمرين کوئ؟
طارق: د ننګرهار په ختیځ اکاډیمۍ کې
مازیګر: د افغانستان په کوم ټيم کې لوبېږې؟
طارق: فی الحال له الف لوبډلې سره یم، دوه میاشتې مخکې مو په بنګلدېش کې اسیا جام ترسره کړ.
مازیګر: اسیا جام کې مو لوبې څنګه وی؟
طارق: څلور سیالۍ مې وکړې، چې په اوله سیالۍ کې مې د عمان نه څلور لوبغاړي اوټ کړل، مېن اف د مېچ شومه، بله سیالي د سرلانګا خلاف وه چې په هغې کې بېټنګ رانغلو، ځکه چې زه الراونډر یم، بېټنګ او بالېنګ دواړه کوم، هغې کې مې دوه ویکټې واخیستې، درېیمه سیالۍ کې د بنګلدېش خلاف مې ۳۸ منډې وکړې، په بالینګ کې مې کومه ویکټ وانخيستله.
مازیګر: کله چې افغانستان مېچ ګټي؛ ځينې خلک خوشالي په ډزو بدرګه کوي او کله چې يې بايلي بيا لوبغاړو پسې سپک پوسټونه کوي د خلکو مينه ډېره ده که کرکه؟
طارق: یقینآ تاسو ته پته ده کرکټ ډېر پرمختګ کړی، يواځینې کرکټ دی چې خلکو ته خوشالي ورکوي، په دې خو مونږ او تاسو ټول پوهېږو، دا همېشه مونږه وایوو لوبغاړي هم وایي چې خوشالي د یو بل سره ولمانځئ، په ډزو يې مه لمانځئ، دا چې ډزې کوي بېرته زمونږ په هېوادوالو باندې غم جوړېږي، زما هم دا هيله چې خلک دې ډزې نه کوي.
مازیګر: کرکټ کې مو نېږدې ملګری څوک دی؟
طارق: ملګري خو ډېر زیات دي، زه خو نولس کلنو کې ډېر وخت پاتې شوی يم، هغه وخت چې و له مجیب ځدراڼ سره مې ملګرتیا وه، ځکه چې ما او هغه ډېر پخوا نه سره پېژنو، له ۲۰۱۲ څخه او وفادار مومند سره، اوس رانه دواړه لږ جدا شوي دي.
مازیګر: که يو لوبغاړی مس فيلډينګ وکړي، نور لوبغاړي بايد څرنګه عکس العمل وښايي؟
طارق: په ګراونډ کې فېلډېنګ د کفتان د لاس کار دی، یو لوبغاړی هم چا سره کار نه لري، ټول د کفتان مئسوليت دی، کفتان همېشه چې له کوم لوبغاړي څخه مېس فېلډېنګ وشي، هغه سپوډ کوي.
مازیګر: د کرکټ ترڅنګ مطالعه هم کوئ او که نه؛ که کوئ يې کوم کتابونه خوښوئ؟
طارق: ما خو دولسم دا دوه کاله کېږي چې خلاص کړی دی، لږ مصروفیت و، کوشش کومه چې پوهنتون هم شروع کړم انشاءالله اراده مې ورته شته، ما ته تاریخي کتابونه زیات خوند راکوي، چې مطالعه يې کړم.
مازیګر: کله په کرکټ کې مايوسه شوی يې، کومې ستونزې مو ګاللي؟
طارق: کرکټ خو رښتیا خبره سټراګل لوبه ده، همېشه په کې انسان قوي وي یانې خواري کوي، خامخا انسان مایوسه کېږي خو انسان ته په کار نه ده چې ناهیلی شي، مثبت سوچ وکړي همېشه خپل کوشش وکړي.
مازیګر: ځينې خلک وايي چې کرکټ ذهني لوبه ده؛ خو افغانان ډېرجذباتي دي، دا سمه ده؟
طارق: کرکټ رښتیا هم ذهني لوبه ده، ذهن سره کېږي، مونږ اوس الحمدالله په هغه سټېچ که نه یو، کوچېز او ټول لوبغاړي پوهېږي، جذباتو نه کار نه اخلو، زمونږ کرکټ اوس نړیوال دی او په غټ سټېج لوبېږي.
مازیګر: د يو لوبغاړي لپاره اخلاق څه ارزښت لري؟
طارق: اخلاق په ټول ژوند کې ډېر ارزښت لري، انسان چې څومره ستر وي چې اخلاق يې نه وي څوک يې نه خوښوي، اخلاق ډېر مهم دي، که سپورت کوي او که نه؛ باید ښه اخلاق ولري.
مازیګر: شپږېزه ليګ څنګه ارزوئ او تېر کال پايلوبه چا وګټله؟
طارق: شپږیزه کې ډېرو ځوانانو ملي ټیم ته لاره پيدا کړه، زمونږ لپاره ځوانو لوبغاړو ته یو ښه لیګ دی، د یو نوي لوبغاړي لپاره ډېره زیاته مثبته اغېزه لري، چې مخکې تګ لپاره ورته لاره پيدا کېږي. او شپږيزه خو تېر کال مونږه وګټله، ميس عينک لوبډلې وګټله.
مازیګر: تېز پيچ مو خوښېږي، که سلو؟
طارق: اکثرا چې دي تېز پيچ مې خوښ دی، لکه د اسټرلیا، انګلېنډ، دا کنډېشن ماته مزه راکوي، خو بیا مونږ چې اسیا کې لوبې کوو، دلته اکثرا پېچونه سلو دي.
مازیګر: شپږيزې ښه وهلی شې، که څلوريزې؟
طارق: دواړه ښه وهلی شم، خو شپږیزه ډېره ښه وهلې شم
مازیګر: په شپږیزه لیګ کې دې هم ښه شپږیزې ووهلې؟
طارق: شپږیزه لیګ دی د شپږیزو لپاره
مازیګر: څوک دې تشويقوي؟
طارق: ټول فامیل، مور، پلار، ورونه او ورسره څنګ کې تره مې ډېر زیات تشویقوي.
مازیګر: رسنۍ د کرکټ په پرمختګ کې څه رول لري؟
طارق: رسنۍ په هر څه کې مهم رول لري، که تاسې وګورئ چې مېډیا نه وي خلک به څه خبرېږي، خو مېډیا باید مثبت رول ولوبوي او ځوانان لوبو او ورزش ته وهڅوي.
مازیګر: ژوندې اوسئ چې مونږ ته مو وخت راکړو!
طارق: ډېره مننه.
——————————————————–
يادونه:
طارق: سلو لفټ ارم ارتودکس توپ اچونه کوي، د طارق د رنزونو، فېلډېنګ او بالېنګ اوسط:
First class: ۱۶ مېچونه يې ترسره کړي دي، ۲۵ اننګزه يې لوبولي دي او ۲ کې چانس نه دی ورغلی، ۵۶۶ رنزونه يې کړي دي، لوړ رنزونه يې په يو اننګز کې ۷۸ دي، د رنزونو اوسط يې ۲۴ دی او ۵۷ سټرايک رېټ سره يې لوبه کړې ده. ۳ پنځوسيزې، ۶۹ څلوريزې، ۱۴ شپږيزې يې وهلي دي او ۱۸ کېچونه یې نيولي دي.
List A: ۱۵ مېچونه يې ترسره کړي، ۱۲ اننګزه يې لوبولي، ۲۷۴ رنزونه يې کړي دي، لوړ رنزونه يې په يو اننګز کې ۴۸ دي، د رنزونو اوسط يې ۲۲ دی او ۶۶.۹۹ سټرايک رېټ سره يې لوبه کړې ده، ۲۲ څلوريزې او ۷ شپږيزې يې وهلي او ۹ کېچونه یې نيولي دي.
T20: ۱۱ مېچونه يې ترسره کړي، ۳ اننګزه يې لوبولي او ۱ کې چانس نه دی ورغلی، ۸۶ رنزونه يې کړي، لوړ رنزونه يې په يو اننګز کې ۲۵ دي، د رنزونو اوسط يې ۱۰.۷۵ دی او ۱۱۰.۲۵ سټرايک رېټ سره يې لوبه کړې ده، ۳ څلوريزې او ۴ شپږيزې يې وهلي او ۴ کېچونه یې نيولي دي.
First Class: ۱۶ مېچونه يې ترسره کړي، ۲۸ اننګزو کې لوبيدلې او ۴۶ ويکټې يې اخستې دي او په يو اننګز کې يې ښه بالېنګ ۲۲/۶ دي او په يو مېچ کې يې ښه بالېنګ ۳۵/۷ دي.
List A: ۱۵مېچونه يې ترسره کړي دي، ۱۵ اننګزو کې لوبيدلې دی او ۱۵ ويکټې يې اخستې دي او په يو مېچ کې يې ښه بالېنګ ۲۹/۴ دي.
T20: ۱۱ مېچونه يې ترسره کړي، ۳ اننګزو کې لوبيدلې، ۲ ويکټې يې اخستې او په لوبه کې يې ښه بالېنګ ۶/۱ دي.
[/pukhto]

15 خوښونې

اړوند مطالب

اسرا یا په تیارو کې مزل
جعلي خبرونه او له هغو سره د مبارزې مهارتونه
د کاغذي او برېښنايي مطالعې توپیر
چې له ژونده ناهیلي وي څه باید وکړي
نور ولولئ
ایاغ، روایت او مډرنیسټي بحثونه/ کتاب
د ارزښت د ښکته والي او لوړوالي راز
شبیر نوري سره مرکه
د مازیګر بنډار دوه دېرشمه ناسته وکړه!

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2020
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
29  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /