67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

شینواري، د عسکري تمرین میدان

میوند درځار

[pukhto]
<< مېز او چوکۍ نشته وړي يي دي، ټول اداري کتابونه او دوسیې د اطاق په مینځ کې تیت او پرک پراته وو، دروازې او کړکۍ یې ماتې کړي>>۰
دا د هسکې مېنې د یو ښوونځي د ملازم خبرې وې چې خپل مدیر ته یې وکړې۰
ماته د هغې لېسې په سلګونو شاګردان، مجهز لابراتوار او کتابتون او دوه بابه عصري تعمیرونه سترګو ته ودرېدل چې اوس یې په هغه ډول شتون تش تصور و۰
درې کاله مخکې په دغه سیمه کې د تازه راپیداشوې وسله والې ډلې داعش لخوا د پولیو په واکسین بندیز ولګېد او دا زمونږ د بدبختۍ پیل نه و۰ ځکه تردې وړاندې طالب د ترخیص شوو سربازانو د تسلیمۍ پروسه پیل کړې وه۰
چینګۍ له ګورګورۍ وړاندې د یو بل جنتي غرني کلي نوم دی، چرته چې مونږ اته نهه کاله پخوا د دوستانو د لیدو په بهانه د جوزا له ګرمۍ پناه وړې وه او شپه مو له کوره وړاندې د یوې نسبتاً لوړې غونډۍ په سر په دوه بړستنو کې تېره کړه۰
اوس هغه خلک د جلال اباد ښار ښکلا ده او کورونه یې تشې کنډرې۰
هسکه مېنه کې د تالب شتون هغه وخت تایید شو چې د یوه واده په مراسمو کې یې له الوتکو ځانونه پټ کړل، خو ړندې بمبارۍ د واده ګډونوال هم د تورو خاورو خوراک کړل۰
دا پېښه ددې سبب شوه چې د وخت ولسمشر پخپله دې سیمې ته ورشي او د امنیت راوستلو او ځینو پرمختیایي پروژو د تطبیق وعدې وکړي۰ولس د قیر سرک خاوند شو، روغتیایي مرکزونه یې مجهز او د راپیداشوې ستونزې په لنډ مهاله حل خوشاله شول۰
حلقوي سرک هم لدې سیمې تېر شو، اکثره منځنیو ښوونځیو لېسو ته ارتقا وکړه او د نجونو زده کوونکو شمېره ډېره شوه۰ خو وسله وال د وفادارۍ په ثابتولو کې ډلې ډلې شول او نوو راغلو ته د وطن تیږې او بوټي هم کافر ښکارېدل۰ ښوونځي او روغتیایي مرکزونه له یوې مخې تړل، دولتي مامورین نیول، د هر شکمن کس سر غوڅول او د نکاح ګانو تازه کول ددوی لومړیتوبونه دي۰
اوس په هغه کلیو کې دومره څوک نشته چې د قبر په کیندلو کې خپلو نورو څلورو کلیوالو ته دمه ورکړي۰
د بې کوره شوو کډوالو ژمی په کمپونو کې تر شنه اسمان لاندې تېر شو او ډک کورونه یې د داعش د ځپلو په نامه بمبار شول۰
دولت دا ځل هم د تېر په څېر نمایشي پوځي عملیات وکړل او ددوی تر راستنېدو څو ساعته وروسته وسله وال، د هسکې مېنې، ښار ته تر ټولو نزدې کلي ته راورسېدل۰
نن سبا شینواري، د عسکري تمرین میدان دی۰

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

موږک
اوزې
کوتربازه – لنډه کيسه
ګټورې لارښوونې
بنديوان
نور ولولئ
امريکا له افغانستان سره د ۳۰۸ ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړی
په یخنۍ کې د پوستکي ساتنه
د نوي عصر شوکماري

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2017
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /