صحرايي کیشپ (Desert tortoises)

عبدالرحمن ميوند
صحرا يو ښه استوګنځی د ډول ډول ژويو لپاره پېژندل شوی، چې د اوبو له وجې کمی یا خو هیڅ نه لیدل کېږي. په صحرا کې وچ بادونه او شګې غونډۍ جوړوي چې د څارویو مناسب ځایونه نه شي جوړولی. دغه سیمو کې تي لرونکي څاروي، مرغان، خزندې او بوټي ژوند کوي.
دغه خزنده د نورو صحرائې څارویو په شان په سویل لویدیز امریکا، مکسیکو کې ژوند کوي. د ځمکې نورو خزندو په شان دوی هم ځمکه کیندي او د هوا د تغیر په صورت کې خپلو سوریو ته داخلېږي.
دوی په سهار او ماښام کې خپل خواړه خوري او د نورو خزندو په خلاف غاښونه نه لري خو په خوړو ښه شخوند وهی شي او د خپلې خوښې خواړه، میوې، بوټي د خپل مښوکې پواسطه ټولوي. ښځینه کیشپ د يوځای کېدو فصل څخه وروسته د ۵-۳ هګۍ اچوي او د خاورو لاندې يې ښخوي چې شاوخوا درې میاشتې وروسته بچیان له هګۍ راوځي کوچنی کیشپ ډېر سلو تګ کوي او ځوان کیشپ په یو ساعت کې 0.5 کیلو متره سرعت لري ممکن دغه کیشپ په اوسط ډول ۱۲ انچه وي.
دوی ژمي کې تر یوه درجن څخه زیات په سوریو کې ځانونو ته استوګنځي جوړوي.
تبصرې
تبصرې بندې دي