عبدالستار سعادت سره مرکه

مينه
[pukhto]
يادونه: دا مرکه د مينې په نهه شپېتمه ګڼه کې خپره شوې – هغه مهال سعادت صېب د ټاکنو د شکايتونو د کميسون رئيس و.
دا د نوي کال لومړۍ ورځ ده، صادق هدایت خپل کرکټر تمثيلوي، يو اطاق دی، يوه کړکۍ ترې د باغ خواته خلاصه ده، د نوي کال په دې لومړۍ ورځ هېڅوک نه لري او د خوشاله اوسېدو لپاره هم هېڅ دليل نه لري، د خوړلو څه هم نه لري، دلته ناست دی.
دا خپل اطاق انځوروي، اول ټول شيان درته ترسيموي، يو بوتل شراب په دې اطاق کې اېښي دي، د شرابو د بوتل کيسه کوي، وايي ماته مې له پلار نه دغه يو بوتل په ميراث پاتې دی.
دی وایي؛ پلار او تره مې دواړه يو څېره خلک ول، مطلق يوه څېره او تر دې جالبه دا وه چې کوم شی د هغه خوښېده، د ده به هم خوښېده او کوم څه چې د ده بدر راتلل د هغه هم.
د خپل پلار کيسه کوي وايي، پلار مې هندوستان ته تللی، هلته د يو مذهب خلک دي چې د مار عبادت کوي، نو ټوله قبيله يو غټ مار ساتي بیا یې عبادت کوي، د دوی دې مذهبي عبادت کې يو قسم نڅا ده چې هماغه د کبرا مار نڅا ده، نجونې يې کوي، د پلار مې دلته يوه نجلۍ خوښېږي، چې دا زما مور ده، کله چې د دې نڅا ويني پرې مينېږي، همدلته پاتې کېږي، مېشت کېږي او زما مور سره کوژده کوي او واده کوي يې، زما مور د مار د پرستش د مذهبي مشر لور ده، نو دا تره مې چې کله خپل ورور لټوي ډېر وخت دوام کوي، يو کال يو نيم کال وروسته يې پيدا کوي، تره مې چې راځي دا خپله وريندار يا زما مور ويني په دې مئينېږي، ځکه د ده او د پلار احساسات مې يو ډول دي، نو څېره هم د دواړو يو ډول ده، تره مې چې کله پوهېږي دا يې وريندار ده او واده شوې، نو ځان پټوي، کله چې مې پلار وځي، تره مې مور ته ورځي او کله چې تره مې وځي پلار مې راځي، نو زما مور د دوه کسانو ښځه ده.
دا ډول جرئتناک داستان ليکونکی (رښتيا هم اغېزمنوونکی وي) خپله مور داسې يو کرکټر معرفي کول هم نو اسانه خبره نه ده.
(کيسه وړاندې غځيږي وايي) یو وخت کې مې مور پرې پوهېږي، مشکوکه کېږي چې دا نفر يو نه دی، دا دوه دي، نو هغه خپل پلار ته وایي، قبيله خبرېږي، په چل کې دا دواړه نيسي، پلار مې وايي چې زه فلانی يم او تره مې هم وایی چې زه فلانی يم، د پلار په هويت مې ځان معرفي کوي، اوس پلار ته مې سخته وي چې ځان ثابت کړي، ځکه يوه څهره، يو اواز.
هغه وایي چې دا مې ورور دی او دا وایي چې دا مې ورور دی، دواړه دعوه کوي، نو دا خلک نه پوهېږي چې په دې کې کوم اصلي دی او کوم اصلي نه دی، دوی يوه جالبه فيصله کوي، دوی فيصله کوي چې خير دا دواړه مار ته اچوو، مار عدالت کوي، هر يو يې چې وچيچه هغه ګناهګار دی او هغه چې ژوندی پاتې شو هغه به ستا خاوند وي.
نو پلار مې زما مور سره ډېر وخت تېر کړی وي، زه يې په نس وم، پلار مې مور ته راځي او ورته وايی چې زه ستاسې د مار په عدالت باندې باور نه لرم، نو زه تاته يو وصيت کوم، دا دنيا په هېڅ شي نه ارزي، بې ارزښته ده، نو بیا د هماغه مار زهر چې دوی يې د تقدس په توګه ګرځوي، هماغه زهر په يو بوتل شرابو کې څڅوي، وايی چې زما اولاد ته دغه تحفه ده، هر وخت يې چې له ژونده زړه تور شو، ژوند نه يې نفرت راغی نو دا دې وڅښي دا به يې هم د دې دنیا له غم نه بې غمه کړي او هم به مړ شي، دواړه کاره به وشي، هم به نشه شي او هم به مړ شي.
وایي دا شراب چې (په اطاق کې) اېښي دي دا مې د پلار تحفه ده، د پلار ګمان مې سم ؤ چې کله يې دواړه مار ته واچول، مار زما پلار وچيچه او تره مې ژوندی پاتې شو، اوس نو دا شراب ماته ايښي دي او ما لپاره نن داسې ورځ ده، چې دا څښم، همدغه وخت کې کړکۍ ته متوجه کېږي چې بيرون يوه جلۍ ده، يوې ونې ته يې تکيه کړې، ډېره معصومه ده اخواته يو زوړ سړی ورته ولاړ دی، چې ببر سر او ږيره، بده څېره لرونکی سړی.
دې معصومې جلۍ ونې ته تکيه وهلې ده، يو خاص ښايست لري، نو صادق هدایت چې له دې کړکۍ (اخوا) ګوري دا جلۍ يې خوښېږي، يانې فکر کوي چې دا ژوند د دې ارزښت لري چې سړی ژوندی پاتې شي، دې جلۍ ته همداسې ورګوري خوند ورکوي.
ګوره دوه مايوسۍ پکې راولي، اوس يې یوه هيله راپيدا کړله، چې مينه (پکې) پيدا شوه، اوس دې جلۍ ته ګوري جلۍ ته همداسې چرت وړی وي، بیا خپل ځان ته ګوري، خپل اطاق ته ګوري، چې بیا سترګې اړوي د جلۍ خواته ګوري، چې جلۍ نه شته، کړکۍ نه اخوا دېخوا سر ورپسې باسي، دا جلۍ لټوي، هغه نشته.
بېرته دې مايوسه کوي، بېرته همدغه اطاق پاتې کېږي، همدغه شراب پاتې کېږي، همدا د ډوډۍ نشتوالی پاتې کېږي، تالنده ده، باران دی، توپان دی، تياره ده، د ده اطاق کې څراغ لګېدلی، دروازه په زوره ټک ټک کېږي، دروازې ته ورځي، دروازه چې خلاصوي، يو څوک ولاړ دی، دی چې ګوګړ وهي، باران يې مړ کوي، اخر چې تيلی روښانه کوي، هماغه جلۍ ولاړه ده.
بیا بله هيله درته پيدا کوي، نو جلۍ پرته له دې چې ده سره خبره وکړي.څه يو عجب تصادف، دا جلۍ چې دلته راغله ایا په کړکۍ کې يې هماغه يو نظر ليدلی يم، جلۍ پرته له دې چې ده ته وګوري، همداسې مخامخ ځي اطاق ته ننوځي.
دا همداسې چرت وهي، چې جلۍ څنګه بلده وه او څنګه لاړه؟ او ولې يې هېڅ ونه ویل؟ زړه نازړه ورخواته کېږي، چې دا به ستړې وي، چې ورځي جلۍ وخته خوب وړې ويده شوې، منتظر پاتې کېږي چې راويښه شي، اخر ورنزدې کېږي، هماغسې معصوميت، چې متوجه کېږي وجود یې يخ دی، چې ښه يې ګوري سا ه يې وتې، مړه شوې ده.
– مطلب دې له دې کيسې دا و چې د صادق هدايت کيسې مايوسي، هيلې او بیا نا اميدي.
– هو کله چې وړه کۍ هيله درکړي، بیا له هغې نه دې ژور خفګان کې ډوب کړي.
– زموږ په اکثرو کیسوکې اخره کې چاودنه کېږي او اتل مړ شي، ولې هيله ورکوونکي کيسې نه ليکو که همدا مو د ماحول عکاسي ده؟
– زه فکر کوم چې ليکوالان هم معمولاً انسانان دي او بیا د شاعر او ليکوال طبعيتونه هم ډېر نازک وي، د حالاتو نه ډېر زیات متاثره کېږي او هغوی همداسې حوادثو ته ځي لکه دا تاسې چې وويل، تر ډېره لوستونکي هم همدغه شيان خوښوي، ځکه لوستونکي داسې فکر کوي چې دا واقعيتونو سره ډېر زيات مطابقت لري، خو بیا کله چې د لیکوالۍ رسالت ته خبره راځي هلته خبره بل ډول کېږي، یانې ليکوالان مسوليتونه پيدا کوي.
نو که لږ زره خلکو ته ټولنې ته مسير ورکړل شي، دا به ښه وي، البته ځينې ليکوالان دا کار کوي، لکه ډاکتر زغم، د ځانمرګي باره کې داستان ليکلی او ځينې نور هم دغه کار کوي، خو په مجموع کې فکر کوم چې کم وي، اول (خو دلته) د کيسې د لوستلو او خپرولو کار ټکنی دی، علت يې ښايی دا وي چې خلک غږيزې رسنۍ اوري او تصويري رسنۍ ګوري.
– يو لامل يې دا دی چې ډېر نالوستي يوو؟
– هو، بلکل او بل دليل دا دی چې د يو داستان د درک لپاره لږ سم سواد پکار دی، يانې لږ (سواد) کفايت نه کوي، داستان ليکونکي هم دغسې دي، ما چې کومې کيسې کتلي دي لږې پيچلې يې ليکي، ژبې ته ډېره پاملرنه نه ده شوې، نو چې دا کار وشي زه فکر کومه دا به ډېر ښه وي.
– ستا يو داستان(ولور) په مينه مجله کې خپور شو، د ټولنې ښه انځور و، زمونږ ډېر خوښ شو، دا کار دې ډېر ښه کړی چې سړی دې ښځې ته ملامت کړی، دا کار ته په نورو داستانو کې هم کوې، څنګه دې دې بې عدالتۍ ته پام شوی؟
– ولور که څه هم په مايوسۍ باندې يو ډول ختمېږي، مثلاً قهرمانه د دې داستان ښځه ده او نارينه معمولاً په سو تفاهم کې دی، غلط دی، که څه هم وروسته د نارينه وفاداري هم ښکاري، خو بې وخته (او) ناوخته، يانې په پای کې مرکزي کرکټر (چې نجلۍ ده) مړه کېږي، مګر هغه داستان کې چاره هم نه وه چې هغه ژوندۍ پاتې وای، زمونږ اصلي هدف دا و چې په دې کې دا ولور يا د انسان خرڅول چې د لور او د خور په نامه ده، د دې باره کې مشخص پېغام (ولېږدول شي). او د ښځو په باره کې زه خپله په کيسوکې غواړم لږ د رياليزم اصول رعايت کړم، يانې واقعيت بايد وي، ښځه په افغاني ټولنه کې ډېره زياته محکومه ده.
تاسې فکر وکړئ ښځې چې پېغلې نجونې وي، برخليک يې د نارينه په لاس کې وي، زړه يې ښونځي ته يې پرېښوده، زړه يې نه يې پرېښوده، زړه يې ټول عمر يې په کلا کې وساتي، پلار، ورور، مېړه، يا خاوند د هغه د واده مسله کېږي، نو جلۍ (دلته) د خپل سرنوشت د ټاکلو حق نه لري، خو زمونږ په ادبیاتو کې بیا دغه عدالت نه شته، تاسې په شعرونو کې وګورئ ډېره (په) اسانه يوه نجلۍ چې واده شي او هغه شاعر عاشق بیا ورپسې وليکي چې لېونی دې کړم، درپسې مړ شوم، زاره مې وچاودله، (خو ته) بې وفا شوې او لاړې…
حال دا چې هغې بې چاره هېڅ د سرنوشت د ټاکلو صلاحيت نه درلود، هغه يا پلار ورکړې وي، يا ورور ورکړي وي، اما د ده صحيح اراده وي، د ده زور وي او ورسره صلاحيت وي چې هلته ورشي، يا ريبار ور واستوي، ده هماغه کار هم نه وي کړی، خو هغه ملامتوي، بې وفا وي، دا يې وژلی وي، د ده ژوند يې ورخراب کړی وي.
اوس دا زمونږ په ادبياتو کې د عدالت د عنصر نه شتون دی، واقعيتونه سره مطابقت نه کوي، يانې سړی که واقعيت ووایي دلته نارينه دی چې بې وفا دی او معمولاً اوس فکر وکړئ يو هلک چې مينه کوي، مونږ ټول ورسره همدردي لرو، اما د رواني لحاظه زه ځان نه شم قانع کولای چې ووايم د يوې نجلۍ مينه دې وزغمم، زه چې دا اوس تا سره خبرې کوم زه قطعاً دا نه شم زغملای چې يوه ښځه دې داسې احساسات ولري.
– دا بې عدالتي دا ښيي چې مونږ کاملاً يو نر سالاره ټولنه يوو؟
– بلکل یو، زما برداشت دا دی، په هغه داستان کې تاسې پوښتنه وکړه هلته يوه مشروع مينه وه، جلۍ کوژده ده، هلک يې کوژدن دی، د دوی رابطه حقوقي او شرعي رابطه ده، خو په هغې رابطه کې هم زښته ډېره جلۍ محکومېږي، هم د خاوند لخوا هم د پلار لخوا.
– سعادت صېب! جادويي رياليزم یا د واقعيت نه افسانه جوړولو په اړه څه وايې؟
– ښه دا اکثره له انګريزي راژباړي، غربي اصطلاحات دي، ما جيکل رياليزم، يا همدغه جادويي رياليزم چې ورته وایي، اصلي فلسفه يې داسې نه ده چې د واقعيتونو نه دې داسې يو شی جوړ شي چې هغه دې بیا ډېر جالب کړای شي، چې هغه جالبيت بیا بېرته نتيجه دا شي چې د رياليزم اصول له لاسه ورکړي، یانې دلته باور دا شی دی، چې په مجيکل رياليزم کې چې په خپله طبعيت کله کله دومره جالبه دی چې هغه په عادي حالاتو کې يا د عقلاني لحاظه که تاته يو څوک کيسه وکړي، نه يې منې، مثلاً: په فس بک کې يوه ويډيو راووتله، يو موږک وي پيشو يې پسې اخيستې وي، نه پوهېږم تاسو به ليدلي وي که نه؟ نو دا اوس د طبعيت د قوانينو په خلاف ده، يوه اشپز خانه کې پخلنځي کې ويډيو شوې، موږک پيشو دومره په تنګوي، اخر وخت کې پخلنځی ورته پرېږدي، ترې وتښتي، موږک پاتې شي، دا يوه واقعي ويډيو ده، نو دا د هغه څه چې رياليزم تاکيد کوي، حکم دا و چې پېشو موږک خوري او پيشو په ټوله مانا په موږک زوروره ده، اما بلاخره طبعيت دا حادثه هم وزېږوله چې موږک يې زورور کړ.
– اواتار فلم تاسو کتلی؟
– هو.
– هغه جادوی رياليزم کې نه راځي؟
– نه هغه مطلق تخييلي دی.
– څه رياليزم خو پکې شته، سمبول يې کارولی چې پرمختللي خلک په يو ځنګل کې تقريباً وحشي انسانانو سره په جنګ کې ولېږي او ماتې خوري، زياتره خلکو دغه فلم د افغانستان له حالاتو سره هم تشبيه کړی، وایی دا د دې جګړې يو سمبول دی.
– ښه فلم يې جوړ کړی، اصلاً هاليوډ کې يو نوښت وشو، د اواتار فلم نه مخکې چې کوم فلمونه جوړ شوي وو، د تخيلي فلمونو سلسله وه، په ځمکه باندې په نور و فلمونو کې که وګورو نورو موجوداتو حلمه کړې، انسانان يې وژلي، دا اواتار په فلم کې داکانسپت بدلېږي او په تخيلي فلمي سلسله کې نسبتاً په رياليزم ولاړ دی، يو تخيلي خو تر هغو نورو فلمونو دا په منطق ولاړ دی، د دې فلم د ډايرکټر مرکه هم ما اورېدلې ده، داستان ليکونکی د صحنې تر شا ما ليدلی، هغوی ډېر زيات جالبه منطق په دې کې وایي، وايي چې اول دا واقعيت لري چې بله ځمکه کې دې موجودات اوسېږي که نه؟ بیا که وي، فرضاً مونږ ومنله چې شته، ایا هغوی به هم لکه انسانانو غوندې په دې توانېدلي وي چې د عناصرو په راز پوه شي؟ د اتوم په راز پوه شي؟ د الکترون په حرکت پوه شي؟ په هستې کې نيوترون، پروتون په راز پوه شي؟
نو دا خو ډېره زياته سخته ده چې څوک ووایی چې هو. اما دا خو رياليزم دی چې انسان رازونه کشف کړي، خو ایا دا ممکنه ده چې هغه موجودات دې داسې وسايل جوړ کړي چې هغه دې بل ستوري ته ورشي، ځمکې ته دې راشي، نه! اما انسان خو عملاً نورو ستورو ته ورخيژي.
نو په دغو فلمونو کې هغه په رياليزم کې راځي، دلته کانسپټ دا دی چې د انسانانو تکنالوژۍ ډېر زيات پرمختګ کړی، حتا د جسم نه د اروا د انتقال صلاحيت انسان پيدا کړی، يانې له يو جسم نه روح انتقالېږي، د ټولې ميمورۍ يا حافظې سره بل جسم ته، په دې (فلم) کې مرکزي کرکټر يو معذور دی، د هغه پښې کار نه کوي، بلې ځمکې ته ځي هغه موجوداتو پرمختګ نه دی کړی، ماشينري له دې ځایه ورختلي دا په رياليزم ولاړه ده، خو دا شيان دلته انسانانو تر اوسه نه دي جوړ کړي، لا دلته هم تخيل دی، هلته چې ځي دا د دوی اجتماعي نظام ټول خرابوي، د هغوي په جسمونو کې انساني راواوې ترذيقوي.هغه بیا جاسوسان وي، ځي د هغو موجوداتو په منځ کې ګرځي، نو تر دې چې بلاخره بیا دلته د حق او باطل په جنګ د معلول روح هم د هماغو موجوداتو جسم ته انتقاليږي، هلته يې بیا پښې جوړې دي، خو لکۍ لري، اوږده اوږده غوږونه، نو دا چې کله ځي هلته په يوې جينۍ چې د هماغه جنس وي مئينېږي، له همدغه موجوداتو سره يې عاطفي اړيکه پيدا کېږي، نو بېرته د انسانانو پر ضد راپاڅېږي.
نو هغه خيالي فلم دی، خو د دې فلم د کانسفټ په تغيرولو سره دا داسې ده مثلاً: زه به يو مثال درکړم چې ته افريقا ته ځې هلته تاته يو موټر درکوي، پکې سپرېږې، ځې د وحشي حيواناتو په منځ کې ګرځې دا يو کانسفټ دی، خو کله چې ته ژوبڼ ته ځې ته ازاد ګرځې، خو هغه حيوانات ټول تړلي وي، په قفسونو کې وي، هلته د فلمونو د کانسپټ بدلول همداسې ده، په فلمونو کې معمولاً نور موجودات په ځمکه حمله کوي، خو دلته په اواتار فلم کې انسانانو په بله سياره حمله کړې او دا يو تخيلي فلم دی.
– تاسې له ادب نه سياست ته لاړئ، د ادب او سياست تر منځ دغه امتزاج څنګه ساتئ؟
– سياست مې چې ذهن ستړی کړي نو ادب مې خوښېږي بیا ادب ته ځم!
– ځينې وايی چې د سياست او ادب تر منځ پوله ده، ځينې وایی چې ادب د سياست ژبه ده، د سياست او ادب ترمنځ رابطه څنګه ده؟
– په علمي لحاظ يې په روابطو رښتيا نه پوهېږم، په دې برخه کې مې مطالعه نه ده کړې، مګر په دې پوهېږم چې په معاصرې نړۍ کې هم ځينو مطرحو سياستوالو هم سياست کړی هم يې ادبیات پاللي، د هند له مطرحو سياستوالو واچپايي لومړی وزير ؤ، ډېر ښه شاعر و او که چېرته مونږ هغه مثال ورنه کړو، راشو خپلې پښتنې ټولنې ته خوشال خان د ادب او سياست يو قوي فکتور و، کله چې خوشال خان څو سوه کاله په تاريخ کې مزل کوي، سياسي څهره يې تر ډېره مسخه شوې ښکاري، اما د ادبياتو څهره يې لا هماغسې تازه ده، لا هماغسې ژوندۍ ده، داسې نه ؤ چې هغه ناکاره سياست مدار و، اما زه فکر کومه استعداد به يې په ادبياتو کې هم زيات و او ادب کله کله تر سياسته انسان ډېر ژوندی ساتلی شي، يانې په تاريخ کې مزل کول ورته اسانوي او د يوې مثبتې څهرې په توګه په سياست کې د يو مثبتې څهرې په توګه پاتې کېدل خپله ادب کوي.
مثلاً: ما په جنجالي انتخاباتو کې کار وکړ، ډېر لانجمن انتخابات چې يو عجيب او غريب حکومت ترې پيدا شو، سره د دې چې په دې ګډوډيو کې زما هېڅ ډول ونډه نه شته، ځکه د شکاياتو د کميسون د دندو په لايحې باندې چې څوک پوه شي په دې پوهېږي چې په دې کې زما هېڅ کوم مشکل نه شته او هېڅ تقصير مې نه شته، مګر ما سره ټول خلک په دې کې موافق نه دي، يو شمېر خلک چې د کميسون په لايحه او وظايفو باندې نه پوهېږي، هغه مې ګرم ګڼي، نو په ادبياتو کې مې هېڅوک ګرم نه ګڼي، چا مې چې کيسه لوستې هغه رانه خوشاله دی، که شعر مې لولي يا يې موسيقۍ کې اوري خوند ورکوي او که چرته د چا خوښ هم نه شي ماته خو کنځل نه کوي.
– ځينې خلک وایی چې تاسې د ولسمشر کرزي له پلويانو ياستئ او انتخابات په لوی لاس دې ټيم بحران ته ويوړل.
– ښه دا چې ولسمشر کرزی مې دوست دی، مشر دی، درناوی يې لرم، خو غني مې هم په همدې اندازه ولسمشر دی او مشر مې دی او درناوی ورته لرم، داسې نه وي چې بیا غني هم بله ورځ په کور کيني، هغه خلک چې دا ډنډورې کوي، هغه خلک بیا غني ته کنځا کوي او بیا بل ولسمشر چې راغی هغه ته همداسې مداحي کوي، زه نه غواړم هغسې و اوسېږم، پرون مې د ولسمشر کرزي درناوي درلوده، نن يې هم لرم، نن هم د ډاکتر غني درناوی لرم او سبا به يې هم لرم، بل ولسمشر هم چې راغی د هغه اعمال به تلم، کله چې تاسې په ګوګل کې سرچ کړئ د (سياسي) کارپوهانو بيوګرافي په ګوګل کې شته، هلته تاسې ما د ولسمشر کرزي د مخالفينو په ډله کې وينئ، ځکه خلکو زما نقد دايماً د ولسمشر کرزي په حکومت باندې ليدلی، مخامخ هم زه د دې شديد منتقد وم، کله چې په حکومت کې ؤ د ده په هغه کسانو کې چې په حکومت کې وو، زه ددې مامورينو کې نه راتلم، البته په تشريفاتو کې زمونږ رئيس و، کميسونونه خپل استقلاليت لري.او پاتې شوه د انتخاباتو مسله، ځينې اشتباهات په مديريت کې وشول، هېڅ شک نشته، مګر هغه د شکايتو د کميسون پورې هېڅ مربوطه خبره نه وه، موږ دوه دورې انتخابات وکړل، په لومړۍ دوره کې د انتخاباتو شکايتو کميسون فيصله وکړه، نهه کانديدان وو، ټولو ومنله، اووه يې په کور کې کېناستل او دوه يې دوهم پړاو ته لاړل، دوهم پړاو کې لا انتخاباتو کميسون خپل کار نه و خلاص کړی، چې مونږ يې تحريم کړو، يانې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مونږ تحريم کړو او بیا تحول او تداوم هم هغوی سره تقريباً يو ځای شول، د امريکې سفارت ته لاړل، خپل مشروعيت يې د هغه ځای نه وغوښت، مونږ نه چا فيصله ونه غوښته، نو دې کې به مونږ انتخابات چيرې بحران ته وړي وي.
– د انتخاباتي اصلاحاتو دوهم فرمان مشرانو جرګې پاس کړو، اوس د ملي شورا ګډه کميټه پرېکړه کوي؟
– سناء مجلس نه دی پاس کړی، دلته د حقوقي اصطلاحاتو مشکل دی چې ځينې خلک پرې نه پوهېږي، د تصويب او تعديل تر منځ تفاوت دی، ولسي جرګې مطلق ټول رد کړل او مشرانو جرګې تعديل کړ، يانې تقريباً ۲۱ يا ۲۲ موارده تعديل پکې راغلی، خو درې مورده عمده دي پکې چې هغوی د ولسمشر هغه فرمان نه دی منلی، اوس به ګډه کميټه ټاکل کېږي او ګډې کميټې چې هره فيصله وکړله هماغه به قانوني فيصله وي.
– تاسې فس بک کې ليکلي و چې زه د شپږ کالو لپاره قانوني رئيس يم، که ګډه کميټه پرېکړه وکړي او نوي کمشنران وټاکي!
– ښه، ګډه کميټه خو د تقنيني فرمان په اړه فيصله کوي، ما چې قانوني وويل يانې فعلاً دغه نظام دا فيصله قانوني ګڼلې ده، ولسي جرګې هم قانوني ګڼلې چې رايه يې پرې ورکړه، مشرانو جرګې هم قانوني ګڼلې چې رايه يې ورکړه، زه د حقوقو د محصل په توګه په دې پروسه شک کوم، مونږه منتظر کېږو، که پخواني شرايط پاتې شول، نو پاتې به يوو!
– ځينې خلک وایی چې که الکترونيکي تذکرې ونه ويشل شي، نو انتخابات به بیا هم له درغليو خالي نه وي، همدغسې به جنجالي وي، ستاسې په نظر افغانستان کې د ښو ټاکنو لپاره څه کول پکار دي؟
– کوم شی چې تاسې يې نوم واخيسته، خپله الکترونيکي تذکرې ولې مهمې دي؟
برقي تذکرې اهميت يې په دې کې دی چې ټولو ته وويشل شي، مونږ ته د نفوسو احصايه لاس ته راځي، مثلاً: د تاسې کلي دوه يا ۲۵۰ کسان د رايو ورکولو شرایط لري، هغه بیا اټکل کېږي، چې يا دې ورور يا زوی ۱۷ کلن دی، تر ټاکنو ۱۸ کلن کېږي، مګر اوس چې ارقام نشته دی، ستا کلي ته ۲۰۰۰ رايي ځي، زما کلي ته ۲۵۰۰ رايې ځي، دا رايې چې هلته لاړې شي بیا بېرته نه راځي، همدا صندقونو ته اچوي، کله چې الکترونيکي تذکره راغله مونږ پوهېږو چې د فلاني کلي ۲۵۰ رايو ته ضرورت دی، نو هلته ۲۷۰ رايې لېږو، يانې ۲۰ رايې ضايعاتو ته لېږو، نو دلته مونږ د ۱۷۵۰ رايو مخنيوی وکړ او د تقلب مخه مو ونیوله، بله خبره دا ده چې ستا نوم هماغه مرکز او محل کې ليکل شوی وي، خير ۲۵۰ رايو ته خو محل او مرکز نه وي، خو هر محل او مرکز چې د څو کليو لپاره نژدې و، ستا نوم هملته په لست کې دی، ته که بل ځای کې يې رايه نشې ورکولای، چې کله ته هلته ورغلې چې بلې هو عزت الله ځواب دلته راغی ته رايه ورکوې، د رايه ورکونکو ليست جوړېږي، نو په خپله د تقلب ګراف کمېږي، اما کوم مشکلات چې په افغانستان کې دي، د تقلب اثرات او کنټرولول یې بیا هم مشکل دی؛ بیا مثال درکوم، مثلاً ما درولېږلې ۲۷۰ رايې، د تا په کلي کې ځنې خلک نه ول، مزدورۍ ته تللې وو، یا ستومانه ول، ۱۲۰ نفره حاضر شول ، خو استعمال شوې رايې ۲۴۸ دي، نو چا دا کار کړی، د انتخاباتو کميسون کارکوونکو خپله بې طرفي نه ده حفظ کړې نقض يې کړی، ولسوال بې طرفه نه دی، هغه هم رول لوبولی، ملک، د کانديد ناظرين، دوی سره لاس يو کړی هلته ۱۲۰ نفره حاضر شوي دوی ۲۴۸ رايې کارولي، اوس دغه ۱۲۸ رايې اضافه کارېدلي، يانې د دې ۱۲۸ رايو اثرات معادل د هماغه ۱۷۵۰ دي، اثر د تقلب په هماغه اندازه پاتې شو، يانې د تقلب د له منځه وړلو لپاره ډېرې زياتې نورې لارې دي، الکترونيکي تذکره او د رايه ورکونکو ليست دا ډېر مهم دي، خو که چيرته نور تدابير ونه نيول شي (بيا هم تقلب کيږي)، مثلاً: د قدرت جزيرې دي، زورمندان دي، که دا کنترول نه شي، نا امني ده چې يو ځای کې ټکې وشي بیا صندقونه ډک شي، خو فکر وکه مخکې يو چار۲۰۰۰ رايې تقلب کاوه اوس دوه سوه کوي، په دغو ۲۰۰ رايو کې د خپل رقيب ملا ماتوي، نا امني چې وي بیا هم مواد د خلکو لاس ته ولوېدل، دا فساد دی، خپله د کانديد باور په تقلب باندې (فساد دی)، اوس فکر وکړه زه کانديد يم دا د عزت الله قانع کول چې دا به ماته رايه راکړي، دا ممکن فکر کوم چې ډېر سخت دي، نو په ځای د دې چې تا قانع کړم، تر تا کم مصرف باندې پرته له دې چې وخت مې ولګي، تر تا پورې درشم، د موټر تيل مې مصرف شي، يا تا ميلمه کړم، هغه د ميلمستيا پيسو باندې ۳ رايې رانيسم، بیا هم تقلب.دا په دې مانا چې درې عزت الله ځوابه تولد شول، ۱۸ کلن شول او ما قانع کړل چې رايه راکړي، دا دومره اوږده پروسه ده چې په څو دقيقو يا په يوه ورځ کې وشي، نو دا نور عوامل دي، پوليس بې طرفه نه دي، امنيت بې طرفه نه دی، حکومت معمولاً علاقمندي لري، په دې ولسمشريزو ټاکنو کې دا اوس ډېر زيات ګرم کميسونونه شول، خير د شکايتو کميسون پرېږدو، که د انتخاباتو کميسون ته راشو، مونږ چې د تقلب عواملو باندې يوه کميټه جوړه کړه، نو مستند تحقيق يې وکړ، اخر وخت کې دوه عواملو ته دا کميټه ورسېدله، کانديد مهم دی که د انتخاباتو کميسون؟ د شکايتو کميسون خو هسې هم پکې دخيل نه دی، بلاخره کميټه دې نتيجې ته ورسېده چې کانديد تر کميسونه مهم دی، نو د کميسون اهميت له بله پلوه مهمېږي، په دې مانا چې کانديد استخدامونکی عامل دی د ټولو عواملو.
مثلاً: که يو سړی ولایت ته ځان کانديد کړي، يا لږ غټ سويې باندې رياست جمهورۍ ته کانديد وي، چې خصوصاً لږ چانس هم ولري، هغه والي ته وايی که زه چېرته ولسمشر شم، نو دا چوکۍ به ستا وي، هغه والي فکر کوي چې د پخواني ولسمشر وخت پوره دی، وایی زه په خدمت کې يم، امنيه قومندان ته وایي، که هغه دا هم نه کوي، يو لک ډالر ورته ږدي چې دا هم واخله، امنيه قومندان ته، د امنيت رييس ته هم دا خبره کوي، ټول يې په خدمت کې کېږي، محلي پوليسو ته، همداسې دا خبره ولسوال ته کېږي، د کلي ملک ته کېږي، يو ډيزاين شوی تقلب.
د کميسون اهميت بیا څه شي کې دی، کميسون کنترولونکی عامل دی، یانې که کميسون دلته پښې بندې کړي او صادق شي بیا ملک او نور اجتماعي سياسي عوامل دا ټول که لاس يو کړي، بیا هم تقلب نشي کولای، ځکه اساسي مواد خو کميسون سره دي، هغه وايي چې زه يې نه کوم، که هغه زور نه کار واخلي هغه فقط يو ګزارش ليکي مرکز ته يې لېږي، چې دغه مواد زما له لاس نه ووتل، هغه ټول باطلوي، دا چې کنترولونکی عامل هم استخدام شي، کانديد ورځي هغه کينې، ياDFC یا د مرکز مدير ته کيني، د محل رئيس ته، ورته وایی چې معاش دې څومره دی.؟ هغه وایی ۳۰۰ ډالر. څو ورځې مامور يې؟ درې ورځې. ۳۰۰۰ ډالر واخله ماسره و اوسېږه، د کميسون کارکونکي چا استخدام کړل، بیا هم کانديد انتخاب کړل، يانې کانديد تر ټولو مهم فکتور دی، دا ټول عوامل چې وګورې دا کانديد استخداموي، نو که ډېر زيات واضح ووایم تر ټولو غټ متقلبين عبدالله او ډاکتر غني دي، دا تقلب چې افغانستان کې ډيزاين شوی، همدوی دواړو ډيزاين کړی، خو د انتخاباتو کميسون د خپل کنترولونکي په توګه خپل رول نه دی لوبولی، یا يې ډاکتر غني سره لاس ورکړی يا عبدالله سره.
یوه بله مغالطه چې افغانستان کې شوې، ډاکتر عبدالله داسې اظهاروي چې دا مظلوم واقع شوی، يا تقلب د ده ملا ورماته کړې ده، دا مظلوم دی تقلب د ده ضد دی، حال دا چې دا خبره داسې نه ده. عبدالله (۲۸۴۳۴۰) رايې تقلب کړی، دا د عمان او یو شمېر نورو هېوادونو د ټول نفوس معادل ؤ، تاته چا تقلب کړی؟ غني ته کميسون وکړ، تا ته چا وکړ؟ که تاسره د کميسون کارکوونکي لاس یو کړی نه وی، تا استخدام کړي نه وای، تا هم دومره تقلب نه شو کولای، نو عوامل داسې دي که الکترونيکي تذکرې هم توزيع شي نور کنترولونکی عوامل شته.
د کميسون د استخدام پروسه کې ډېر زيات مشکل دی، د تقلب په ضد چې پراخه کمپاينونه ونه شي، ولسي ملاتړ رامنځ ته نشي، امنيت رامنځ ته نشي، د کانديدانو د نظارت پروسې باندې زيات کار ونه شي، اوس يو کانديد دی په يو ځای کې نفوذ لري ساحه نا امنوي د هغه بل کانديد ناظر نه شي ورتلای ځان ته تقلب کوي، هغه که دوه سوه رايې وي که دوه زره.
– تقلب کې لږ پاتې کېږو، ځکه تقلب ډېر شوی، داسې مو واورېدل چې په ځينو سيمو کې مېرمنو په ټاکنو کې ګډون ونه کړلو او سړيو يې رايې وکارولې، تاسې ته څه رنګه جالب شکايتونه راغلل؟
– دې ته نيابتي رایه وایی او دا د قانون له مخې تقلب دی، درغلي ده، ځکه هر څوک که ښځه وي که نر خپله بايد انتخاب وکړي، په ځينو سيمو کې ښځې اجازه نه لري، هغوی ته دا حق نه ورکول کېږي، دا هغه کلابندې ښځې دي چې د تاريخ په اوږدو کې په کلاو کې ساتل شوي دي، نو هلته نارينه د ټاکنو په ورځ هم وایي چې ته حق نه لرې چې سياسي برخليک وټاکې، بیا د هغې کارت اخلي، هغه کارت عکس هم نه لري، ځکه په افغاني ټولنه کې د ښځو عکس په ځينو سيمو کې ممکنه نه دی.بیا ځي د هغې پر ځای د هغې اراده منعکسوي، که چېرته تقلب په دوه برخو باندې سړی وویشي، يو هغه خيالي رايې چې مطلقې خيالي دي، يانې هغه کسان رايې ورکړي چې تولد شوي نه دي او بیا دا د نیابتي رايو مسله سړی وڅېړي، دوه جالبه تفاوتونه پيدا کوي، يو اړخ د هېڅ نه ښه ده، یانې په دې مانا چې ممکن په ځينو کورو کې د ښځو او نارينه و تر منځ همغږي وي مثلاً هغه (د کور مشر) وایي زه الف کانديد ته رايه ورکوم، کېدای شي ښځې هم همدا انتخاب ولري، متاسفانه ښځې همداسې ساتل شوي، د افغانستان په سياست کې هېڅ دخيلې نه دي، نو د دې اړخ نه چې وګورې حد اقل د دې رايه تمثيل شوه، د بل اړخ نه ډېر شديد ظلم دی، حتی د هغه کسانو نه هم بده رايه ده چې هغه تولد شوي نه دي، چې دا يوه انسانه ده، نړۍ ته راغلې اما حق نه لري چې د خپل سياسي سرنوشت په اړه ابراز د نظر وکړي، يانې هستي يې په عدم محاسبه شوې، نو دا بیا تر هغه هم ظلم او تر هغه بد تقلب دی او دا (ډول رایې) شته په دې برخه کې سختې ډېرې رايې باطلې شوي، د دې اثبات سخت دی، په دې مانا کله چې ته ځې ژورنال ته، ژورنال ګورې چې کارت سيريال نمبر صحيح دی، ګوته لګېدلې، نوم د ښځې ليکل شوی، ټک مار شوی، رايه ورکول شوې ده اوس دلته د دې پيدا کول سخت دي چې نارينه دی، که ښځه ده، څنګه يې پيدا کوې؟ بیا مشابه رايې ته ورځې د مشابه رايې معيارونه تعينول سخت دي، اوس مونږ وو ، ۵ کمشنرانو د مشابه رايې باره کې پنځه نظره لرل، مثلاً: زه جدي وم چې دغه ټک مارکونه يو شی دي، رايې يو سړي کارولي دا بايد باطلې شي. بل کميشنر ویل دا ټک مار اوږد دی، دا لنډ دی، دا مشابه نه دي، البته ځينو ځايونو کې مشابه رايې ډېرې اسانه پيدا کېږي، ځينې خلک ساده دي چې په تقلب کې يې تجربه کمه وي هغه بیا اسانه پيدا کېږي، مکمله امضا کوي رايه کې، نو اسانه پيدا کېږي، هغه کسان چې مهارت ولري، مثلاً: يو کې ټک مارک وکړي، يو کې (ص) وليکي، يو ټک مارک يو رقم، بل بل رقم د هغه موندل سختېږي.
یانې د نيابتي رايې اثبات سخت دی، مګر که چا له هغه ځايه فلم برداري کړې وي بیا امکان لري.
– نه شي کېدای چې په محلونو او مرکزونو کې کمرې ولګوي؟
– دا یو حل لاره ده، البته د دې لپاره د لايحو تصويبول ډېر مهم دي، خو مديريت کول يې څه اسانه خبره نه ده، يو دومره بوديجه پيدا کول ډېر سخت دي، يو دا ده چې له مالي لحاظه څومره دا ممکنه ده، چې ټولو ته کمرې واخيستل شي؟ هغه خو تنها کمره نه هغه سيستم دی، هغه بايد ريکارډ شي، هغه بايد ثبت شي، بله خبره دا ده چې ويې ویل تخنيکي ستونزه راپيدا شوه، خلک ولاړ دي رايې ورکوي، مګر په پنځو دقيقو کې کمره بنديږي، دلته څه رقم د تقلب مخه نيسې؟ په دې پنځو دقيقو کې سل رايې تقلب شوې نو ته څنګه پرېکړه کوې، د ۵۰۰ رايې باطلوې، که اعتبار ورکوې؟ که اعتبار دې ورکړ دا ډېر غټ فرق راغی، ځکه کله چې تقلب کنترولېږي، بیا د کم تقلب اثرات غټ وي. مثلاً : الهام او ځواب کانديدان دي، په انتخاباتو کې کنټرول زيات دی، دواړه له يو ډول ملاتړ برخمن دي، په دې کې ۳۰ دقيقې فرصت الهام ته راغی، ده تقلب وکړ، انتخابات له ځواب نه ده وګټل، که طبعي وای نو لس رايې د هغه درباندې زياتېدلې، بيا ځواب ګټلې وه، بل يې همدا دی چې اشاره ورته وشوه په کولتوري لحاظ اول دا مونږ او تاسې څو کسان چې دلته ناست يوو مرکه کوو، چې هلته کمره لګېدلې وي، تاسې حاضر ياستئ خپلې مېرمنې ولېږئ، بیا به څوک انتخاباتو ته رانشي، دا په عملي لحاظ ډېر مشکل دی، بیا که داسې شوه، دا خو تخنيک دی، متاسفانه ډېر بلد هم ورسره نه يوو، يو ځای کې ښه انتخابات هم وشول، د شپې دا کمره چا پټه کړه، خپله مامور د انتخاباتو پټه کړه، نو کمره چې پټه شوه، ته مجبور يې دوه درې زره حقيقي رايې باطلې کړې، ځکه چې سيستم ورک دی، يا يو څو ځایه ثبت ونه شو، مثلاً: يو ځای کې ريکارډ روان شو، فلم تور روان شو، نو سيستم خو داسې وي، هلته به ډېرو خلکو رايې ورکړې وي، ته بايد هغه ټولې باطلې کړې، نو د نیا کې دا تجربه شوي نه دي، چې خلک ورشي کمرو ته يا غیر له هغه فکر وکړه افغانستان کې، په افغانستان کې خو عجيب حالت دی اوس مونږه ۱۰۰۰۰ شکايتونه وڅېړل په دا تېرو انتخاباتو کې لس زره شکايتونه! فکر وکړه نیمې پروسې باندې کېږي، نيمو محلونو باندې ۲۱۰۰۰ محله وو، يانې ته بايد هرې کمرې ته مراجعه وکړې، هره يوه چک کړې، دا پروسه ټوله وګورې، نو دا خو ته په يو کال کې هغه چک کولای نه شې، د دې مديريت بیا ډېر سخت دی.
– ستاسې له خبرې داسې معلومه شوه چې د انتخاباتو کميسون کې اشخاص ډېر رول لري، دوی اخيستل کېږي بايد ژمن وي او د اصلاحاتو خبرې چې کېږي څومره ممکنه ده چې اصلاحات راشي.
– ما چې د انتخاباتو په اړه وويل، يو مغالطه چې تر اوسه شوې د انتخاباتو کميسون ډېر زيات عملياتي رول لري، هلته کمشنران ډېر زيات دخيل نه دي، کار دارالانشا او مامورينو سره دی، يو مشکل چې مونږ لرو چې دا تقلب کېږي، خرابی کېږي، کميسون خپل کنترولي رول نه لوبوي، هغه زمونږ استخدام دی چې متاسفانه هغه هم مونږ ته خارجيانو راوړی، G.M.B اول انتخابات وکړل، کمشنر خبر نه دی، هغه يوه لايحه پاس کړه DFC یا ساحوي ناظرين چې ورته وایی، دا بستونه په انټرنيټ کې اعلانېږي، اولين کسان چې (د ګډون) شديده علاقمندي ښيي هغه د کانديدانو د کمپاين ټيمونه دي، دوی ښې ډېرې سي ويانې لېږي، هر DFC سره يوه ولسوالي يا ناحيه وي، که ولسوالي غټه وي دوه ډي ايف سيان وي، نو اولينه حمله چې کميسون باندې کېږي هغه کانديدان کوي.
– دا موقت مامورين دي؟
– دا منځمهاله دي، تقريباً ۳ مياشتو پورې وي، ټوله پروسه د همدغه کسانو په لاس کې ده، دا چې کله په انټرنيت کې اعلان شو، مثلاً: ۱۲۰۰ ساحوي ناظمين، دلته کانديدان حمله کوي، دا خپل کسان ورلېږي، د هغوی په وچولي خو لګيدلې نه وي چې دا د کانديد سړی دی، شارټ لېست کېږي، شارټ لېست څوک کوي ولايتي رئيس، مدني ټولنه ورسره وي او د انتخاباتو کميسون دارالانشاء، منابع بشري رئيس پکې وي، د ولایاتو د اړيکو د تنظيم برخه ده، دوی شارټ لېست کوي، عام خلک خو له اوزګارۍ غواړي کار وکړي، مګر د کانديدانو کسان ستراتيژيک راځي، مخکې له مخکې مفکوره لري، هغوی تردې عامو خلکو ډېره امادګي لري، زيات د خيل وي، په دې پروسې پوهېږي، چې کله راغلل انټرويو يې ورکړه ډېر فرصت د کانديد نماينده ته وي، دا کس DFC چې و ټاکل شي، دا ولايتي رئيس سره يوځای د مرکز مدير او محل رئيس تعينوي، بیا د محل رئيس او د مرکز مدير د مرکز او محل نور کارکوونکي ټاکي اوس تاسې د استخدام دې ځنځير ته وګورئ ! هغه اخر سړی یې کمشنر په دوربين کې هم نه شي لېدلای، مطلق بېګانه خلک چې هېڅ دوی سره اړيکه نه لري، دا سړی تيار راغلی (وي) تقلب ته او حساس مواد چاته ورځي؟ د انتخاباتو په ورځ ټول اسناد همدوی ته په لاس ورځي، پوهېږئ چې دا تجربه په نوره دنيا کې ډېر کم هېوادونه کوي، چې هغه ديموکراسي يې ښه تجربه کړي وي او دغسې مرداريو ته زړه نه ښه کوي، نو لومړي انتخابات ، GMB وکړل، همدغه سيستم پاتې شو، دا کوم د رايو مراکز او محلات چې دي دا هم GMB ټاکلي، دا خارجيانو ټاکلي چې شديداً اصلاح ته ضرورت لري مثلاً: يو غر يا دښته کې يو غټ مرکز وي، څلور زره رايې پکې وي، اما بل ځای کې درې څلور کلي وي هلته هېڅ مرکز او محل نشته، صندقونه يې تيار غرونو ته د تقلب لپاره جيګ کړي هغه مراکز هماغه وخت داسې جوړ شوي.
د هند سفير يو ورځ ماته وویل که مونږ تاسې غوندې انتخابات تجربه کړو، په يو انتخاباتو کې مونږ له اقتصادي بحران سره مخ کېږو، دليل يې دا دی چې پنځه شپږ سوه ميلونه کسان هلته رايه ورکوي، دا چې موږ دومره خلک استخدام کړو دا خو موږ غرق يوو.
هند څه کوي؟ هند په خپلو رسمي مامورينو باندې انتخابات کوي، د ټاکنو په ورځ د انتخاباتو د کميسون رئيس، رئيس جمهور دی، صدراعظم دی، خلک مقررولی نه شي، خو عزلولای یې شي، مثلاً: معارف وزرات ته وایي، چې دريم بست نه ښکته مامورين ۵۰۰۰۰ نفرو ته ضرورت لرم، د هند معارف پنځوس زره کسان د انتخاباتو کميسون ته ورکوي، کميسون هغه کسانو ته معاش نه ورکوي، ځکه هغوی معاشونه تيار لري، کميسون هغوی ته روزنه ور کوي،په هماغه ورځ باندې دا مامورين راځي او انتخابات کوي، هلته لوايح لري، مجازات لري، مثلاً: د چا په محل يا مرکز کې که تقلب وشو، دا مامور به ۶ مياشتې کسر معاش کېږي او تر ۵ کلو پورې به دولت کې وظيفه نه شي اجرا کولای، تر ۳ کلو پورې به هېڅوک په هند کې ده ته کار نه ورکوي، دوی ته داسې جزا ټاکل شوې اوس چې کله يو مامور راغی او دغسې جزا هم ورته پرته وي، تياره وظيفه هم لري، چې پلار يې هم کانديد وي هغه تقلب ورته کوي؟ وایې خو خلاص بخت مې تور دی چې ګير راغلم.
اوس چې کله په انتخاباتو کې درغلۍ وشوې، شکايتو کميسون ۱۰۰۰۰ کسان عزل کړل، مګر هغه کسان مونږ نه پېژندل، يواځې نومونه مو تور لېست کې اچول، که دا رسمي کسان وای، مونږ به هرې ادارې ته ويل، چې هغه فلاني مامور دې تقلب کړی.
افغانستان کې خارجيانو انتخابات قيمتي هم کړل، فکر وکړئ مونږ يو مامور ته د ټاکنو په ورځ کې ۵۰ ډالر ورکوو، تر ټولو عادي مامور ته، هغه چې يوه ورځ ټاکنې وي، دوه ورځې ټريننګ ورکول کېږي او تاسې پوهېږئ يو نيم لک مامورين نيسي، دا څومره پيسې شوې؟ چې غريب ملک هم وي، مونږه حساب وکړ په افغانستان کې البته چې امنيت وي مونږ په ۴۰ ميلونه ډالرو سم انتخابات کولای شو، پوهېږئ مونږ په څو کړي؟ ارزانه انتخابات مونږ په ۱۴۰ ميلونه ډالرو کړي، مونږ چې ښه انتخابات وکړو ۴۰ ميلونو باندې کېږي، په دې تېرو ټاکنو تقريباً ۲۴۰ ميلونه ډالر مصرف شوی. دويم پړاو ته لاړل، بیا تفتيش بيخي زيات شو، هغه نارمل انتخابات چې مونږ ډېر ارزانه کړي د هغې ۱۴۰ ميلونه ډالر لګښت دی، نتيجه يې هم خرابه، هېڅ مونږ ښه انتخابات نه دي لرلي، د GMB نه بغير چې هغوی شکايتونه و نه څېړل ۶۰۰ شکايتونه شوي ول، هېڅ ته يې واچول، نتيجه يې اعلان کړه، ځکه ولسمشر کرزی د ملاحظې وړ سړی نه و، مقابل کې يې چې څوک ولاړ ول هغه وخت کې د جنګ سالار مسله ډېره ګرمه وه، چا جدي ونه نيوله، خو په ۲۰۰۹ کال کې انتخابات کوم حالت ته ونه رسېدل؟ په هغې انتخاباتو باندې څومره مصارف شوي وو؟ ۲۰۱۰ کال کې عملاً تاسې وليدل چې د کميسون فيصله تغیر نه شوه، هماغه نهه نفره د ولسي جرګې نه راونه ويستل شول، هغلته هم د کميسون رئيس ته اشد مجازات څارنوالۍ ونه غوښت، يانې څه شی و؟ مردار شول دا انتخابات دا نور انتخابات، د ۲۰۱۴ انتخابات نظر ۲۰۰۹ ته شفاف انتخابات و، په څه باندې؟ځکه په ۲۰۰۹ کال کې ۱،۳ ميلونه رايې باطلې شوې، خو په دې ټاکنو کې چې د نيا راغله اشر يې وکړ د باطلولو لپاره، اته نيم لکه رايې باطلې شوې، د دې انتخاباتو خرابی د نتيجې په نه منلو کې و، په شفافيت کې تر هغو ښه و، د نتيجې نه منلو له امله تر ټولو ناولي شول، د نه منم خبره تر ټولو پکې جدي وه.اما د شفافيت له مخې تر هغې ښه و.
– دا چې د اصلاحاتو په دې مهمو برخو کار نه کېږي، د دې مانا خو دا نه ده چې دوی د کميسونونو اصلاح نه غواړي؟
– زه درته يوه خبره وکړم، ما لپاره هم ډېره مايوسوونکې خبره ده، زه وايم که نن هم عامه اذهانو ته ډاډ ورکړو (له انتخاباتو به مايوسه نه شي)، خلک خو په انتخاباتو ډېر نه پوهېږي. (خو که) نن مو د کمشنرانو عزل باندې د اصلاحاتو نوم کېښود لرې مو کړل، دا خو داسې نه ده سبا نور انتخابات کېږي دا چې خراب شول، بیا خو خلک په دې پروسه باور نه کوي، ماته چې د يو افغان په توګه ځورونکې ده، هغه اصلي زخمونو ته هېڅوک پټۍ نه وروړي، اوس فکر وکړئ د قدرت جزيرې، هغوی باندې هېڅوک بحث نه کوي، چې کله مواد هلته لاړ شي د هماغو وي، حتی د کميسون له صلاحيت نه وځي، کميسون هم ملامت دی، په دې خاطر زه وايم چې کميسون که خپل نظارت ډېر کړي، مواد يې باطل کړي، بيخې داسې نه ده چې دوی هېڅ مشکل نه لري، انتخابات داسې ډيزاين شي چې کله کله هغه د کميسون ښه کارکوونکي بيا خوله نه شي خوځولی، خو اکثريت خلک چې استخدام شوي د کانديد (له خوا) حمله شوې، اوس هغه ته څوک لاس نه وروړي، د استخدام پروسې ته څوک لاس نه وروړي، دا د حکومت مداخلې ته څوک لاس نه وروړي، دا چې کانديد څومره په رواني لحاظ په تقلب باندې متکي دی هغه ته څوک لاس نه ور وړي.
زه دوه خبرې لرم، اسانه منطق، په ۲۰۰۹ ډاکتر عزيزالله لودين و، په تقلب تورن شو، وایی دوی تقلب وکړ، ۲۰۱۰ کال شو، هېڅ عزيز الله لودين رئيس نه و، معنوی راغی، د کمشنر په لرې کولو که مشکل حليدای د معنوي په وخت کې بايد تقلب نه وی شوی، يا حد اقل راکم شوی وای، هغه خو زيات شو، بیا معنوي ته اعدام هم وغوښتل شو، جنجال هم راغی، هغه هم لاړ، بل ټيم راغی، نورستانی صېب او شکايتو کميسون مونږه راغلو، بل ټيم انتخابات وکړل، هېڅ هغه کمشنران نه و، بل تقلب وشو، هغه اندازه که نه و په نيمايي خو يې وشو، يانې د افرادو لرې کول مونږ تجربه کړي، چې ګټه نه لري، زه وايم چې درغلۍ پکې وشوې ۸،۵ لکه رايې ډېرې رايې دي، جنجال راغی داسې حکومت رامنځ ته شو، که په دې کې زه ځان مثال ورکړم، که په دې کې ما لاس درلود، زما د اشتباه زما د ضعف يا زما د سو مديريت یا د فساد له امله هر نوم چې ورکړې، (مثال) دا انتخابات ما همداسې قصداً مديرت کړل، چې همداسې شي، نو اوس خو د انتخاباتو نه د اساسي قانون له مخې که په اقتصادي لحاظ وي ما څو ميلونه ډالر افغانستان ته تاوان رسولی، که په سياسي لحاظ وي همدا اوس مې دوه سره حکومت رامنځ ته کړی، که چېرته په حقوقي لحاظ وي همدا اوس مې اساسي قانون د پښو لاندې کړی، اوس ماته وایي ته لاړ شه په کور کېنه اولادو سره دې، یا عزت الله ځواب او الهام سره کيسې وکړه، دا ماته جزا راکول دي که امتياز راکول دي؟دا خو امتياز دی که نه! زه دې دومره لوی تاوانونه ملک ته واړوم، بیا ماته داسې اجازه راکوي، زه خو باید د عدلي تعقيب لاندې ونيول شم، زه بايد اعدام شم، که دا کارونه مې کړي وي .
ښه، دلته خو خبره بله ده، (هغه دا چې) دا نور انتخابات هم همدا تاسې مردار کړل، خراب مو کړل او کميسون تاسې استخدام کړ، د قدرت جزايرو سره تاسې معاملې وکړې، حکومت سره تاسې معامله وکړله، بلاخره تر ملک پورې تاسې پيسې ورکړلې، اوس چې واک ته راغلي ياست غواړئ چې کميسونو کې هم خپل افراد کېنوئ، چې دا د ولس ټوله اراده په خپل لاس کې ونيسئ.
يو وخت کې په روسيه کې ستالين تصميم ونيو، اعلان يې وکړ چې انتخابات کوو، نو د کمونست ګوند خلک پرې راټول شول، چې ته لکه چې د سوسياليست او کمونسټ د شعار تاثير لاندې راغلی يې چې شورويان واقعاً مونږ غواړي، اصلاً زموږ رژيم يو انتخابي رژيم نه دی، دا ولس مونږه نه غواړي، مونږه په زوره پرې تحميل يوو، چې انتخابات وکړې، تاته يوه رايه څوک نه درکوي، څه ګټه؟ستالين ورته وويل، تاسې شور مه کوئ، صحيح ده، پرېږده چې دا خلک رايه ورکړي، خو حسابوو يې بیا مونږ.
دا خلک غواړي چې دا د رايو شمارپه خپل لاس کې واخلي، ځکه دوی ته معلوم يوو، زمونږ پاکۍ او قاطعيت باندې تر ټولو ډېر عبدالله پوهېږي، تر ټولو ډېر غني پوهېږي، غني خو يې تر فشار لاندې ونيو، بې وسه يې کړو، تر ټولو ډېر تاوان ډاکتر غني کوي، اوس خو چې هر څنګه وي دغه نظام رامنځ ته شوی دی، دوی سياسي تفاهم نامه هم لري، زه اسانه منطق وايم، دوه دليله وایم، اول؛ که عبدالله په دې سياسي توافق نامه باندې باور درلود بیا یې ولې د ولسمشر غني نه د اجرايه رياست فرمان واخيست؟ هغه چې د تحليف مراسم اجرا کړل، بیا یې دغه فرمان امضاء کړ چې ته اجرايه رئيس يې، نو چې سياسي توافق نامه وه ته خو پکې تيار اجرایه رئيس وې، نو څه ته دې فرمان اخيسته، خو خپله عبدالله هم باور نه لري، هغه خپل مشروعيت بايد د غني امضا نه اخيستی وای، غني رئيس جمهور و، بله خبره دا وه چې کله سياسي تفاهم نامه وي او انتخابات باطلوي، (بيا خو) مونږ ټول انسانان يوو، زما او ډاکتر غني حق د اتباعو د لحاظه (يو ډول دی)، زه او عبدالله څه فرق لرو؟ تاسې او عبدالله څه توپير لرئ؟ بیا ولې مونږ او تاسې حکومت نه جوړوو، خو دا دوو نفرو چې حکومت جوړ کړ د انتخاباتو په اساس يې حکومت جوړ کړ.
اوس دا د ولس رايه زمونږ له طريقه انتقال شوه، صحيح ده، کله چې زما امضاء بې اعتباره شي، زه چې کله عزل کېږم، عزل اداري جزا ده، زه چې مجازات وينم د څه شي لپاره يې وينم؟ خو د تقلب تور راباندې دی، نو زه چې کله فاسد معرفي شم، زه عزلېږم، بیا زما امضاء اعتبار لري؟ یانې زه ظرف يم، زه ګيلاس يم په ما کې اوبه دي، دا زه چې باد شم، مضروف یا اوبه پکې پاتې کېږي؟ اوبه پخپله توېږي.
– دوی لکه په ځان چې عريضه کوي؟
– زه همدا وایم، ډاکتر غني ډېر تاوان کوي، عبدالله خو هسې هم مشروعيت نه لري، هوایي سړی دی، د ډاکتر غني فرمان هم هغه ته مشروعيت نه ورکوي، ځکه رئيس جمهور د اساسي قانون مافوق حکم چاته نه شي ورکولای، عبدالله غواړي چې ډاکتر غني هم ځان غوندې کړي، ډاکتر غني بېچاره مقاومت نه شي کولای، د خارجيانو فشار لاندې دی، خارجيان بیا نورې اجنډا وې لري، اوس زه چې کله عزل شم، زما امضاء اعتبار نه لري، انتخابات څه اعتبار لري؟ زه نه مې مفهوم دا ټول کمشنران دي، انتخابات باطل شول، بیا ډاکتر غني ځان ته مشروع ولسمشر ویلی شي؟ خو اول به ته پوښتنه ترې وکړې، چې رئيس صېب، تا خو د رئيس جمهور په توګه د تحليف مراسمو کې وويل چې عدالت رعايتوم، اساسي قانون به رعايتوم، که ستار سعادت ګناه نه درلوده، که عبدالرحمن هوتکي، که عظيمي، که دوی ګناه نه درلوده او تا عزل کړل، نو تا خو عدالت نقض کړ، ته خو عادل نه يې بیا خو چې ته عادل نه يې، نو له تانه متابعت شرعاً روا نه دی او که چېرته دوی ګناه کړې وه، ته رئيس جمهور نه وې، تا چې د دوی په عزل امضاء وکړه مانا يې دا ده چې دا خلک چې تقلب تقلب وایي رښتیا وایي، نو تاسې ټولو لاس يو کړی و، نو يو شی وئ، (بيا) نو ته ولې رئيس جمهور يې، خو ته هم متقلب يې.
– د انتخاباتو د کميسون خپلواکي هم سوال لاندې ده، دوی خپله په تېروڅو دورو انتخاباتو کې خپل استقلالیت ثابت نه شو کړای؟
– نه زه فکر کوم، د عزيزالله لودين په وخت کې د انتخاباتو کميسون خپل استقلاليت پوره وساته، ښه په قوت يې وساته، د معنوي په وخت کې يې ونه شو ساتلای، ځکه معنوي طبعتاً ډېر زيات ارګ سره تړلی سړی و، ډېر يې دا خوښېده څه چې پاس نه ورته وویل شي دا يې په سترګو عملي کړي.
حتا په دې خبره په خپله اعتراف هم کوي، هغه بله شپه يې ويلي چې ما ولسمشر ته وویل، وخت له مخکې هر څوک چې ته انتخابوې زه يې انتخابوم او ډاکتر نو رستاني هم د کميسون استقلاليت حفظ نه شو کړای، اما د شکايتو کميسون استقلاليت حفط کړ، ما په ټولو تهديدونو کې خپله نهايې فيصله وکړه، سياسي توافقنامه بيخي لاسليک شوې نه وه، يوه اونۍ مخکې مې فيصله وکړه، رقم رقم تهديدونه راته راغلل، چې موټر دې په راکټ ولي، دا کېږي هغه کېږي.. وسله وال بريد درباندې کېږي، ما د افغانستان تاريخ، اساسي قانون او د دې کميسون استقلاليت وساته، فيصله مې وکړه، د ستاسې ټولو په ياد ده او کميسون ته چې ورغله کميسون اعلانولای نه شوه، بیا یې نقص کړه، را و يې لېږله، تاسې په جريان کې ياستئ، چې ما په يو ساعت کې بېرته تاکيد پرې وکړ، بېرته مې ور واستوله، اعلان يې نه شوه کړای.
– دا اوس هم د دوی تر منځ په کميسون باندې جنجال شته دی؟نورستانی يې سفير وټاکلو، ګمان کيږي چې ولسمشر غني غواړي دا (نورستانی) په اصطلاح دروند کړي او د نظام برخه يې کړي، هغه نتيجه چې د ټاکنو کميسون ډېر وروسته اعلان کړه هغه به ورسره درنه شي، خو برعکس عبدالله بیا غواړي چې هغه محاکمه شي، سپک شي او په کور کېنول شي، يا څارنوالۍ ته معرفي شي، چې همدغسې نتيجه هم سپکه شي، نو په دومره خبرو کې دوی سره نه جوړېږي فکر کوې چې د کميسيون په اصلاحاتو به سره جوړ شي او کومې نتيجې ته به سره ورسيږي؟
– د نورستاني د درنولو او سپکولو کيسه همدغسې ده لکه تا چې وکړه، ډاکتر عبدالله په دې قضيې کې ډېر جالب رول لوبوي، په دې اړه يوه کيسه راياده شوه، وايي؛ يو وخت د يوې ګيدړې لکۍ پرې شوه، نو بیا به دې نورو ګيدړو پېغور ورکاوه چې ته لکۍ نه لرې، دې ځان سره فکر وکړ چې داسې خو ګوزاره نه کېږي، چې نورو سره دې فرق وي، بله ورځ يې ګيدړې راټولې کړې، دا ټولو کې هوښياره وه، دې دا نورې راټولې کړې، ورته ويې ویل لوبه کوو، ګيدړو ویل څه لوبه کوو؟ دې ورته ویل لکۍ به وتړو، اهسته اهسته همدغسې ګردې به تاوېږو، دا به لوبه وي. نو دې خو لکۍ نه درلوده، د دې ټولو لکۍ ګانې يې کلکې وتړلې، بیا يې وویل چې زه به لږ په لوړه کېنم چې ښکاريان رانشي، چې کله دېوال ته وختله، چغه يې کړه چې تښتئ چې تازيان هم را روان دي او ښکاريان هم را روان دي، دې ګېدړو زور وکړ، زور کې د ټولو لکۍ وشکېدلې، بیا به دغه ګېدړه له نورو سره ګرځېدله چې نورو به ترې پوښتنه وکړه، چې لکۍ مو ولې نشته؟ نو دې به ويل مونږ ذاتيان يوو.نو ډاکتر صېب عبدالله هم غواړي چې ټول ذاتيان کړي، نور کومه خبره په دې کې نشته، دا چې د درندولو مسله وه، ولسمشر کرزي دې برخه کې ډېر ژر اقدام کاوه، د ولسمشر غني نه د مقاومت فکتور د ولسمشر کرزي زيات و، مثلاً: هغه نه هم وغوښتل شول چې عبدالله اجرايه رئيس کړي، هغه نه کړ او په عزيزالله لودين تر نورستاني ډېرې ادعاګانې وې، په ياد مو دي هغه وخت هم عبدالله د هغه عزل غوښته، هغه عزل نه کړ، خو کله چې د لودين دوره پوره شوه، نجفي د دارالانشا رئيس، چې د هغه دوره پوره شوه، يو يې وزير د ترانسپورت مقرر کړ او خپله لودين يې فساد سره د مبارزې د ادارې مشر مقرر کړ، د پروتوکول له لحاظه به يې دایم له ټولو وزيرانو مخکې کېنولو، ولې يې د فساد سره د مبارزې مشر کړ، کرزی په لودين مئين نه و، خلکو ته يې داسې ښودل چې د ا هغه د زمزم اوبه دي چې زه اوس پرې ځان مينځم، یانې ما له دغې نه خپل مشروعيت اخيستی.
– کرزی هم د دواړو ټيمونو په توافق خوښ و او رول يې پکې درلود؟
– شايد زما اطلاعات په دې برخه کې له تاسې ډېر وي، خو ډېر زيات هم نه دي، زما اطلاعات داسې نه تائيدوي، زما اطلاعات داشی تايئدوي چې ولسمشر کرزي ولسمشر غني ته ويلي و چې ته سياسي معامله مه کوه، امريکايان به یا ما قبلوي یا به تا قبلوي، تا سره زندان کې اوسي خو ما سره رياست جمهوري کې نور مزل نه کوي، ته پښې بندې کړه، له خپل مشروعيت نه دې دفاع وکړه، رايو نه دفاع وکړه، امريکايانو سره يې مه منه، امريکايان ما سره نه اوسېږي، نو ته راځې او دوی غاړه ږدي، خو ولسمشر غني ته يې چا په ټيم کې مشوره ورکړې وه چې کرزی په تا باندې چل کوي، هغه غواړي چې ته دا خبره ونه منې او نهايت کې دا بېرته په قدرت کې پاتې شي، ولسمشر غني وډار شو، چې دا خو رښتيا هم داسې کېږي، نو زه که جنجال وکړم او کرزی په حکومت کې پاتې شو، انتخابات باطل شول، زه خو چانس نه لرم لاړاو عاجل يې معامه وکړه.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي