غږ

لنډه کيسه/ نصرت ارمان
[pukhto]
– کاش چې هلک وي!
د زرغون دې خبرې کشمالې ته خوند ورنکړ.
– نه. نه چې جينۍ وي، ښه به وي. ما سره به ګوډيانې کوي.
دواړه انګړ کې د بوڼ نه اوبدل شوي کټ کې ناست وو، د کټ څنګ ته شنه پلاستيکي درۍ خوره وه، د سهارني چايو په پاتې شونو مچان راټول شوي وو.
د کوټې دروازه راخلاصه شوه، د هغوی انتظار پای ته رسېدلی و، مور يې چې لاسونه بډ وهلي وو، په تادۍ راووته، په خوله يې خندا وه، بچيو ته يې مخ کړ.
– د اسد کاکا مو زوی شوی.
او دې سره زرغون او کشمالې کاکا ته د زيري رسولو لپاره منډه کړه.
***
د لمر سوزنده وړانګې د مزدورانو وجودونه سيزي، له تيږو سره د پلکونو، جبلونو او ګينټيود لګېدو اوازونو دې ځای ته ژوند وربښلی.
د غره سر کې په لسګونو مزدوران په تيږو ماتولو او لاندې کولولو د یو بل نه بې پروا اخته دي. ټولو د خپلو ستړيو او دردونو کيسې په زړونو تېرولې.
– سرتوره! ګوره چې سبا دې هېرې نشي.
سرتور ګوزار ته جيګ کړی پلک کېښود، لکه د لاسونو توان يې چې ختم شوی وي. له ملا نه يې تړلی څادر راخلاص کړ، د مخ خوله يې پرې وچه کړه او بیا د بلې تيږي سيوري ته تکيه شو.
اسد هم جبل وغورځاوه او څنګ ته يې ورغی.
– ياره! ته زما خبره ټوکه مه ګڼه. نن به د زيري غږ اورم.
دوی له تېرو پنځو کلونو دلته سره کار کاوه او له کله نه يې چې سره پېژندلي وو، نو د اسد سترګې داسې زيري ته وې چې نن بيا پرې غږېده.
سرتور د لاس له ګوتو ټکونه وويستل، ويې موسل او پښو ته په کتو شو. د تيږو چرو څو ځايه د وينو نوي ټاکي جوړ کړي وو. بېرته اسد ته په ليدو شو. په اوږه يې لاس ورکېښود.
– خدای دې همداسې وکړي. نه به يې هېروم. د دوو پرځای څلور چرګې درته راوړم. له وريندار نه زياتې نه دي!
د اسد زړه باغ، باغ شو. د کلي خواته يې سترګې ونيولې، ټوله لار يې له نظره تېره کړه، دوه ماشومان يې غره ته په راتلو وليدل، چې منډې يې راوهلې.
د سرتور پام نه و، اسد له ځايه پاڅېد.
– زيری يې راوړی!
او له دې ويلو سره په لاندې کېوتو شو.
***
کشماله او زرغون تر ډېره ځايه په منډه وو او بيا يې په ستړو قدمونو غره ته د لار لنډول پيل کړل. د کشمالې چې ساه پر ځای شوه، نو زرغون يې له لاسه راونيوه، په بل لاس يې غره کې په کار لګيا مزدوران ور وښودل.
– د کاکا ملګري به هم شيريني راکړي.
زرغون يې چې خبره واورېده، لاس يې ترې کش کړ.
– زه يې پرې له تا مخکې کوم.
هغه منډه کړه.
***
سرتور ماشومانو ته په کتو شو او چې څو يې اسد پسې غږ کاوه، هغه د غره نيمايي ته رسېدلی و. دا هم ودرېده او ورپسې په کوزېدو شو.
د مرګ چغې غر ولړزوه، د مزدورانو زړونه په دربېدو شوو، دې چغې هغوی ته دلته ټولې خاموشې چغې وريادې کړې. شېبې به نه وې وتې چې د سرتور غږونه شول.
– هلئ. هلئ…. خو هغه د مرستې غوښتو لپاره بل غږ ونشو ويستی، ځکه ليدل يې چې کشماله او زرغون غره ته په رارسېدو دي!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي