فعاله جسم تر فعاله ماشين ښه دی

ژباړه: رضاءالله ځار
[pukhto]
طبيعي خبره ده، چې مونږ ټول غواړو چې يو ښه او خوشاله ژوند ولرو، خو ژوند کې ډېر زيات ځورېږو او نه شو کولای چې خپل ژوند جوړ کړو.
د يو ښه ژوند لپاره دغه ۷ ټکي مهم دي:
۱- د تېرو تېروتنو په وړاندې مسوليت اخستل:
دا واقعيت دی، چې مونږ ټولو نه په تېر ژوند کې تېروتنې شوي؛ خو دې تېروتنو ته وخاندئ او د دې لپاره خوشاله اوسئ چې مونږ نه تېروتنې شوې دي.
حيران شوئ!؟ ښه، بايد ووايم که چېرته ستا په ژوند کې هېڅ تېروتنه نه وی شوی نو هغه څه چې تاسره اوس دي، له دې به محروم وی، ژوند په خپل ځان کې ډېر څه لري او دا هم د ژوند د ښکلا يوه برخه ده، دا هغه عملونه دي چې ته ترې څه زده کوې، که په تېر ژوند کې تا څومره سختۍ تېرې کړې وي، ته بايد خپل راتلونکي ته خنډ ونه ګرځې، ځکه چې ته په خپله ځان ته سزا ورکوې، د دې پر ځای چې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړې، ځان نور هم په مشکلاتو کې ګېروې.
ستا ژوند ستا په داستان کې دی، د دې په خاطر وېرېږې، چې دويم ځلې په ځمکه ونه غورځې، خپل ځان د هغه چانسونو نه چې ته يې لرې او استفاده ترې کولای شې مه محروموه، څه چې درته مهم دي، هغه دا دي چې همېشه مخکې تګ کوه او خپلې لار ته ادامه ورکړه.
۲- راتلونکې ته په هر حال رسو!
هر څه چې لرو همدا شېبه دي، ښه دي او که بد!؟ ځکه چې مونږ هر وخت او هر ځای ته لاسرسی نه لرو، دا چې ته د بلې ورځ او يا د بل وخت په اړه فکر وکړې، نو فقط هغه د خپل وخت حالت خرابوې. Click فلم دې ليدلی؟ په دغه فلم کې د يو انسان ډوله روباټ ژوند رانغاړل شوی، چې په کې کولای شي چې د خپل ژوند هره لحظه رد يا خوښه کړي، د خپل ژوند ټول کارونه پرې صحي کوي؛ خو بيا هم خوشاله نه وي، هغه پوه شوی وي، انسان چې هرڅه لري همدغه لحظه دي او که څوک وغواړي چې خپله موجود وخت رد کړي، نو ټول ژوند به نابود کړي.
د زياتو انسانو په جايزو اخستلو باندې ډېر تمرکز وي، خو کله چې هغه لاسته راوړي نو بيا هم راضي نه وي، په هغه لاره تلل چې د جايزې اخستلو په لور رهي شوي وي له دې نه ډېره مهمه ده چې د کار په اخر کې مډال واخلي، نو راځئ! د خپلې لارې څخه خوند واخلئ، ښه وختونه او بد وختونه مو شاته وغورځوئ او له هغې درس واخلئ، راتلونکې ته په هر حال رسو، نو بهتره دا ده چې د نن ورځې کار نن ترسره کړو.
۳- له هرې شېبې خوند واخلئ
هغه څه چې ډېر يې بايد په اړه فکرمند اوسو، دا دي چې بايد د يو کار د شروع لپاره راتلونکي ته په تمه نه شو، نو خوشالي هم همداسې ده، خوشاليو ته بايد په تمه نه شو، خوشالي د ايمان سره اړيکه لري، دا بايد ځان ته په خپله سازه کړو، په دې کار سره کولای شو چې لږ خپل ژوند د هغو خلکو چې داسې فکر نه لري ښه پر مخ ويوسو.
که د هغه کوچنيو شيانو په قدر وپوهېږو، چې په اوس ژوند کې يې لرو، نو ډېر څه به لاسته راوړو، له هرې شېبې خوند واخلئ او ښکلا د ژوند په عادي څيزونو کې وګورئ، دا چې نن ورځ خوشاله تېره کړئ، زياتو شيانو ته اړتيا نشته.
۴- وحشت مه کوئ!
څرنګه چې اب و هوا مختلف فصلونه لري، ژوند يې هم لري، که چېرې ژوند ته فکر وکړئ، هر څه بدلېدونکي دي، هېڅ شې په کې د يوې اوږدې مودې لپاره نه پاتې کېږي، زمونږ په اړه هم همداسې ده، په يقين سره چې اوس مونږ څه يو مخکې نه وو، که چېرته اوس لږ احساس دې کړې وي چې په ژوند کې هېڅ شې دايمي نه دی.
په ياد دې وي، هغه څه چې تا ته اوس در رسېدلي دي دا ستا د ژوند له يوې برخې څخه دي او په ځان کاميابولو سره کولای شي چې نور يې هم ښه کړې، په هر حال که د ژوند په ټولو چارو کنټرول نه لرئ؛ خو وحشت مه کوئ!
ځينې وخت اړتيا ده چې نوي شيان تجربه کړې، چې تر څو نوې درس زده، پرمختګ کوونکې او د ښه ژوند څښتن اوسې. صرف په دې دليل هغه څه چې ته يې اوس نه وينې، په دې مانا نه ده چې هېڅ وخت به يې ونه وينې!
۵- هر ځلې چې په ځمکه غورځې؛ بيا پورته کېږه!
هر هغه څه چې نه يې لرئ؛ صرف له دې امله چې تاسې توانيدلې نه ياست؛ چې خپلو هدفونو ته ورسئ، دا په دې مانا نه ده چې تاسې ځان ته اجازه نه ورکوئ چې همدا اوس خوشاله يو، ممکنه ده فکر وکړئ، هغه وخت کامياب يو چې څه مو غوښتي دي او ورسيدلې يو. دا يو سفر دی، د هغه چا لپاره چې خپل وخت يې پيژندلې وي او د هرې هغه لحظې په ارزښت پوه وي چې مصرفوي يې، هر ځلې چې په ځمکه غورځئ؛ بيا پورته کېږئ، هر هغه څوک چې درسره دي او که ته يې پريښی يې، پرې شکر ګذار اوسه، په ارزښت قايله کېدل، د يو ښه ژوند لپاره يوه وړه لار ده.
۶- د يو اسانه ژوند لپاره دعا مه کوئ!
د هېچا ژوند مکمل نه دی، په حقيقيت کې هېڅ څيز په ژوند کې مکمل نه دی، دا د هغه څه کمال نه دی چې ته يې په لټه کې يې، ممکنه ده چې په اړه يې وواياست چې دا زمونږ په خوښيو کې رول لري، مګر د دغې کار په اړه شکي مه اوسئ.
د ژوند ارزښت هم همداسې دی، رنګونه، په زړه پورې شيان، مشکلات، خوشالۍ د دې ټولو په اړه بايد ستا سترګې خلاصې وي، چې د ښه کېدو لپاره يو ښه ژوند نه لرې، سختۍ، ستونزې، خنډونه تاسې قوي کوي او درسره مرسته کوي چې د ژوند ښکلا حس کړئ.
د يو اسانه ژوند لپاره دعا مه کوئ! بلکې دعا وکړئ چې يو داسې قوت ولرئ چې سختۍ قبولې کړئ او د خپل ژوند په ارزښت وپوهېږئ.
۷- فعاله جسم تر فعاله ماشين ښه دی!
مونږ زياتره د دې فکر غلامان يو، چې په پېسو سره کولای شو يو څه واخلو، خو له ياده مو ونه وځي چې په پېسو سره نه شو کولای چې ځينې څيزونه واخلو.
په ياد لره چې پيسې تل ستاسې په ذهن کې ځای لري مګر په زړه کې نه! اصلي شتمني پيسې نه دي، هغه نعمتونه چې يې لرو مونږ شتمن کوي، فعاله جسم تر فعاله ماشين ښه دی!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي