67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

فلسفه څه شی دی؟

شمس الدين شمس

[pukhto]
په ټوله کې هيڅکله نشو ویلای فلسفه څه شی دی؛يعنې هيڅ کله نشو ویلی:چې فلسفه څه ده او څه نه ده. فسلسفه يو ازاد انساني فعاليت دی چې نشو کولای په يو خاص امر پورې يې وتړو.
د فلسفې د علم لرغونوالی د ځمکې پر مخ د انسان له پيدايښت سره تړلی دی چې د وخت په تېرېدو سره په کې ډير بدلونونه راغلي دي.
ددې لپاره چې د فلسفې د علم په اصلي معنا پوه شو تر وسه وسه کوښښ کوو چې د فلسفې ټولمنلې پيژنګلوي تر تاسې در وسوو.
د فلسفې وييکې: د فلسفې وييکی(philosophy) يا فیلوسوفیا يو يوناني وييکی دی. چې په ټوله کې له دوه برخو رغول شوی دی. فيلو د خوښوونکی په مانا او سوفیا د پوهې په مانا راغلی دی. او لومړنی کس چې دا کلمه يې وکاروله فیساغورث وه. کله چې له هغې څخه وپوښتل شول آیا ته يو پوه انسان يې؟
ځواب يې ورکړ نه: بلکې د پوهې خوښوونکی یم ‏چې په همدې اساس فلسفه له پيدايښت څخه د مینه، پوهه او حکمت په معنا راغلي ده.
‏د فلسفې تعريف: فلسفه د هغې مسایلو او موضوعاتو په اړه فکر کول دي چې په ژوند کې ورسره مخامخ يو.او فلسفه هغه وخت رامنځته کيږي کله چې موږ د ځان او جهان په اړه بنسټيزې پوښتنې کوو. ‏
د بیلګې په ډول ‏ښکلا څه ده؟
له پيدايښت څخه مخکې چيرته وو؟
د زمانې حقیقتونه څه دي؟
ايا د نړۍ پيدايښت موخې لري؟
ايا ژوند مانا لري،که لري يې نو څه ډول د ژوند په مانا پوه شو؟
حقیقتونه پيژنو خو د حقيقتونو مانا څه ده؟
ايا د انسان پرخليک د انسان په خپلو لاسونو کې دی که له بل لورې ټاکل کيږې؟
څنګه وپوهیږو چې موږ په خوب کې (ويده) نه يو؟
خدای څه دی؟ ‏
دا او دې ته ورته لسګونه نورې پوښتنې چې زموږ په ذهن کې راڅرخي فلسفه يې بولي.
‏ د پورتنيو پوښتنو له مخې پوهيږو چې فلسفه ځنې ځانګړی خبرې او پوهه ده چې په نورو علومو کې د فلسفې پوښتنو ته ځواب موندل ګران کار دی. ‏
د بېلګې په ډول په يوه علم کې هم دې پوښتنو ته چې حقيقت يا واقیعت څه شی دی؟ او يا انصاف څه شی دی؟ ځواب نشو موندلی.
چې دا نو بیا د فلسفې ځانګړنه ده ‏د فلسفې موضوعاتو بله ځانګړنه تلپاتې والې يا هميشه ګي ده.
فلسفه د ځانګړو حقيقتونو مطالعه ده خو هغه ډول نه چې بیلابیلو علومو د حقيقتونو په اړه لیکلې دي.
د بیلګې په ډول د فزيک علم د مادي توکو په اړه کښلې دي چې څه ډول استوګنه او حرکت کوي او د چاپيريال پيژندنې علم د ژونديو موجوداتو په اړه لیکلي دي چې څه ډول پيداکيږي او څه ډول ژوند پر مخ وړي. ‏
مګر په فلسفه کې ترټولو مهمه خبره، د هرې موضوع په اړه فکر کول دي.يا په بله وينا په فلسفه کې په انسان هيڅ قسم قيد او شرط نه شته او کولای شئ چې ازادانه فکر وکړئ. ‏
د همدې لپاره خو ارسطو د فلسفې په اړه وايي چې: فلسفه د موجوداتو په حالت او څرنګوالي هغه شان پوهیدل دي څه ډول چې وجود ولري.
يا په بله وينا فلسفه د انسان د عقلي او فکري وړتياوو کارول دي چې انسان يې پر مټ کولای شي چې توکې او پیښې د لوړو ليدلورو له مخې تر څيړنې لاندې ونيسي چې بیا په همدې ډول ورځنۍ کړنې او پیښې په پوره باور،اطمينان او هوساينې پر ځان مني.
د ‏فلسفې پر مټ کولای شو چې د نړۍ اصيلو او بنسټیزو حقیقتونو ته ځان ورسوو.
ابن سينا په دې اړه لیکې: فلسفه د نړی د ټولو توکو په حقايقو ځان پوهول دي څومره چې انسان ته لازمه ده.

[/pukhto]

4 خوښونې

اړوند مطالب

ډاکټر ناکامورا
کیم جونګ اون
لوڅ شخصیت
د افغان حکومت یوه مهمه کمزوري
د مازيګر بنډار شپږ ويشتمه ناسته وکړه
د مازيګر بنډار پنځمه ناسته وکړه
خدمت
هسې یوه خبره مې کوله…

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2017
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /