فيسبوکي صيب

لنډه کيسه- نصرت ارمان
[pukhto]
کوټې ته په ورننوتو مې ملګرى خبر نه شو، بالښت ته تکيه کړی ناست و، يوه پښه يې په بله اړولې وه، سترګې يې د موبايل سکرين ته وې او ګوتې يې پرې ټکولې.
چې ومې ټوخل راپام يې شو، موبايل يې په توشک کېښود.
– په خير توريه. زما کوټې ته راچکر شوې!
– ته خو نه راتلې، زه درپسې راغلم، سخت غرق تللی يې هلکه.
هغه زه له غېږې لرې کړم، کېنه، کېنه.
په مخامخ توشک ورته کېناستم، لاس يې بيا موبايل پسې وغځېده او لکه د مخکې چوپتيا شوه، فکر مې وکړ چې زما راتګ ترې هېر شو، ځکه نور يې نه له خولې غږ خاته او نه يې سترګې را اړولې. کله به يې په مخ خوښي راڅرګنده شوه او کله به يې بېرته په تندي دولس بجې شوې.
ورغلم او څنګ ته يې کېناستم، چې پوی شم دا څه کيسه روانه ده؟
– يار دا تا څه روان کړي دي؟ موږ ناست يو درته او ته موبايل کې ورک يې.
لنډ يې راوکتل، خبرې مې خوند ورنکړ.
– ته صبر شه. دا يو کمنټ کوم بيا به خبرې…
ما يې خبره ونيوه.
– څنګه کمنټ؟
غږ يې اوچت شو: کمنټ، کمنټ دا نظر ته وايي..
– نو ته نظر ورکوی شې؟ او رښتيا دا تا نه چا غوښتی؟
له بالښته رانېغ شو.
– خوار شې، نظر نو څه سخت دی؟ يا هو کوه، يا نه. خو زه نه ځکه نه کوم، چې بيا سپيناوی غواړي.
بس چاته وايو ډېر ښه، چاته وا، وا. منم دې. يا موافق يم…
او دا له ما چا غوښتی نه دی، زه يې خپله ورکوم.
ما ته يې خندا راوسته..
د هغه سترګې برګې شوې.
– ولې خاندې؟ ته نه پوهېږې چې هر څه په بدل دي؟ که زه يې ورنکړم، ما ته يې هم څوک نه راکوي!
او هغه بېرته په ګوتو ټکولو شو. ما ورته کتل… ناڅاپه يې بيا رامخ کړ.
– دا خنځير ګوره! دوه سوه کمنټ ورته شوي او لايکونه يې له زرو اوړي.
– نو دا به يې همدومره خلکو ته ورکوي کنه!
– نه. نه.
حيران شوم: خو تا ويل چې په بدل دي!
لاس يې په اوږه راکېښود.
– دلته هم ملکان شته، هغوی يې چاته نه ورکوي، خو خلک يې ورکوي. دا يو ملک دی. خپله سم خوشاله او ساعت يې تېر دی، خو پوسټونه د غم او ژړا کوي.
– څنګه پوسټونه؟!
– پوسټ، د دې ملک چټيات دي کنه، دلته هر څوک خپله سندره غږوي او تا غوندې کدوان چې سندره ورسره نه وي، بيا عکسونه نشروي او نورو ته لايک او کمنټ کوي. خو اوس ډېر copy paste کوي، چې بيا نو ورته دا نور د ماسټرانو په سترګه ګوري.
ما ځان ته له ايښې جايک نه ګيلاس راډک کړ، غاړه مې تازه کړه.
– دا Copy paste باندې دې پوی نشوم!
ويې خندل او بيا يې يو دم زما مخامخ جېب ته رالاس کړ، پيسې يې سره له کاغذونو واخيستې.
– دې ته وايي، مطلب ستا مال را اخيستل او په خپل نوم کول.
– نو خلک نه پوهېږي؟!
– چې پوهېدی، اوس به مو ورځ داسې وی؟ څه چې پوهېږي، يا ړانده شوي او يا يې غږ څوک نه اوري.
– ښه. ښه پوی شوم.
– پوی نه يې کنه توريه! د دې ملکانو هر چټيات په ګلونو تلل کېږي. ډېر لايکونه او کمنټونه خوري، خلک يې شريکوي، خو که دا نور ملغلرې هم ودوړوي، څوک يې پاڼه نه اړوي.
د هغه خبرو زه په فکر کې کړم. خو فکر ته يې پرېنښودم.
– دا وينې؟
– وای. دا خو جينۍ ده!
– همدا نوم يې د جينۍ دی. بيا هغه په يوځای ګوته کېښوده.دا څو دي؟
– ۷۰۰.
– دا لايکونه دي او دا اته اشلې چې دي، دا کمنټونه دي. دا کوم د بې پلاره زوی دی. يوه اونۍ يې شي چې په دې نوم يې جوړه کړې، خو دومره پرمختګ يې کړی چې خلکو په ډېرو کلونو کې نه و کړی، دې وږي تږي مخلوق ته يوازې ښځينه نوم بسنه کوي چې پرې قربان شي.
– ښه پرېږده دا کيسې نورې، خپل حال وايه راته!
– همدا مې حال دی کنه، ټوله ورځ زه يم او دا موبايل. که راسره نه وي، نو بيا حال نشته، بې حاله يم.
– سمه ده، نو زه درنه ځم. چې حال دې خراب نشي.
و يې خندل. او موبايل يې بيا راسترګو ته کړ.
– دا پېژنې؟
– هو. هو. دا خو غټ غل، قاتل او ورانونکی شخص دی، هر څوک يې پېژني.
– ښه نو دا اوس ډېر معتبر شخصيت دی، خلک يې د لاسونو ښکلولو ته ورځي. يوازې دې ته نه، داسې سلګونه نورو خرڅ شويو ته بې شماره چمچې پالش کوي. په صفتونو يې خولې نه ستړې کېږي. په دروغجنو لقبونو يې لمانځي. ځان خبر کړه!
د هغه خبرې ماته نوې وې، بل ما خو لا خپل موبايل په لاس کې نه و نيولی، نو د دننه کيسو نه به يې څه خبر شوی وی؟
له لاسه مې راونيوه: راځه چې بهر ووځو. يار اونۍ وشوه چې له کوټې نه يې راوتلی!
له خندا شين شو.
– ته د فيل په غوږ کې ويده يې. ټوله دنيا همدلته زما لاس کې ده، زه که تا سره بهر ووځم، نو له نړۍ نه به وتلی يم.
– نو اوس ته دې دنيا ته داسې ننوتی يې چې له موږ سره ګرځېدو او خبرو ته دې هم نه پرېږدي؟
هغه موبايل په سپينه قالينه وغورځاوه.
– ته رښتيا وايي توريه. دې بلامړي فيسبوک له بل هر کاره ويستی يم، خو که دا اوس ورته له ننوتو نه توبه وباسم، نو ساعت وروسته به بيا په کې لګيا يم. ګوزاره نشي، شل ځل مې قسم کړی او مات کړی دی!
زه ترې راجيګ شوم: بس ته خپلې دنيا کې اوسه، فيسبوکي صېب! زه لاړم.
هغه خپل موبايل پسې ور اوږود شو: تا ته يې هم بله ورځ جوړوم، استاد به شې، ځه، ورځه!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي