فيل څه ډول حيوان دی

عبدالرحمن ميوند
يوه ډله زده کوونکي راته ولاړ وو، له ما يې د فيل باره کې معلومات غوښتل.
زه هم ورته داسې وغږيدم: کابل ژوبڼ له نن ۲۸ کاله دمخه يو فیل درلود، عبدالواحد يې ساتونکی و. دغه ژوی د ژوبڼ د تاسیس سره سم راوړل شوی و، خلکو به يې له لیدو نه خوند اخیسته.
فیل یواځنې ستر تي لرونکي او شنه واښه خوړونکی حيوان دی، چې په ټوله نړۍ کې په درې ډوله دی، ځنګلي، آسیائي او افریقایي .
دا ډېر هوښیار حیوانات دي، کله چې اهلي شي بیا وحشي کیږي هم نه، ددوی په ډله کې تعداد له ۱۲ زیات وي، د لښکر مشري د ښځينه فيل په غاړه لري، چې د خطر او د خوړو میندلو لپاره خپله ډله په ډېر ښه ډول رهبري کوي.
د اکوسیستم مهمه برخه ګڼل کیږي، ځکه دوی ځمکې کندي، ځان لپاره اوبه برابروي او پرې لامبي د نورو ژویو د خوړو زمینه هم مساعدوي. کوم دانه لرونکي نباتاتو نه چې دوی ترې تغدیه کوي په بل ځای کې غورځوي چې ترڅو نور بوټې زرغون شي.
په همدې خبرو لګيا وم چې شاته مې پام شو، يوه ښکلې ګرد مخې جلۍ ولاړه وه موسکۍ موسکۍ کيده ما ته يې راکتل.
ما ورنه پوښتنه وکړه: څه ته ولاړ ياستئ؟
– وبښې ډېر په زړه پورې معلومات مو ورکړ، ما هم ورنه ډېر څه زده کړ.
– مننه.
– تاسو دلته څه وظيفه لرئ؟
– زه د کابل ژوبڼ معالج ډاکټر یم!
– ډېر ښه، ستاسو نوم؟
– عبدالرحمن میوند
– ډیر ښه ډاکټر صاحب
– تاسو ؟
– زه هوسۍ د کابل پوهنتون محصله یم، یوه کورنۍ دنده لرم غواړم چې د فيل په هکله مالومات وليکم که راسره په دې برخه کې مرسته وکړئ او ځينې پوښتني ځواب کړئ، ډېره مهرباني به مو وي.
– نه هيڅ ستونزه نشته زه په خدمت کې یم.
– د زده کونکو وخت پوره و هغوی هم لاړل.
– هغې لومړې پوښتنه وکړه: د فيلانو تاریخچې په باره کې راته ووایاست؟
– فيلانو ۵۵ میلیون کاله مخکې ژوند کاوه او له میلاد څخه ۴۰۰ کاله د مخه په مختلفو جنګونو کې کارول شي او آن جنګی توکي به پرې هم لیږدول کېدل، تر ډیرو کلونو راپیدیښوا دوی اهلي شوي هم دي.
– په ظاهري بڼه سره که راته یې معرفی کړئ؟
– دغه ژوی ستره تنه، اوږدوالی يې شپږ نيم متره پورې وي، ، ۳ متر لوړوالی، تر ۶۰۰۰ کیلو ګرامو وزن لري، لوی لوی غوږونه چې د ګرمی په موسم کې ځاتنه پرې پکی هم وهي او د نورو فيلانو، ښکاریانو آوازونه تر ۸ کیلومترو پورې آوریدلی شي، اوږد خرطوم لري چې له یو متر څخه زیات اندازه لري او د خوړو اخستلو، تنفس کول، د مینې کولو او نورو څیزونو پورته کولو لپاره ترې ګټه اخلي.
– دوی تر څو کلنۍ ژوند کوي، په څومره وخت کې پچي زيږوي؟
– فيلان تر ۷۰ کلونو پورې ژوندي پاتې کیدای شي، هر درې یا څلور کاله وروسته بچی زیږوي او د حاملګۍ دوران يې تر ۲۲ میاشتو پوری رسیږي.
– فيلان د بوی کولو او لیدلو قوه لري؟
– دوی فوق العاده بوی حس کولای شی خو د لیدلو قوه يې چندان ښه نه برېښي.
– څومره خواړه خوري؟
– ۱۸۰ کیلوګرام.
– څومره اوبه څښلی شي؟
– ۱۹۰ لیتره .
– دوی قوي پښې لري نو ښه تګ به هم کولای شي؟
– دا چې دوی قوي پښې لري خو څیړنو ښودلې چې دوی په ګوتو ګرځي.
– فيلان له څه شي ډاریږي؟
– د شاتو له مچیو څخه ویریږي.
– احساس لري؟
– د ددوې احساس د انساناو په څېر دی ان چې کله د کورنۍ یو غړی يې ناآرام وي دوی ټول يې په ارامیدو بوخت وي او خپله همدردي ورته څرګندوي.
– په یو ساعت کې څومره سرعت لري؟
– ۴۰ کیلومتره
– ولي دوی تل ځانونه په خټو لمدوي؟
– دا ځکه چې د دوې د وجود شته حشرات پوستکی ته ضرر رسوي نو له همدې امله دوی ځانونه په خټو لمدوي چې له دې ستونزی خلاص شي.
– د کابل ژوبڼ فيل څه شو؟
– کابل ژوبڼ د جهادي تنظیمونو خپلمنځیو جګړو پرمهال لومړی کرښه وه، د خونړیو او ویرجنو کلونو نښه همدا وه چې قفس يې په آوان ولګید او فيل مړ شو.
– آیا فيل راوړئ؟
– فيل د نورو اکثرو وحشی ژویو په څیر په ټوله نړي کې کمیابه شوی او نسل يې د ورکیدو په حال کې دی نو نړیوال نه غواړي چې دغه ژوی د ژوبڼونو کې وساتل شی باید په خپل اصلی استوګنځیو کې د دوې نسل پاتې شي ترڅو له دوی څخه ښه نسلګیري وشي چې له سرې کرښی واوړي.
– ولې دوی کم شوي دي؟
– دا ډېر عوامل لري چې، د چاپریال ککړېدل، د ځنګلونو وهل، ناامني، وچکالي، ښکار، د غذایی موادو کمبود او د حاملګۍ اوږد مهاله دوره ده چې دوی يې په سره کرښه درولی.
– ډېره زیاته مننه کوم ښاغلی ډاکټر صیب، ستاسو له مالوماتو نه، خدای تعالی دې تاسو په شان خلک په دې کړیدلی هیواد کې د لا زیات خدمت جوګه کړي.
– آغلې هوسۍ! له تاسو څخه هم مننه، په خپلو چارو کې بریالۍ اوسې.
ډېر خوشاله شوم چې زمونږ خلک ويښ شوي او د برياليتوب په لور ګام اخلي.
ستړی شوی وم، خوا کې فيل خانې ته مې وکتل اوس په کې د فيل پر ځای وحشي غواګانې ولاړې وې…؟
تبصرې
تبصرې بندې دي