فکري پياوړتيا

هيله پښتنه
تاسې به شايد ډېر ځلې اورېدلې وي، چې ځېني کسان د فکري پياوړتېا په هکله غږېږي، خو پوښتنه درته پېداشي چې فکري پياوړتيا څه ته وايې؟
ذهن د انسان د کار کولو او يو څه ته د تکل ( اراده) کولو مرکز بلل کېږي.
د ځينې انسانانو ذهن لوړ درک لري او پوهه يې د نورو پر پرتله ډېره لوړه او قوي وي.
انسان د فکري پياوړتيا په مرسته کولی شې هرڅه ته تر ډېره حده د ژور فکر تر څنګ د حقيقت په سترګه وګوري.
ترڅو سمه پايله ترې واخلي او نورو ته يې په ښه توګه وړاندې کړي.
فکري پېاوړی انسان تر ډېره پر ځان متکي وي او کوښښ کوي هر څه په منظم ډول تر سره کړي.
هر هغه انسان چې خپل مسلک په ځېرکتېا او هر حال کې په مثبت ډول پر مخ وړي، هغه د فکري پياوړتيا څخه برخمن وي، ځکه دوی د هر کار او هري خبري کولو نه وړاندې يې پايلي ته ډېر ژور فکر کوي، تر څو ځان د نورو د نېوکو نه خوندې وساتي.
که څوک غواړي ځان د فکري اړخه پياوړی کړي، نو هغه ته پکار دي، چې خپل په ورځني ژوند کې ځينې داسې کارونه تر سره کړي، کوم چې ذهن او فکر دواړه پر کار اچوي او تمرين يې د ذهن فعاليت ډيره وي.
نو ضروري ګڼم د ځېنو پوهانو نظرونه تاسې سره شريک کړم.
پوهان په دې اند دي :
# انسان بايد خپل په ورځني ژوند کې د نورو چارو تر څنګ سپورت ته هم وخت ځانګړی کړي، ځکه سپورت کې د بدن د نورو غړو تر څنګ د انسان مغز هم په حرکت کې راځي، فعاليت يې ډېروي او کولی شي په ښه توګه د بدن نور غړي تر کنترول لاندې راولي.
# انسان بايد د هغو کړنو او ځايونو نه ځان لري وساتي کوم چې پر ذهن او بدن بده اغېزه کوي.
# هر هغه څه چې درته اړين او ارزښتناک وي هغوی ته ځانګړې پاملرنه کول، په دې کار سره انسان خپل مسؤليت په ښه توګه پېژندلی او د ادا کولو هڅه يې کوي.
# تر ډېره بريده کوښښ وکړئ، چې هر څه ته د حقيقت په سترګه وګورئ او د تخيل د نړۍ نه ځان لري وساتئ.
# خوب ته ټاکلی وخت ورکړل شي، ځکه که موږ د شپې تر ناوخته وېښ پاتې شو او سهار وختي را پاڅو چې خوب مو نه وي پوره نو پرته له شکه ماغزه مو د ستړيا احساس کوي او دا کار د دې سبب کېږي، چې خپل کارونه په سمه توګه سرته نشو رسولی.
# هر کار چې تر سره کوو نو بايد يې انځوريزه بڼه خپل ذهن کې ونيسو، دا کار د ښه پايلې ورکولو کې مرسته کولی شي.
# ورځني کارونه بايد د يو پلان له مخې اجرا کړو، ترڅو د ژوند په چارو کې ښه په منظم ډول مخ پر وړاندې لاړ شو.
#.خپل خوراک او څښاک ته پاملرنه وکړو، يعنې که چېري د لوږې او يا تندې احساس وکړو، نو بايد د ځنډ څخه کار وانخلو، ځکه د ډېرې لوږې او تندې حالت کې ماغزه هم کار پرېږدي، نو ښه به دا وي چې خوراک او څښاک پر وخت وکړو.
زما په اند ددې ټولو کارونو تر څنګ بايد هر انسان مطالعي او کتاب لوستنې ته وخت وټاکي، نو دا ددې سبب کيدلی شي چې هم فکر پياوړی او هم په مالوماتو کې ډېروالی راځي، چې پر وخت د ضرورت هرې پوښتني ته ځواب موندلی شي.
ډيره په زړه پورې لیکنه.