67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

فکشن او قاضي منظور موسی خيل

صابر شينواری

[pukhto]

فکشن ….. ولې؟ — د قاضي منظور موسی خيل د ناول (لور) د لوستو نه وروسته راولاړه شوې پوښتنه

د اظهار مظاهر کله کله د شعر په کینوس نه شي بیانیدلی نو ځکه انسان ته د شعر سره سره د ځینو داسې پیرایو اړتیا پیښه شوه چې وي خو نثر مګر د شعر ضروریات پوره کړي. د فکشن د همدې خصوصیت له مخې ناول، افسانه، انشائیه، ډرامه او نور د شعر ضد نه دي بلکې عین ادبي شعریات دي. نو ځکه باید چې تخلیقي نثر د شعر ضد ونه ګڼل شي. بلکې منطق، حکمت او سائنس وغیره د شعر ضد حساب شي. ځکه په حکمت او منطق کې خبره عموما په مستیقمه توګه د اوریدونکي یا لوستونکې مخې ته ایښودل کیږي قطع نظر ددې نه چې څه خوند یا اثر لري او که نه. مګر په شعر او فکشن کې لومړنی مقصد د حظ وړاندې کول دي د سیاق و سباق د جمالیاتو په لباده کې. پند او رهنمائي ورسره صاحبِ فکر لیکونکی د ضمیمې په شکل وړاندې کوي.
شاعري د ذات اظهار دی او فکشن د حیات. انسان د ذات او حیات دواړو ترمنځ قید دی او د دواړو سره یې سروکار دی. د ذات د اظهار دپاره د شاعرۍ په بڼه د استعارې، کنائې، تشبیه، علامت او نورو نه کار اخلي او د ژوند د بیان دپاره د فکشن په شکل د واقعيت نګارۍ لوازمات پکاروي. شاعري د تخیل پیداوار دی او فکشن د تعقل. په شاعرۍ کې ابهام وي او په فکشن کې افهام. د ښه شاعرۍ په لوستو لوستونکی واه واه کوي او په فکشن کې چې کله د ژوند مادي، معنوي، اجتماعي او شخصي اړخونه مخې ته راشي نو د عجیبه کیفیت له وجې سړی په آه او واه دواړو مجبوره کیږي. په شاعرۍ کې نازک او لطیف احساسات د الفاظو او معانیو په حسین ترتیب کې وړاندې کیږي چې اهمیت یې بې نهایته زیات دی خو په فکشن کې د اظهار د عملي سطح له وجې لوستونکی یا اوریدونکی پخپله د تجربې برخه ګرځي.
د پورته ضرورت سره سره بل ضرورت دا ؤ چې یو داسې صنف پیدا کړل شي چې پکې د تعلي ‎، خیالونو او غیر حقیقي منظرونو په ځای د ژوند د حقائقو سره رشته جوړه کړل شي. ځکه چې انسان نور د داستان (چې په مغرب کې ورته رومانس ویل کیږي) د جامدوکرکټرونو او خیالي کیسو نه ستړی شوی ؤ. په داستان کې د پیریانو او دیوانو کیسو، یو شان منظرکشۍ، او د یو رنګ اوصافو اساطیري کرکټرونو خپل دور پوره کړی ؤ. دا د داستان کوم کمی نه و بلکې دا همدغه شان یو صنف وو چې انسان د خپلې اړتیا په بنیاد پیدا کړی ؤ. فکشن د همدغه داستان او اسطوره ئي کیسو پرمختللی او بدل شکل دی چې لازم ترمیمونه د ځان سره لري. په داستان کې انسان د همغه وخت خپله دنیا شناسي ځای کړې وه او د خپل ذوق مطابق یې د چین ماچین د ښاپیریو د ښکلو مخونو نقشه راښکلې وه. دا د هغه وخت یو کمال ؤ چې داستان ویونکو به په ډیر فخر سینه په سینه نقل کاوه. په داستان کې د سړي لاس آزاد ؤ چې هر شان خیالي او فرضي پیښې بیان کړي او رنګ رنګ غیر حقیقي حالات پکې ګډ کړي. مګر په ناول، افسانه او نورو کې داسې نه وي. دلته خو ټوله Narratology یعنې کیسه (fabula) او پلاټ (د واقعاتو ترتیب وار بیان) د علت او د علت نه د راوتلې نتیجې په صحت پسې ګرځي. پلاټ که د واقعاتي تنظیم نه په لږ لوی مفهوم یعنې Discourse کې واخلو نو د وینا او بیان د ټولو مرحلو ښودنه به وکړي او دا به هم وښائي چې کیسه story or events، بیان manner of illustration، او د بیان محمولات narrating act ټول د حقیقت په طلب او بیان کې د لیکونکي د کامیابۍ د معلومولو دپاره د فکشن په صنف کې تعین شوي دي. عام داستان ددې خوبیو نه ځکه عاري وي چې هلته ددې د اطلاق دپاره په ګوتو څه نه راځي. اوسنی انسان چې د علم او آګاهۍ په ګاڼه ښائسته دی، د فکشن په اهمیت خبر دی. تر دې چې د ناول، افسانې، ډرامې او نورو بنیاد یې په cause and effect ایښی دی او د فکشن د قدروقیمت د معلومولو اندازه یې دا ټاکلې چې څومره د ژوند سره تړلی دی او څومره پکې پیښیدونکي پیښې د علت سره سر خوري.
دریمه وجه داده چې د لوستونکو د جمالیاتي حظ پیمانې د یو بل نه بدلې دي لکه څنګه چې د هغوی مزاج او د د ژوند طرز بدل دي. دا بدلون یواځې د لوستونکي په مزاج کې نه وي بلکې د لیکونکي په سرشت کې هم وي. بعض یواځې د غزل شاعري کولی شي او بعض د نظم سره مینه لري. او ځینې ادیبان یواځې او یواځې د تخلیقي نثر د لیک صلاحیت لري. خبره تر دې نه ده منحصره بلکې د ناول، افسانې، ډرامې وغیره په حق کې هم تخصیص شته. ضرورت ددې امر دی چې د فکشن په شان یو وسیع میدان دې وي چې لوستونکې ته د تسکين ذرائع means of gratification په نسبتا بدل شکل وړاندې کړل شي. تر څو ادب همه ګیر شي او د تنوع او رنګارنګۍ په ښکلا ښائسته وي.
قاضي منظور موسی خيل د پښتو داستان لیکونکو د ډلې هغه تازه غړی دی چې په يو ډیر ښه ناول یې د خپل راتګ اعلان کړی دی او دغسې يې پښتو ادب ته خپله ورکړه کړې ده. د هغه د ناول کردارونه ژوندي او د خپل تعارف پخپله د کولو توانائي لري. هغه په خپل ناول سره پښتو فکشن د زاړه وراسته پلاټونو د انتخاب نه د راویستلو کاميابه هڅه کړې ده او د کردار د رنګارنګۍ په مرسته یې د خپلو کردارونو وجاهت او وضاحت ته وسعت وربخښلی دی. د وجیهو کردارونو لرونکي ناول د لوست په وخت لوستونکی نه ستړی کيږي او په خپله د نفسِ متن سره لاس نيولی روان وي. ګويا دده چرته کار دی او د ناول نګار په رهنمائې او همنوائې به هلته ورسي. د داسې ناول په لوستو چې لوستونکی څومره مخته ځي نو داسې احساس کوي چې ګويا خپل منزل ته نزدې کيږي او چا ورته په لاره د زړه د درد کيسه شروع کړې ده.
د قاضي صاحب د ناول بله لویه خوبي دا ده چې دده کردارونه د همدردۍ جذبات ځان ته خپلوي او د لوستونکي سره اشنائي اچوي. ددې وجه دا ده چې د ناول ژبه د عام کس ژبه ده او د عام کس ژبه ځکه خوږه وي چې د خپلې خاورې په خوشبوئي مسحوره وي او په فطري ګرايمر معموره وي.
د قاضي صاحب کمال دا دی چې د خپل ليک په توسط يې دوه لويې مسئلې په ډيره کاميابۍ سره وړاندې کړي دي. يوه مسئله د انسان د غلط کردار او بله د چاپیرچل د غلط کردار. د قاضي د ناول په لوست د سړي په فهم کې دا خبره نوره هم روښانه کيږي چې څنګه د انسان بدي په ماحول اثر کوي او څنګه د انسان بدي د انسان په شا او خوا کې همنشيني اختياروي او پخپله انسان ته خطر پيدا کوي. د انسان بدي هيڅکله هم مريخ يا بلې سيارې ته نه خيژي بلکې د انسان په شا او خوا کې د آباديدو عادي ده. نو ځکه بايد چې ددې ناول د لوست نه وروسته فکر انګيزه نکتې لا عامې شي او د نورو ناولونو د موضوعاتو برخه شي.
د قاضي صاحب تخليق څه خامۍ هم لري مثلا د هغه د ناول ژبه تخليقي نه ده. که د هغه ژبه د عاموالي سره سره تخليقي هم وي نو ډیر خوند به یې کړی وو. د تخليقي بيان په سبب په جملو کې برجستګي زياتيږي او د عام کس د ذوق د سطح سره سره یې د اعلی لوستونکو د توجه وړ هم ګرځوي. د ناول يا د فکشن د بل هر صنف خوند چې دوبالا کيږي نو هغه په دوه څيزونو سره کيږي. ۱- منظر کشي ۲- د ژبې تخليقي استعمال
د ښه ناول دپاره ښه پلاټ دومره ضروري نه دی لکه څومره چې دا دوه شيان. که ليکونکی تکړه وي نو نه پلاټ به هم په سړي په پلاټ تير کړي.
د قاضي صاحب په ناول کې بله خامي د منظر کشۍ شديد کمی دی. صرف دوه درې ځایه یې دا کوشش کړی دی. مثلا په صفحه ۱۳۲ دا جمله (نسرين چې سر راپورته کړو نو د نور شغلې يې چې کله په مخ پريوتې نو کبير ته داسې محسوس شوه لکه چې د ورځې څوارلسمې سپوږمۍ راختلې وي او دا ټول جهان يې د ځان سره روښانه کړی وي). د منظر کشۍ کمی ددې باعث کيږي چې لوستونکی د رنګين ټي وي په ځای د بليک اينډ وايټ نظارې ته ناست وي.
د قاضي صاحب د تخليق بله خامي دا ده چې په ځينو ځايونو کې يې د ډرامې سره مماثلت کړي دی او لکه د ډرامې د سکرپټ یې د ناول د لوازماتو نه انحراف کړی دی. مثلا په صفحه ۴۲ (ننګيال د ډډې تازه کولو دپاره کټ کې وخوځي، مور يې ورته هم لاس ورکړي او بيا ووايي….) يا صفحه ۱۵۴ (د ډسچارج شيټ جوړولو نه پس هغه يو کشر ډاکټر او نرس ځان سره کړي او وارډ ته لاړ شي. کله چې هغوی ننګيال ګرځولو دپاره پاڅوي نو هغه ته پاڅيدو کې ډير زيات تکليف وي) په صفحه ۱۶۴ هم ددې مثال شته. زه منم چې افسانه ، ناول، ډرامه او انشائيه مماثل صنفونه دي خو بيا هم په خپلو کې بلا امتیاز او توپيرونه لري.
د پورته ټولو خوبيو او خاميو سره د قاضي صاحب کاوش د ډیر قدر وړ دی او د استقبال متمني دی. زه د فکشن ميدان ته د هغه راتګ ته هرکلی وايم.

[/pukhto]

خوښ یې کړئ

اړوند مطالب

پولن دیوي، د هند بلواګره ملکه
هسې نه
د هوا سترګو کې شګې
شعري اغیز
د سکون ساه
ښه درمل يې تعلیم او علم دی
نړیوال متلونه
د مازيګر بنډار اوولسمه ناسته وکړه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /