قاتل

لنډه کيسه: نور عمر
[pukhto]
دوکاندار ته مې پیسې ورکړې او له پیسو سره راوتلی خپل د امنیت کارت مې بېرته جېب ته کړ، لا مې په موټر سایکل پښه نه وه اړولې چې د مخامخ کور دروازه په ګړب راخلاصه شوه، سړي پرده پورته کړه په منډه له کوره راووت، حیران شوم، سودا مې په خپل ځای کې خطا کړه، هغه په لاس کې د وینو سور چاقو نیولی و، اوتر اوتر یې یو خوا بل خوا کتل، خوځنده شؤم، کراره کراره مې مزل شروع کړ، غوښتل مې چې وپوهېږم څنګه دومره اوتر دی؟ اوس یې هم یو خوا بل خوا کتل او په تېزۍ سره لمر پرېواته طرف ته په منډه ؤ، ومې غوښتل وګورم څه یې کړي؟ کله چې مې د کور دېوال ته ځان ورلنډ کړ، د ښځو داسې چغې له کوره راتلې چې زما دماغي توازن یې خراب کړ، یو دم مې وویل چې باید ویې نیسم.
څوک یې په چاقو وژلی ؤ، په ډېرې اوترۍ مې منډه پسې واخیسته، هغه مخکې ؤ او زه ورپسې، ډېرې چغې مې ورپسې وکړې خو نه ودرېده، تر اوسه یې چاقو په لاس کې ؤ او داسې معلومېده لکه د بل چا قتل پسې چې روان وي. څو پر لپسې چغې مې نورې هم ورپسې ووهلې خو بيا هم ونه درېد.
له ځان سره مې وویل: داسې نه چې بل څوک ووهي او د بل چا قتل ونکړي. له بډې مې تمانچه راوویسته، غوښتل مې چې په پښه یې وولم چې له تګه ووځي، اوس هم په منډه ؤ، تمانچه مې ورته ونیوه، کله مې چې ډز وکړ، له خولې مې وۍ ووتل، دنیا راباندې وچورلېده، هغه مې قتل کړ، په ژوندوني مې ونه نیو، کله مې چې ډز پرې وکړ، له ډز نه مخکې یې پښه ښویدلې وه او راولیدلی و، د راولېدو په حالت کې یې مرمۍ په سر لګېدلې وه، خلک پرې راټول شوو. زه له یوه لوري خپه وم چې ولې مې ژؤندی ونشو نيوی؟ خو بېرته خوشاله شؤم چې ځه قاتل خو مې و واژه.
بېرته په شاه شؤم او هماغه کور ته ورغلم له کوم نه چې راوتلی ؤ، دروازه مې په بار بار وټکوله، وروسته سپین سرې بوډۍ راووته، ننوتې سترګې یې سرې وې، په امساء یې ځان تکیه کړی ؤ، زه هغې ته حیران وم چې ولې مړه کېده نه؟ ځکه د ډېر عمر وه، ومې غوښتل خبره یې کړم چې ستاسو د کس قاتل مې ووژاه، خپل کارت مې ورته وښود، ځان مې وروپېژنده او ومې ویل
ـ ترور څه خبره وه؟
د بوډۍ سترګې نمجنې وې، د ژړا تاب یې نه درلود، په سلګو یې وویل
ـ ظالمانو په قرض راته لمسی وواژه!
خپه شؤم، ومې ویل
ـ پولیسو ته مو زنګ وهلی؟
دروازه کې ولاړه وه، ښي لوري ته یې وکتل او په تت غږ یې وویل
ـ هغه بل لمسی مې ورپسې تللی
پرته له ځنډه مې وویل
ـ ترور! قاتل مې ووژاه!
حیرانه شوه، دا غږ پرې داسې ولګید لکه ملهم، ولې به پرې ښه نه لګېد، د ده لمسی یې چې وژلی ؤ، غلې شوه، سوچ کې لاړه، ما ترې مخه ښه اخیسته او غوښتل مې بېرته د هماغه کس خواته ورشم کوم مې چې وویشته.
د روانېدو سره مې وليدل چې هغه کس خلکو کټ کې راچولی ؤ او زمونږ خواته را روان وو. بوډۍ ورته ځیر وه، کله یې چې رالنډ کړ او زمونږ مخې ته یې کټ کېښود، بوډۍ په ځای کې راولوېده، خلکو ډېرې چغې ووهلې خو بیا راپورته نه شوه، ما چې کوم کس وژلی و، د ده بل لمسی ؤ.
هغه د زیاتې اوترۍ له لاسه هماغه چاقو راخیستی ؤ چې د ده ورور یې پرې وژلی ؤ او غوښتل یې چې پولیس خبر کړي تر څو د ورور قاتل یې ونیسي، خو ما د پولیسو ورتګ ته پرېنښود.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي