قانون د ټولو لپاره دی!

شکرالله پاڅون
[pukhto]
قانون د جرم د مخنیوي، د ټولنې د اصلاح او ټولو وګړو د حقوقو خوندیتوب لپاره جوړېږي، که په نوره نړۍ کې دا چاره یوڅه سرته رسېږي، خو په افغانستان کې بیا خبره بل ډول ده، دلته که لومړی د یوڅه لپاره قانون جوړشي، بیا یې نو د تطبیق لپاره هغسې چې لازمه ده کار نه کېږي، دلته تر ډېره قانون د غریب، بې وسه او بې کسه لپاره دی، هغه چې زور لري، زر لري او کس لري، نو له قانون پورته ګڼل شوي دي.
همدارنګه تر ډېره د قانون جوړونې او تطبیقونې ادارې هم په خپله د قانون د ترپښولاندې کولو لامل ګرځي، داسې بېلګې ډېرې دي، دلته لیدل شوي چې د زر خاوند له قانون پورته ګڼل شوی، دلته لیدل شوي دي چې د زور خاوند پرقانون پښې ایښي دي، خو د قانون تطبیقوونکي ارګان ددې پرځای چې قانون پرې پلی کړی، د قانون ماتوونکي ننګه یې کړې ده، په دې ټولنه کې د قانون مراعاتول نه، بلکې د قانون ماتول یو ویاړ ګڼل کېږي، حاکمان تر ډېره د قانون په پلي کولو کې پاتې راغلي دي، همد الامل دی چې ورځ تربلې پر حاکم د ولس باور کمېږي، د قانون له پلي کوونکو ارګانونو د خلکو تمه پرې کېږي او ورځ تر بلې د دولت او ملت ترمنځ فاصله زیاتېږي.
دا خبرې په دې پورې رایادې شوې چې نن چې له کوره ښارته راتلم، نو په لاره کې مې څو ځایه د پولیسو پلټڼې ولیدې، موټرې یې ودرولې ، کلکه تالاشي یې کوله، ورسپارل شوې دنده یې سرته رسوله. دا نو په دې وروستیو کې ولایتي ادارې پرېکړه کړې چې په ښار کې به بې اسناده او یا هم جعلي نمبر پلېټ لرونکي موټر نیسي، همدارنګه داسې ګنګوسی هم شته چې نا قانونه وسلې به ټولېږي او د نورو ناقانونیو مخه به نیول کېږي.
د ولایتي ادارې او ګډو امنیتي ادارو دا چاره دستایلو ده، خو اندېښنه داده چې دا کمپاین هم د تېرو هغو په څېر نه شي.
په تېر کې ډېر ځله داسې لیدل شوي چې د بې کسه او بې زوره خلکو موټر ودرول شوي او د زر او زور خاوند موټر نه دا چې پولیسو ودرولی نه دی، بلکې لاره یې هم ورته خوشې کړې ده. د بې کسه موټر والا د موټر تورې ښيښې سپینې شوي ، خو د زورور او د زورور د بالکیانو، اړیکوالو او نورو پېژندونکو د موټرو د تورو ښيښو د سپینولو جرائت نه دی شوی. همدې کار د پولیسو دا ډول کمپاینونه بې خونده او بې باوره کړي.
ترډېره ویل کېږي چې د دولت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه، سړي تښتونې، مرموزې وژنې، قاچاق او نورې ناقانونه کړې په همدغو بې اسنادو، جعلي اسنادو لرونکو او تورو ښیښو لرونکو موټرو په وسیله کېږي، نو که ولایتي اداره او امنیتي ارګانونه رښتیا هم له دغو موټرو د راپيدا شوو او پیداکېدونکو پېښو، ګواښونو او اندېښنو مخه نیسي، نو د زر، زور ، بې کسه او باکسه ته دې په یوه سترګه وګوري، قانون دې قانون وګڼي، په ټولو دې یوشان پلی کړي، که نه نو په ټولنه کې دې د پولیسو اعتبار ته زیان نه رسوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي