67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

لاسنیوی

نصرت الهام

[pukhto]

د ډېران تر څنګ مې له خيرنې بوجۍ سره پر يو خيرن ماشوم سترګې ولګېدې، په سره غرمه کې يې د مکتب د ديوال سيوري ته ډډه وهلې وه، ما ور و کتل، ورته تم شوم، چې سترګې يې راسره مخ شوې شونډې يې مرۍ مرۍ شوې، خړ مخ، خيرن لاسونه، بوجۍ يې تشه وه، د ډېران ټولې خځلې يې په وړو لاسونو اړولې راړولې وې، خو څه يې نه و موندلي او په دې تمه ناست و، چې نوې خځلې به راورسيږي او دی به پکې پاتې شوني خواړه او يا کباړ څه ومومي، د ډيران په خځلو او ښيښو يې تنکۍ ګوتې زخمي زخمي وې، د وړو لاسونو په ټپونو کې يې ګوتې اچولې وې او تور پوټکي يې ترې اړول، سر يې پر يو ولي کوږ نيولی و، په سترګو کې يې درد و غم په څپو ؤ، سوال يې و نه کړ او نه يې څه وغوښتل، يواځې شونډې يې مرۍ مرۍ شوې او سترګې يې ډکې شوې، نه يې لاس د سوال لپاره اوږد کړ او نه يې په وړه ژبه څه وغوښتل، خو هر څه يې په ښايسته برګو او له اوښکو ډکو سترګو بيان کړل، ما يې پر سر لاس ورتېر کړ، ژړا راغله او دا څو ساعته وشول چې له زړه مې نه وځي، ستونی مې ډک ډک کيږي او هيڅ مې نه هيريږي، کله چې هم بهر ته وتلی يم همداسې په زړه مات راستون شوی يم، ټول ښار له الميو ډک دی.

په خوار افغان ملت نه خپل دولت رحم وکړ، نه چارواکو پرې زړه وخوږاوه، نه نړۍ پرې ودردېده او نه په خلکو کې عاطفه او زړه سوی پيدا شو چې د یو بل لاسنيوی وکړي، له پاسه پرې د طالب او داعش په نومونو خونخوارې، ظالمې او وحشي بلاګانې مسلطې دي، هوسا ژوند ته څه چې زما ملت ساه اخستلو ته هم څوک نه پريږدي، جګړه ورځ په ورځ زور اخلي، ماشومان يتيمانيږي، ځوانې ښځې کونډې، ميندې بورې او پر هر کور د غمونو باران وريږي.

دولتي چارواکي په خپلو ماڼیو کې له شاهانه ژونده خوند اخلي او طالب مشران په پېښور، کويټه، ابټ آباد، لاهور او اسلام آباد کې د پسونو غوښې کبابوي او د امونو او کيلو له شربتونو خوندونه اخلي، نه د وطن غم شته او نه د ملت درد څوک احساسوي.

په هیواد کې او له هيواده بهر په ټولو با احساسه هيوادوالو غږ کوم، چې له خپلو هيوادوالو سره مرسته وکړي، لاسنيوی يې وکړي او پرې نه ږدي، چې د نن ورځې يتيم ماشومان بې نفقې بې تعليمه او بې تربيې پاتې شي او د سبا ورځې په عقده مندو جنګيالو بدل شي.

خيريه ټولنې جوړې کړئ، په احساس مرستې ورته راټولې کړئ او په شفافيت يې تر اړو کورنيو ورسوئ، د يتيمانو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره روزنځايونه او ښوونځي جوړ کړئ او بې سرپرسته کورنيو ته د نفقې رسولو بنسټونه رامنځته کړئ.

فساد، بې وجداني، غلاوې او درغلۍ دومره ډېرې شوې دي، چې اوس څوک په مرستندويه او خيريه ټولنو هم اعتبار نه کوي او لا هم د لويو شفافو خيريه بنسټونو تشه موجوده ده.

په ښارونو کې د سوالګر په اړه شکونه دومره ډېر شوي، چې یو عام سړی د ريښتونو-اړمنو او مسلکي-سوالګرو تر منځ توپير نه شي کولای او جعلي، فاسد خيريه بنسټونه دومره ډېر شوي، چې د خلکو اعتماد يې زيانمن کړی.

په دې هيله، چې په سمه معنا پاک او شفاف خيريه بنسټونه رامنځته کړو او د اړو هيوادوالو، جګړه ځپلو، کونډو او يتيمانو لاسنيوی په سمه توګه وکړای شو.

[/pukhto]

خوښ یې کړئ

اړوند مطالب

فکري پياوړتيا
افغانستان د بایللي قمار د وروستي داو پر سر ولاړ دی
د مازيګر بنډار ديارلسمه ناسته وکړه
ماشومان ژغورلی شو!
مارغانو ته مې سودا وي
د مازيګر بنډار ۳۱مه ناسته وکړه
توره هديره
نور ولولئ
ایاغ، روایت او مډرنیسټي بحثونه/ کتاب

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /