لسګون
نصرت ارمان
[pukhto]
دېره کې د سور موټر درېدو سره ماشوم له لوبو پاڅېد او ورمنډه يې کړه، د نیکه له پخواني ملګري مراد سره یوځای ترې د ښکلې بشرې لرونکې ماشومه هم راووته.
هلک له میلمنو سره ستړي مشي وکړل او بیا یې سترګې جینۍ کې ډوبې پاتې شوې.
ـ دا قمر دی.
ـ څومره ښایسته نوم، بیخي ماته ورته، ماشومې وویل.
پلار یې قمر ځان ته ورلنډ کړ: لور مې ده، لمرینه.
قمر د جینۍ له نوم یادولو وروسته ومنله چې د خپل نوم په شان ښکلې او په لومړي ځل د دوی میلمنه شوې او بیا په ګډه کو رته ننوتل.
د چایو څښلو وروسته لمرینه لکه پوهېدلې چې وي په ژبه یې یواځې قمر پوهېدلی شي او هغه یې دلته تېرېدونکې شېبې په خوشالۍ ورتېرولی شي.
دواړه په ناز کلي مخ ته ووتل، قمر ته داسې ایسیده چې کلی مخکې د نن له خوښیو بې برخې و، لمرینې په شنو ونو او بوټو کې د ناستو مرغیو شور ته د څه شېبې غوږ کېدو وروسته سترګې خوا او شا و ګرځولې، د دوی له موټره د کلي خیرن او ببر سري ماشومان ګرد تاوېدل او په موټر د لاس وهلو سره به یې موسېدلو د لمرینې زړه نرمولو.
قمر لمرینې ته د خوښۍ ورکولو لپاره هغه شګلنې ویالې ته یوړه چې د کلي ماشومانو به یې په غاړه برجونه جوړول، لمرینه د ویالې په غاړه کیناسته او په اوبو کې د پښو ډوبولو وروسته یې چې ور وليدل فکر یې کولو ځلېږي.
لمرینې ته په هر ځل کتو به قمر ته نوره هم ښکلې ښکارېده، په خوښۍ یې د برج په جوړولو شروع وکړه او له مخکې ورځو په ډېرې خوارۍ يې کار وکړ.
د لمرينې نرۍ ګلابي شونډې د یوې شېبې لپاره هم د موسکاوو نه بې برخې کېدې او په دې نه پوهېده چې څو شېبې وروسته به د شګو کلی څه چې له خټینو دېوالونو غټه کلا هم نشي لیدی، هغوی یو بل سره د وخت په تېرېدو پوی نشول.
ورېځې د کمره له سره راتېرې شوې او ورو ورو کلي ته رالنډېدې، ځانونه يې و څنډل او کورته یې منډې کړې، لمرینه د پلار په ليدو په خوښۍ ورغله، هغه د تلو تابیا نيولې وه .
قمر د حالت درکولو وروسته داسې شو لکه په ځمکه چې ننوځي، په یوه شېبه کې یې ننۍ پېښې سترګو ته ودرېدې اوبیا په ځان پوی نشو، لمرینه هغه ته په ډکو سترګو له کتو وروسته پلار پسې روانه شوه.
د نیکه کنځلو قمر را بیدار کړ، له سترګو ګرځولو وروسته يې نیا په سرو سترګودېوال ته ناسته ولیده، د هغې پښو سره د پروت لسګون په کتو دستي وریاد شول چې لمرینې یې نیا سره کلي مخ ته وتو نه مخکې پریښی و.
مور یې د کلا له برجه راغږ کړ: موټر یې د کمره سرک ته نه دی رسېدلی.
د قمر زړه په خوښیو کې ونغښت، په یوه شېبه کې یې لسګون راپورته کړ:
ـ زه یې رسوم!
تر اوسه هغه ته د چا پام شوی نه و، نیا یې په ليدو خوښه شوه:
ـ قمر بچی مې پهلوان دی.
هغه د نیا خبره وانه ورېده څپلۍ یې ویستې وې او دکوره وتلی و، هغه لکه په پښو کې د ننوتونکو اغزیو درد نه چې ناخبره وي، سترګې یې د موټر رڼا کې بندې کړې وې او په منډه و.
د کور غړي اندېښنې واخیستل او د کلا برج ته له ختو وروسته ټولو سترګې په نه ښکاره کېدونکې کمکي راغه کې ونیولې، هغوی پوهېدل چې قمر یواځې د هغې لارې کولای شي ځان له موټره مخکې د کمره سرک ته ورسوي، خو دا د لېونتوبه ډک قدم اخیستل وو او هېڅوک نه پوهېدل قمر څه اړ که چې داسې وکړي؟
***
پلار یې څو ځل لمرینې ته له کتو وروسته دا سې و انګېرل لکه هغه چې تر اوسه په کلي کې ورکه وي، په ګوتو یې د هغې غوښین غومبری ونیولو:
ـ لورې! کلی دې خوښ شو؟
ـ هو……. لسګون رانه پاتې شو.
مراد له خندلو وروسته جېب ته لاس کړ:
ـ زه به بل درکړم.
موټر پاخه سرک ته ورسېد ، لمرینې سترګې په تیاره کې ډوب راغه ته ونیولې او نه پوهېده ولې د قمر سره دلته تېرېدونکې شېبې یې ذهن کې په انځورېدو شوې؟ د بریک نیولو سره یې په اوترۍ مخې ته وکتل او داسې یې احساس کړه لکه په بدن یې چې د خوښۍ لړزه راغلي وي.
د هغه سترګې ځلېدې او ستړي زړه یې تېزه تېزه ساه اخېسته په مخ یې خولې راماتې وې، له زنګنو او لاسونو تللې وینې ته یې د موټر رڼا د لمرینې د بارخوګانو رنګ ورکړی و.
لمرینې ور رسېدو سره په ناڅرګندې خوښۍ یواځې وویل: قمره! او بیا له هغه سره سترګو په سترګو پاتې شوه .
پلار یې یې لکه پوهېدلی چې وي دا پېښه یواځې هغوی پورې تړلې ده په خاموشۍ یې د دواړو ننداره شروع کړه.
قمر چې لسګون یې تر اوسه موټي کې کلک نیولی و لمرینې ته ونیولو: نیا سره مې درنه پاتې و.
لمرینې ترې واخیست بیا یې د پلار نوی ورکړی لسګون ورکړ: دا ستا شو.
قمر په نوې جذبه له مخه ښې پرته راغه کې کلي ته په منډه شو او د هغه له پنا کېدو وروسته لمرینه په موسکو شونډو پلار سره موټر ته وخته.
ـ هغه ته دې انعام کې ولې نوی لسګون ورکړ؟
لمرینې راغه کې بندې کړې سترګې پلار ته واړولې، لاس کې نیولی لسګون یې وروښود:
ـ دا به هغه له ما هېر نه کړي او نوی لسګون به ما له هغه نه.
***
دسترګو پرانېستو سره قمر ولیدل چې د کورنۍ غړي یې له کټه چاپېر موسک ناست دي، اوس رڼا خوره شوې وه ، هغه نه پوهېده څه شوي؟ ولې ټول هغه ته خوښ دي؟ یواځې یې یادېدل چې په لیدونکي خوب کې کامیاب شوی و.
د درد احساسولو سره یې تړل شوي لاس ته وکتل او موټي کې د لسګون په لیدو یې باور شو چې ريښتینی کامیاب دی او نوي لسګون یې کارنامه ټولو ته څرګنده کړې، بیا د هغه شونډې هم موسکۍ شوې.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي