لغته
لنډه کيسه- نصرت ارمان
[pukhto]
د اوړي سره غرمه ده، د بټۍ کاريګر په خولو لامده خيشته په کار لګيا دي، ستړي خره يوه شېبه دمه نه ګوري، ډکېږي او تشېږي.
ناڅاپه چغه شوه، ټول کاريګر څک شول، بیا يو يو پوهېده چې چغه د غونچه ګل ده او خرې په لغته وهلی.
ټول په هغه راټول شول، څو ملګرو خو يې خره سخته سخته ووهله، غونچه ګل په دواړو لاسو پښه نېولې وه او د درد ساګانې يې اخيستې.
هغه يې برنډې ته يوړ او کټ کې يې واچوه، پښه يې ور وتړله او نور ټول بېرته کار ته ستانه شول. د غونچه ګل پښه يوه څړيکه وه او درد يې شېبه په شېبه زياتېده، خو له صبر او زغم پرته کومه لار نه وه!
له اوږد انتظار وروسته د بټۍ څښتن تور خان راغی او چې خبر شو نو په مخ يې د غوسې نښې راښکاره شوې.
– ځان يې په بهانه وهلی. دا خو له خره غټ دی!
غونچه ګل يې د خبرې په اورېدو نور هم دردمن شو. تور خان چې خواته ورلنډ شو. غونچه ګل په سختۍ راکېناست.
– څه بلا درباندې لګېدلې؟
کاريګر ټول حيران ولاړ ول او د تورخان د خبرې د ځواب هېڅوک نه ول.
تور خان د غونچه ګل پښه لوڅه کړه، چې ويې ليده باوري شو چې له کاره لويدلی.
الانور ته يې مخ کړ: سهار يې وچ راغه ته ويسه، ماته يې پښه اوښتې ښکاري، هلته يو شپون شته، ورجوړه به يې کړي.
الانور د (ښه صیب) ځواب ورکړ، تور خان لاړ او د هغه له تلو وروسته ټول په خپلو ځايونو پرېوتول.
الانور ورته پښه په شړشمو غوړه کړه او په ګرمه خښته يې ټکورونه ورکړل، خو غونچه ګل شپه له درده په وېښه تېره کړه. سهار له لمر ختو مخکې هغه د الانور په مرسته وچ راغه ته روان شو.
د غونچه ګل زړه و چې تور خان به ورته د سفر د اسانۍ لپاره خره ورکړي، خو بېرته يې پام شو چې اوس يې هم غوسه کړی، ځکه يواځې خپله نه چې الانور هم ورسره له کار ووت. له هر قدم سره يې پښې څړيکې وهلې او د هغه زړه يې ورانولو، خو له تلو پرته بله لار نه وه، هغه په دې هيله درد زغملو چې هلته ته به ورسي او پښه به يې جوړه شي…
***
– بس کړه نو. ناوخته شو!
له دې خبرې وروسته د الانور تندی تريو شو، د غونچه ګل هم پام شو چې ماښام کېږي او ورځ په ټولېدو ده، هغه يواځې د شپې راتلو ته ورخطا نه شو، د پښې د درد زياتوالي يې مخ زيړ او غونج کړی و. د پښې په خلاصولويې پيل وکړ.
د الانور ورپام شو.
– ای! دا څه بد کوې؟ او ور روان شو.. که پښه دې خلاصه کړه درد به يې نور هم زيات شي.
غونچه ګل يې لکه خبره چې نه وي اورېدلي، د پښې په خلاصولو لګيا و.
– خلاصوم يې، بډۍ شوې.
الانور يې خواته کېناست.
– پرېږده. زه يې درته خلاصوم…. خو ګوره بېرته به يې دستي تړې، هسې نه چې لا خرابه شي.
د غونچه ګل پښه ډډه ولاړه وه او کومې کړيکې يې چې وهلې له هغه پرته پرې څوک نشول پوهېدی.
الانور چې د ملګري پړسېدلې پښه وليده، زړه يې پرې بد شو. خو نه پوهېده چې څه وکړي؟غونچه ګل اوس هم تکړه و چې په داسې خوږه پښه يې له سهاره مزل کړی و.
د هغه پښه يې څو ځل په کراره وغځوله او ټوله کړه. غونچه ګل به شونډه د غاښونو لاندې کړه او په سترګو به يې تياره شوه. الانور له دې کار وروسته د هغه پښه بېرته وتړله، له غوټې يې د ډوډۍ کلکه شوې قطره او پياز راوويستل.
غونچه ګل په سختۍ څو مړۍ له ستونې تېرې کړې او الانور ځان ښه موړکه، بيا پاڅېد، غونچه ګل د ده د لاس نيولو په مرسته ودرېد، پښه يې لږه ارامه شوې وه.
الانور وويل: مړه ته خرې له پښو وغورځولې…. تکړه شه، رسېږو…
دواړو وخندل او روان شول…
***
اوس نو تياره شوې، په راغه کې چوپتيا ده، يواځې د هغوی تر قدمونو لاندې د ميده تېږو کړچار دی، غونچه ګل پښه ځان پسې کشوي او په الانور تکيه کړی روان دی. هغه له ټول درد سربېره دا فکر کوي چې ځای به راورسي. او بیا چې هغوی لرې بل شوي اورونه وليدل نو د غونچه ګل نه خپل درد هېر شو. هغه له الانوره دواړه لاسه تاو کړل، الانور هم خوښ شو.
يو ترهېدلی اواز د هغوی غوږونو ته ورسېد، دواړه له خوښۍ راووتل، په ځای ولاړ پاتې شول. غږ رالنډېده او ډېرېده او لږ وروسته هغوی د ځان په لور راروان کس وليد چې څه يې په شا کړي وو. هغه راورسېد.
لکه د دوی په شان ستړی و، د يو بل په ليدلو حيران شول. هغه سيرلی په شا کړی و او رمباړې يې وهلې.
الانور ترې وپوښتل: څه شوي؟
هغه د دوی په منګ هلکی و، سيرلی يې له ملا ښکته کړ، هغه نشو درېدی.
– دا له غره رغړېدلی، پښتۍ اودوه پښې يې ماتې دي. دلته مې د اکا دوست دی هغه ته يې وړم. هغه څو شېبې چوپ شو، الانور او غونچه ګل سيرلي ته کتل چې په بد حال و او چغو يې د خلکو بدن رېږداوه.
هلکي الانور ته مخ کړ:
– هه. ستا د ملګري په پښه څه شوي؟ او هغه د الانور ځواب ته انتظار ونه ويست، سيرلی يې بېرته لکه د مخکې په شا کړ.
– راځئ! زه هملته روان يم.
الانور او غونچه ګل يو بل ته وکتل. د غونچه ګل زړه نه و چې الانور دې خلکو ته د خرې لغته وښايي.
دواړه په چوپه خوله پسې روان شول، هغه شاته مخ راواړوه: له کومه ځایه راغلئ؟
الانور ځواب ورکړ: له بټۍ نه.
او بیا درې واړه غلي شول، يواځې د سيرلي د درد کوکې وې چې يوه شېبه هم نه بس کېدې…
***
سپي وغپل، د خيمې مخ ته ناست کس پوی شو چې څوک را روان دي، ودرېد… ښځه له خيمې راووته.
– سرمده! څوک دي؟ او دا شېبه د هغوی سترګې په ور روان کس ولګېدې، هغه يې وپېژند، د شېردل وراره نوری و.
هغه سيرلی په ځمکه وغځولو او له سرمد اکا سره يې په غېږه ستړي مشې وکړه.
– څه شوي بچيه؟
نوري خبرې ته خوله جوړوله چې الانور او غونچه ګل هم ور ورسېدل.
سرمد هغوی ته ستړي مشي وويله او سيرلي ته ور وړاندې شو.
الانور او غونچه ګل خيمې ته ننوتل، غونچه ګل له ستړيا اوږد څملاست. او پښه يې لکه د مخکې بيا راوپارېده.
دباندې د سرمد او نوري پس پسک اورېدل کېده. او بیا سرمد خيمې ته ورننوت، الانور ورته د غونچه ګل پښه لوڅه کړه.
د سرمد چې پرې نظر شو ورته يې وويل: ټوټه هم ترې خلاصه کړه.
الانور همداسې وکړل، سرمد کېناست، د هغه په خوږ ځای يې غټه ګوته کښېکاږله، د غونچه ګل له خولې يې اه وويست.
هغه خپلې ښځې ته ورمخ کړ، جوش اوبه راوړه. او بیا يې د هغه په خوږ شوي ځای ګوتې وهل پيل کړل، خيمه د غونچه ګل چغو په سر واخيسته.
ښځې په کاسه کې اوبه او پاکه ټوټه راوړه، پښه يې ورته پاکه او په خپلو ځانګړو تېلو غوړه کړه، بېرته يې په پاملرنې ور وتړله. د غونچه ګل په مخ له درده د خولو راڼه څاڅکي بهېدل.
الانور د سرمد خولې ته کتل چې اوس به څه وایي؟ سرمد خپل لاسونه وچ کړل، بيا يې الانور ته وکتل هډوکی يې زخمي شوی.
الانور په ورخطايۍ وویل: دا به څنګه شي؟
سرمد له ځايه پاڅېد: ښه به شي، خو درې ورځې بايد ونه ګرځي..
هغه بهر ووت. الانور حيران و چې څه وکړي؟ غونچه ګل ته یې وويل: اوس څه وکړو؟ د غونچه ګل درد لږ ارام شو.
– الانوره! ته هم پاتې شه. الانور اوچت شو، بهر ووت، ګوري چې ځمکه په سرو وينو لړل شوې، نوری لګيا دی د سيرلي پوستکی باسي. سرمد يې سيل ته ولاړ دی. الانور ور وړاندې شو.
– ما چې وليد پوی شوم چې پاتې به نه شي.
سرمد ور وکتل. هډوکي يې له رغېدو وتي وو. د الانور نوري ته ورپام شو چې په ژور فکر کې ډوب او په مخ يې خفګان خور و. ژر بېرته خيمې ته ننوت.
– غونچه ګله! هغه سيرلی حلال شو. د غونچه ګل زړه په نوري وسوزېد. جېب ته يې لاس ننويست، کت کړي لوټونه يې راوويستل، الانور ته يې ونيول.
– درې سوه برابرېږي. د شپونکي شکرانه ورکړه.
الانور ترې پيسې واخيستې او بیا ووت، نوري کار خلاص کړی و، د سيرلي په ټوټه کولو لګيا و، د سرمد ښځې ورسره لاسونه رابډ وهلي وو. الانور سرمد ته ورخواته شو. د هغه لاس يې په لاس کې راونيوه.
– اکا په ډېرو يې قبولې کړه. او د هغه په لاس کې يې پيسې ورکېښودې. د سرمد رنګ بدل شو.
– ګوره ! زه له چا پيسې نه اخلم. او تاسو د بټۍ کاريګر ياستئ، کاش د نورې مرستې وس مې درسره لرلی.
الانور يې په خبره پوره ورسېد، پيسې يې په جېب کې کېنښودې، نوري ته ورغی.
– په غوښه يې څه کوې؟
-سرمد اکا ته يې پرېږدم. او يو څو ورځې زه هم پاتې کېږم…
الانور ورسره کېناست، نوري ته يې پيسې ونيولې.
– غونچه ګل خو داسې په عذاب ؤ، چې موږ فکر کاوه درې مياشتو کې به هم ښه نه شي، دا له ځان سره واخله! خپلې هم ورسره کړه او بل سيرلی پرې راونيسه.
د نوري خوله له خندا ډکه شوه. په سور لاس يې ترې واخيستې. او په خوښۍ يې الانور ته وويل.
– اکا وايي چې دا به ډېره خوږه غوښه وي، ته هم څو ورځې پاتې شه، په ګډه به يې وخورو…
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي