له انتقاد سره باید څه ډول برخورد وکړو

ژباړه: مصطفی صفا
[pukhto]
له لویه سره د هېچا انتقاد نه خوښېږي، موږ غواړو باوري وو، چې هر څه دې سم ووسي، په داسې حال کې چې بشپړ واقعیت هم ونه لري او کله چې کومه اشتباه کوو، تر ډېره نه غواړو چې څوک دې موږ ته متوجه شي، مګر د دې سره سره نور خبرېږي او کله نا کله موږ د اشتباهاتو په وجه په غوږ هم وهي.
همدا اشتباه کېدای شي، همغو خلکو هم په خپل ژوند کې تجربه کړې وي، خو دا یوه انساني خاصه ده، لکه چې وایي خپل عیب د ولي منځ، د بل عیب د کلي منځ!
نو هر کله چې کومه اشتباه کوئ، هېڅکله داسې فکر مه کوئ، چې به موږ به څوک نه خبرېږي، دقیق اوسئ، خلک ستاسې په وړاندې حساس دي، خو ډېر زړه مه ورته تنګوئ، د خلکو دا حالت زموږ په ګټه دی، زموږ په وړانډې د خلکو د ګوتنیونې چلنج موږ د اشتباه له تکرار څخه ساتي.
په دې اساس تاسې انتقاد منونکي ووسئ، هېڅکله له خپل ځان سره تدافعي حالت مه غوره کوئ، ځکه دا حالت ستاسې د ناامنۍ او تزلزل ښکارندويي کوي، انتقاد په سړه سینه واورئ او د هغو منبع بررسي کړئ، خپله آرامي وساتئ، ممکن په تاسو یو څه فشار راوړي، مګر بیا هم زغم وکړئ، یو ژور نفس وکاږئ او خپلې اصلاح ته پاملرنه وکړئ، انتقاد زموږ ښه ملګری دی، کېدی شي، یو منفي انتقاد هم زموږ مثبت اړخونه پیاوړي کړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي