له کلي تر ښاره

لیک: شکرالله پاڅون
[pukhto]
د نوي والي ژمنې به عملي شي؟
د عقرپ پر لومړۍ نېټه د ننګرهار نوی والي محمد ګلاب منګل د یوې پراخې غونډې پرمهال د ننګرهار ملکي او نظامي چارواکو او ولس ته وروپېژندل شو، د پېژندنې په غونډه کې له معمول سره سم، له والي وړاندې ویناوالو غوښتنې او وړاندیزونه لرل او و ورپسې د والي ژمنې.
د خلکو غوښتنې معلومې وې، په ننګرهار کې اوج ته رسېدلې نا امني، فساد، غصب، سړي تښتونې له منځه وړل، د ادارو پر چوکیو له کلونو راهیسې د ناستو کسانو د بدلون او په ننګرهار کې له کلونو راهیسې د یوشمېر لویو نا تکمیله پروژو کابل ــ جلال اباد، جلال اباد ــ تورخم سرکونو او بهسودو پل د ژر ترژره بشپړولو غوښتنې وې، چې د ولایتي شورا رئیس ورته پر سټېج د بسوګۍ واده ووایه.
یوشمېر ویناوالو په ننګرهار کې د عدالت د تامین او په خان غریب، بې واکه او زورواکه، ټوپک وال او بې ټوپکه باندې د قانون یوشان پلي کولو غوښتنه وکړه.
د یوې دولتي ادارې د رئیس د زړه له حاله او کیسې خبر یم، چې په یوه اداره کې د دندې پرمهال د سطرنج له لوبې سره مخ و ، خو دا د خپلې خوښې لوبه نه وه، هره دانه به دې په خپله خوښه نه شوه خوځولی، که به دې میدان پرې ګاټه هم، خو که د دانې د مالک خوښه نه وه، میدان بایلل تر دانې خوځولو او میدان ګټلو عزتمند وو، هغه میدان اوس هم هماغسې پاتې، میدان شته، داني شته، لوبغاړي شته، خو دا چې دانه په خپله خوښه نه خوځېږي، نو له ګټې یې تاوان ډېر دی.
د ننګرهار د والي د معرفت په غونډه کې کله چې والي ته د خبر وار ورسېد، هغه نو ټولې خبرې کنایوي وکړې، په دې منځ کې یې یوه کیسه هم وکړه، ویې ویل: په یو ولایت کې والي وم، هره ورځ به راته یوه ډله راتلله او ویل به یې چې والي صاحب ښار کې غله زیات شوي، خلک له غلو تر پوزې راغلي. ما امنیتي ارګانونوته جدي لارښوونه وکړه چې په څو ورځو کې دننه درنه د ښار د غلو نیول غواړم، پولیس لاس په کار شول، په ښار کې د غلو درې مشهورمشران غله یې ونیول، نو په دې وخت کې هماغه ډله بیا راته راغله، ما ویل چې دوی به راڅخه مننه کوي، خو ددوی له منځه راته یوه وویل: والي موږ د دې لپاره راغلي یو چې فلانی سړی چې تاسې د غلو د مشرانو په ډله کې نیولی، زما ورور دی، حافظ د قران هم دی، که را خوشې یې کړې.
ما ورته وویل: سمه ده چې ستا ورور دی، حافظ د قران هم دی، خو دا به دې هم ورسره زیاته کړې وه چې: غل هم دی.
د والي ګلاب منګل دې خبرو نو هماغه مهال هم په تالار کې یو ډول زونګ زونګ وزېږاوه، ډېر ولیدل شول چې سرونه یې ښکته کړل، ډېر ښاغلي هلته ناست وو چې ولس ترې پوزې ته راغلی، هماغه خبره وه چې غل مه نیسه چې غل به تا ونیسي…
والي په خپلو خبرو کې په زغرده وویل: ننګرهار کې فساد او غصب اوج ته رسېدلی، خپلسرې وسله والې ډلې په ښار کې سرې سترګې ګرځي، سړي تښتونې او شوکې هم پرېمانه دي، نا امني او هدفي وژنې هم ډېرې دي، شاوخوا شپاړلس ولسوالۍ له امنیتي جدي تهدید سره مخ دي.
والي ددې ټولو ستونزو او ننګونو پر وړاندې مبارزه او په دې مبارزه کې خپله بریا د شرطونو په وړاندې کولو سره یاده کړه، ویې ویل: غصب به له منځه وړم، د فساد ریښې به وباسم، اختطاف ګر او غله به نیسم، خو چې بیا څوک رانه شي چې دا مې ورور دی، دا مې خپل دی او دا مې…
والي د ښار او ولسوالیو دامنیتي وضعې ښه والي، د نیمګړو پروژو د کار د بشپړولو او د نورو غوښتنو پوره کولو ژمنې هم وکړې.
نن چې له کوره د دفتر پر لور راتلم، له خلکو مې وپوښتل: له نوي والي د کار څه تمه لرئ؟ ایا ستاسې درد ته به درمان شي؟
د خلکو ځواب دا و: والي چې کومې ژمنې وکړې، که د عمل جامه ور واغوندي او په خپل کړي هوډ کې همداسې هوډمن پاتې شي، د چا تر تاثیر او خوشامندو لاندې رانه شي، په غوړو او چټلو یې لاسونه ورګډ نه شي، بس باوري یو چې ننګرهار به له شته وضعیته خلاص، بېرته به پخوانی د علم، ادب او سولې نوم خپل او ګل ګلزار به شي.
خو ننګرهار داسې مثال لري، لکه پیشو ته چې غوښه کېږدې او ورڅخه یې د نه خوړلو تمه ولرې، دې سرې غوښې ته هیڅوک د ټینګې نه دي…
اوس به نو راتلونکي ته ګورو چې څه کېږي؟
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي