لوبډلمشرۍ سره مينه لرم!

جاويد احمدي سره مرکه
[pukhto]
په لوبډله کې د کوم حقدار لوبغاړي ځای نه نیسم، هڅه کوم چې په خپله وړتيا ولوبېږم.
دا ځل مو د کرکټ ملي لوبډلې له تکړه اوپنر توپوهونکي جاويد احمدي سره د زړه خواله کړې، نوموړی که څه هم اکثره وخت په ملي لوبډله کې نه ښکاري، خو د کرکټ مينه وال او کارپوهان وايي، جاويد احمدي هغه لوبغاړی دی چې د ډېر عمر لپاره به افغانستان ته کرکټ وکړي او ښې لاسته راوړنې به ولري .
د جاويد په هکله بله مشهوره خبره داده، چې نوموړی په کرکټ کې قدم په قدم مخکې روان دی، له پينځلس کلنو ځوانانو سره لوبډلمشر او که ژوند ورسره ياري وکړه يوه ورځ به د ملي لوبډلې لوبډلمشر هم شي .
مينه: د ځان په هکله معلومات راکړه ؟
احمدي : جاويد احمدي یم، اصلاً د کندز ولايت یم، په پېښور کې مې ډېر عمر تېر کړی دی، اوس هم په کندز او پېښور کې اوسېږو، په ۲۰۰۵ کې مې د افغانستان لپاره کرکټ پيل کړی، پينځلس کلنو ځوانانو سره د لوبډلمشر په توګه وم ، بیا همداسې نولس کلنو ته راغلم چې لوبډلمشر وم، په نولس کلنو کې مې نړيوال جام هم وکړ، ښې لوبې مو وکړې، دغه راز له ډېرې خوارۍ وروسته اوس د ملي لوبډلې غړی یم .
مينه: لوبډلمشري دې اخستې که درکړې يې ده او د ملي لوبډلې لوبډلمشرۍ ته تیاري لرې کنه ؟
احمدي : زه له ماشومتوبه په دې فکر کې وم، چې زه بايد د مشرۍ بوج په غاړه ولرم او په کم عمره ځوانو لوبغاړو کې چې څومره لوبډلمشران تېر شوي تر ټولو ښه يم، د کرکټ بورډ مشران هم چې کله داسې پرېکړه کوي، نو ټولې شوې لوبې او هر څه ګوري او بیا پرېکړه کوي، زه اوس هم د خپلې ملي لوبډلې مشرۍ ته تيار یم، خو لومړی غواړم چې په لوبډله کې له خپلو مشرانو سره ډېرې لوبې وکړم .
مينه: زده کړې د ښه لوبغاړي په لوبه تاثیر لري، چې بیا لوبډلمشر هم وي، د خپل تعلیم په هکله هم راته ووایه ؟
احمدي : بې تعلیمه انسان داسې وي لکه له هر څه ناخبره، خو ځينې داسې انسانان الله پيدا کړي چې هغوی په خپل عقل ډېر څه کوي، خو تعلیمي کچه يې کمه وي، دا خو ده چې يو تعلیم لرونکی انسان چې کرکټ کوي او بیا لوبډلمشر هم وي خامخا به يې په خبرو او عمل کې تاثیر ډېر وي، د افغانستان په لوبډله کې زما تعلیم تر ټولو ډېر دی، زه څوارلسم پاس يم، په انګلش او کمپيوټر کې مې مسلکي زده کړې کړي دي او اوس پرې حاکم یم.
مينه: تاسې ولې خپل عمر په کرکټ کې کم ښايئ ؟
احمدي : بس دا هسې يو سر زوري وي چې لوبغاړي غواړي تر ډېره پورې کرکټ وکړي او بیا څوک ورته ونه وايي چې عمر دې ډېر شوی او نور يې پرېږده، خو که د چا عمر هر څومره وي که ښه ښه تمرينات کوي او تيار يې، نو کرکټ کولای شي که يو لوبغاړی ښه ځوان وي، خو خواري نه کوي، نو د مخکې تګ چانس نه لري.
مينه: که ستا په یاد وي تر ۲۰۱۰ کلونو پورې افغانستان زياتې لوبې ګټلې لکه ای کپ، شل اوریه کواليفار راونډ او داسې ډېر نور، خو اوس يې نه شي ګټلی ستا له نظره علت يې څه دی؟
احمدي : ورځ په ورځ زمونږ د کرکټ امکانات ښه کيږي، سهولتونه زياتيږي، نوي لوبغاړي پيدا کيږي، مينه وال هم زیات شوي، ميدانونه مو پيدا کړل، اکاډمۍ لرو، داخلي روزونکي لرو، هر څه لرو، کورنی کرکټ لرو، نو مونږ مخ په ښه کېدو روان يو، له کومو لوبډلو سره مو چې په ۲۰۱۰ کې لوبې کولې هغوی اوس هم هماغسې پاتې دي مونږ مخکې روان یوو، خو دا بايد ووایم چې هغوی هم خواري کوي په خپلو لوبډلو سرمايه ګذاري کوي، خو مونږ پرې په دې ښه یوو چې کورنی کرکټ لرو، اوسمهال مونږ له فول ميمبر لوبډلو سره زياتې لوبې کوو لکه پاکستان، هندوستان، اسټراليا او داسې نور، چې په دې کې مو بنګله دیش او زمبابوې ته ماتې هم ورکړي دي، په دې وخت کې بايلات هم زيات وي مونږ بايد د بایللو زغم پيدا کړو، زه به د سريلانکا مثال درکړم چې تر دیرشو کلونو پورې يې نړيوالې لوبډلې ته ماتې نه وه ورکړې، خو په ۱۹۹۲ کې له سره راغلل خواري يې وکړه او په ۱۹۹۶ کې يې نړيوال جام وګاټه، علت يې دا و چې خلکو يې پرې باور وکړ او د خپلو لوبغاړو ملاتړ يې وکړ .
مينه: احمدي صیب پوښتنه دا ده چې په لومړيو وختونو کې مو ايرلينډ، نیدرليند، سکاټلينډ، هانګ کانګ، نيپال او اماراتو ته په اسانۍ ماتې ورکولې، خو اوس راته ډېر سخت شوي دي هغوی قوي شوي که مونږ کمزوري شوي يوو ؟
احمدي : داسې خبره نه ده هغوی هم ورځ مخکې ځي او په هر وخت کې زمونږ همزولي لوبډلې دي، که مونږ فول میمبر ته هم لاړ شو، نو یاد ټيمونه زمونږ همزولي دي، تر ډېره به بیا هم کله مونږ ترې میچ ګټو کله به يې هغوی ګټي لکه بنګله دیش چې فول میمبر شوه، نو ايرلينډ، هانګ کانګ او افغانستان په اسانۍ سره ماتې ورکړي دي، دا کرکټ دی زموږ ټيم هم ښه روان دی او هغوی هم ډيره خواري کوي.
مينه: په کورني کرکټ کې د ملي لوبغاړو لوبېدل ستا له نظره څنګه دي، د ځوانانو مخنيوی دی که ځوانانو ته د تجربو ليږدول ؟
احمدي : دا ډېره ښه خبره ده، چې ملي لوبغاړي په کورنيو سياليو کې لوبيږي يو خو زموږ کورنی کرکټ پرې ښه کيږي او نويو ځوانانو ته تجربې انتقاليږي د هغوی زړونه ورسره غټيږي، کرکټ يې ښه کيږي او مينه وال کولای شي، چې په اسانۍ سره خپل ملي لوبغاړي له نيږدي وګوري، زمونږ په زونونو کې د سپين غر او میس عينک کرکټ ښه دی، امو، بوست او بند امیر د دوی په پرتله کم دی . خو اوس چې لوبغاړي په دې زونونو تقسيم شوي، نو سپين غر او میس عینک هم له ستونزو سره مخ دي او په اسانۍ سره پايلوبې ته نه شي وتلی، نو د کورني کرکټ پياوړتيا لپاره بايد نور کار هم وکړو او ملي لوبغاړي په کې ولوبوو.
مينه: کورني کرکټ ته د بل کوم نوښت اړتيا ده ؟
احمدي : شپږيزه د هېواد په کچه زمونږ سترې سوداګريزې سيالۍ دي، چې مونږ بايد په راتلونکو کلونو کې هڅه وکړو څو دغه سيالو ته بهرني لوبغاړي راوغواړو که ډېر نه وي، نو هرې لوبډلې ته يو یا دوه بهرني نړيوال لوبغاړي را وغواړو، چې زمونږ مينه وال نور هم زيات شي .
همدارنګه که د شپږيزې په څېر د يو ورځنيو سياليو يو رنګین ټورنمنټ ولرو نور خوند به هم وکړي او کورنی کرکټ به ورسره پرمختګ وکړي .
مينه: هغه لوبغاړي چې ملي لوبډلې ته نه شي راتلای او ټوله پاملرنه يې کرکټ ته وي کرکټ بورډ بايد ورته څه وکړي؟
احمدي : دا ستونزه مونږ په اسانۍ سره حلولی شو، سوداګريز ټيمونه جوړولی شو، چې هره ستره کمپني د کرکټ يو ټيم ولري، که په پيل کې مونږ پينځه شپږ کمپنۍ دې ته قانع کړو، چې لوبډلې جوړې کړي او لوبغاړو ته معاشونه ورکړي، زه باور لرم چې دا کمپنۍ به په دوه درې کلونو کې تر شلو زياتې شي، ټول لوبغاړي به مصروفه وي او خپل کرکټ به کوي.
مينه: کوم ملي لوبغاړی دې ډېر خوښ دی ؟
احمدي : خوښ مې ټول دي او دا له زړه وایم چې ټول راته ګران دي ځکه دوی په داسې حالاتو کې کرکټ کړی، چې امکانات ډېر کم وو، دوی ډېر مشکلات لرل او زمونږ ټيم يې نړيوال مقام ته ورساوه، زما نوروز منګل ډېر خوښ دی، ښه لوبغاړی او ښه لوبډلمشر پاتې شوی.
مينه: په نړيوالو لوبغاړو کې ؟
احمدي : مایکل کلارک مې دومره خوښ و چې هره لوبه به يې ما ليدله او د هغه له لوبو به مې زده کړه کوله، خو بیا هم په خپله خوښه لاړ او کرکټ يې پرېښود، اوس مې هاشم امله خوښ دی، اخلاق، وړتيا، حوصله، د ګټې جذبه او هر څه الله ورکړي دي .
مينه: هغه کوم نړيوال لوبغاړي دي چې د کرکټ په پرېښودو يې ته خفه يې ؟
احمدي : نړيوال لوبغاړي ځانته يو حد ټاکي او له هغه اخوا چې څومره وړتيا هم ولري بیا کرکټ نه کوي، مايکل هسي، مايکل کلار، ريکي پوانټيګ، ټنډولکر، کاليس، سنګه کارا او ځينې نور هم دي، چې په تګ سره يې کرکټ بې خونده شوی، خو ځينې نوي ځوانان دي چې د وخت په تېرېدو به دا تشه ډکوي .
مينه: د ملي لوبډلې لاسته راوړنې زياتې دي، د خلکو تشویق او د دولت او سوداګرو ملاتړ څنګه دی ؟
احمدي : له خپلو خلکو خو راضي یم، چې زمونږ يې ډېر زيات عزت کړی دی، له سوداګرو او دولتي چارواکو غواړم، چې له لوبغاړو سره مرستې وکړي، يواځې په خپله سيمه کې دې لوبغاړو ته امکانات برابر کړي، لکه ميدانونه او اکاډمۍ، چې زمونږ په هېواد کې اکاډميک کرکټ پيل شي.
مينه: لوبغاړي ته واده څومره مهم کار دی او تا واده کړی کنه ؟
احمدي : له واده سره د يو لوبغاړي ټول ذهني مشکلات حليږي، ځکه ټوله پاملرنه بيا لوبې ته اوړي، ځوان چې کله تر شلو کلونو بره شي تر ډېره يې واده ته فکر وي، چې دا ستونزه يې حل شي، نو تر ۳۵ کلنۍ پورې بیا دا سوچ نه کوي او يو لوبغاړی چې لس کاله په ارام دماغ کرکټ وکړي، نو ښې لوبې به و کړي .
مينه: له هېواده بهر درسره د بهرنيانو چال چلند څنګه وي؟
احمدي : مونږ چې کله د ملي لوبډلې جامه پر غاړه کړو او بیا يوه هيواد ته لاړ شو هغه خلک لومړی حیران شي چې افغانانان او نړيوال کرکټ! بیا رانه پوښتنې کوي چې تاسې خو ټوپک او ډز نه بغیر بل کار نه لرئ دې حد ته څنګه را رسيدلي یاست، هغوی ته بیا د خپل هېواد د پرمختګ کیسې کوو او هڅه کوو چې ذهنونه يې پاک کړو .
مينه: مونږ نړيوال جام ته څو ځل لاړو ، ایشیا کپ ته لاړو خو له لار موندنې ( کواليفار ) خلاص نه شو له دې به کله خلاصيږو؟
احمدي : دا يوه مرحله لري مونږ اوس د کرکټ په نړۍ کې دوهمه درجه هېواد یو، په دې لړۍ کې راسره شپږ نورې لوبډلې هم شته، کله چې مونږ اوله درجه ترلاسه کړو او له اوله درجه هېوادونو سره پينځه ورځنۍ ټیسټ لوبې و کړو، نو بیا به لارموندنه ختمېږي .
د دې لپاره شرایط دي چې څه شرایط مونږ پوره کړي او څه به په راتلونکي کې پوره کوو، لکه نړيوال ميدانونه بايد ولرو، چې اوس يې تر يوه حده لرو، اکاډمۍ اوس لرو، کورنی کرکټ لرو او چې د څلور ورځنيو سيالیو لړۍ دا ځل وګټو انشاالله لومړۍ درجه به هم ترلاسه کړو .
مينه: په کورنۍ کې دې د کرکټ نور مينه وال هم شته ؟
احمدي : مهاجرت کې زمونږ ټولو ورسره مينه پيدا شوه، ځکه بل کار نه و، په هغوی کې يواځې زه کرکټر شوم او نورو ورونو مې نور کارونه کوي، خو اوس مې يو وراره کرکټ کوي، په شپاړس کلنو لوبډله کې هم و او ښه راتلونکې به ولري.
مينه: څه ډول ژوند دې خوښ دی ؟
احمدي : ساده او يوازيتوب، چې د خپل راتلونکې په هکله پکې فکر وکړم او کبر رانه ونه شي .
مينه: کوم خواړه دې خوښ دي؟
احمدي : د انسان فطرت دی چې کله ورته کوم خواړه ښه نه وي همغه خوري لکه په مونږ وريژې بندې دي خو سختې مې خوښې دي او تر يوه اندازه يې خورم .
مينه: کوم هېواد، کوم لوبغالی او کوم ښار دې خوښ دی ؟
احمدي : د اسټراليا سيډني لوبغالی مې خوښ دی، ډېر معياري دی، هېوادونو کې مې خپل هېواد خوښ دی او دا په یقين سره وایم ځکه زړه مې پکې خوشاله وي، ښارونو کې مې پېښور او کابل دواړه خوښ دي، جلال اباد او کندوز راباندې ګران دي .
مينه: نه هېرېدونکې خاطره دې ؟
احمدي : ويل يې راته ښه نه ښکاري، خو بیا هم ۲۰۰۷ کال و، چې مونږ د نولس ورځو کمپ يواځې په بينډيو تېر کړی دی، له سختو ستونزو سره مخ وو چې رانه نه هیريږي .
مينه: تاريخي لوبه چې په يادولو يې خوشاليږې، د خفګان يوه لوبه او ستا يو تاريخي اننګز ؟
احمدي : په نړيوال جام کې سکاټلينډ ته ماتې ورکول د خوشالۍ او خفګان نه ډکه لوبه ده، چې مونږ يې نه شو هيرولی، دې ميچ هم خفه او هم خوشاله کړو او زما د تاريخي لوبې په هکله هغه هم د سکاټلينډ له نولس کلنو سره په ۲۰۱۲ کال کې د نړيوال جام لوبه وه چې ياد هېواد مونږ ته په بده سترګه کتل او سپکې سپورې يې راپسې ويلې او بیا يې چلينج راکړ، په هغه لوبه کې ما ۱۴۰ منډې وکړې، هغه پاڼۍ مې اوس هم یاديږي، سکاټلينډیانو ته مو ښه ماتې ورکړه .
مينه: پيغام ؟
احمدي : ځوانان دې تعليم وکړي چې له برکته يې هېواد را جوړ شي، دوی خپله راجوړ شي، ښه ژوند وکړي، د مور، پلار او مشرانو درناوی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي