لوڅ شخصیت

صمیم روحاني
[pukhto]
په اوسني زمان کې د یو چا شخصیت پیژندل خورا ستونزمنه او ډېره معلقه چاره ده، ځکه دلته د ښه شخصیت کولو تمثیل زښت زیات دی، هر څوک دا ادعا کوي چې، زه یو ښه او نېک شخصیت یم او په ځان کې به هیڅ نوعه د بدۍ څرک نه ګوري، کوم اعمال چې ترسره کوي، ښه او بهترین به ورته ښکاري خو، حلان کې دا اعمال به د خلکو او ټولنې لپاره ډېر مضرر تمامیږي.
دغه ډول خلک د انسانیت په ټولو پولو او سرحداتو تېریږي او هغه اصول او قواعد چې د یو چا ښه شخصیت ثابتوي، د پښو لاندې کوي.
په دې ناعلاجه ناورغۍ اخته افراد د شرم په نوم هیڅ ډول څیز نه پيژني او خاص د ځان مطرح کولو لپاره نمایشي عملونه اجرا کوي، د یادو وګړو وجدان او ضمیر دواړه په اصل کې مړه وي او ډېر یو بېغیرته او پست انسان هم وي.
څنګه د یو چا شخصیت په ډاګه کړو؟
که غواړئ چې د یو چا اصلي څهره وپيژنئ او شخصیت یې ور معلوم کړئ، نو لومړی د هغې خلکو کړه وړه، حرکات او سکنات په پوره مانا مطالعه کړئ، وروسته یې په کلي، کور کې پوښتنه وکړئ چې، د نوموړي فرد اخلاق او نور اجتماعي چال، چلند څنګه دی، ورپسې یې وګورئ چې، د انسانیت لوې نوم ته څومره مقید دی.
که د یو چا په اړه مو پورته یاد شوي نقاط مطالعه کړل او ټولو پکې شتون درلوده، نو همدا کس یو وړ شخصیت دی.
رحمان بابا وایې؛
په ظاهر لباس یې مه سه ای رحمانه
منځ یې ګوره چې چغزي دی که مټاک
د دروند شاعر بابا له قوله، د یو چا ظاهري ښکلا د هغې د شخصیت په ښه والي دلالت نه کوي او نه یې هم موږ ښکلا د تائيدولو لپاره معیار ټاکلی شو، بلکې باطن یې وګوره چې، هغه په خپل درون کې څومره په اوبو کې دی.
د یو چا شخصیت پيژندنې لپاره پلټنه هم اړین توکی دی، نوموړي کس ته ښه ډېر وخت ورکړئ او د وخت په دوران کې یې وپلټئ چې د یاد کس په خوي او حصلت ښه اګاه شئ.
ځکه په ننني عصر کې ډېری وګړي د ښه شخصیت دعوې کوي او تل کوښښ کوي چې نورو ته ځان ښه ثابت کړي، خو تر ټولو مضرره خلک بیا همدا دي، ځکه دوی د ځان ښه ثابتولو له هنره برخمن وي، ددې ټولو باوجود، د داسې انسانو کړنې هم وڅارئ چې څومره یې مثبتې دي او څومره منفي.
څنګه خپل شخصیت جوړ کړو؟
دا داسې یوه پوښتنه ده چې، هر انسان یې باید په ورځ کې په معمول ډول له ځانه وپوښتي، ځکه همدې پوښتنې ته ځواب پيدا کول، د انسان په شخصیت جوړونه کې اعظمي رول لوبولی شي.
[/pukhto]
زه د کابل نننې برید د انسانېت او بشریت پر وړاندې ستر جنایت بولم، ولو که هر چا او هرې ګورو ترسره کړی وي.
ځکــــه اسلام هم د داسې اعمالو تر سره کولو څخه منع کړی اود داسې اشخاصو وژنه یې مطلق د مسلمان په څېر حرامه کړی، او سرغړوونکې یې باید مجازات او په جزا ورسیږی، ځکه د هغه چا وژنه او ازار مه اخله چې تاته ضرر او تاوتن نه رسوي.
زه د کابل نننې برید د انسانېت او بشریت پر وړاندې ستر جنایت بولم، ولو که هر چا او هرې ګورو ترسره کړی وي.
ځکــــه اسلام هم د داسې اعمالو تر سره کولو څخه منع کړی اود داسې اشخاصو وژنه یې مطلق د مسلمان په څېر حرامه کړی، او سرغړوونکې یې باید مجازات او په جزا ورسیږی، ځکه د هغه چا وژنه او ازار مه اخله چې تاته ضرر او تاوان نه رسوي.