لږ زر زر راځه

میوند درځار
[pukhto]
له تالاشۍ چوک نه چې راتېر شې، د ګمرک جومات له شانه یوه کوڅه راوتلې، ددې کوڅې له خولې نه یو څو قدمه نور هم رامخکې، دغه ځای کې، د غرمې دولس نیمې بجې دي، وږی یم، په رېړو پرتې مڼې راته د معمول خلاف ډېرې سرې او غټې ښکاري.
زړه کې وایم چې نه، پدې یې غوړه ټوټه کش کړې، ښه نو نن دا دومره غټې ولې دي؟؟
زه خپلې دوهمې پوښتنې ته د خپلې خوښې د ځواب په جوړولو بوخت وم چې لاس مې کش شو. ((بیادر امي ګلاب مارکیت کجاست؟)). چې سړي ته ګورم زرولي افغان دی، چې خبرو ته یې ګورم، هراتی راښکاره شو، مال یاره روره جلالاباد کې خو میاشت کې یو نوی مارکېټ جوړېږي، هلته د کوم نزدې چوک ادرس به دې راخستی و.
ددې پرځای چې ماته ځواب راکړي، یو بل لاروی یې راستون کړ، ویل یې ((از ایي کاکا پرسان کو)). مال کاکا دا ګلاب مارکېټ چرته دی؟ ویل یې: روکی هغه خو اییین لغمان آډه کې دی، دا څه غواړي؟
سړي ورته کړل چې مسافر یم، له ایران نه راغلی یم او بلوچ یم.
تازه راپیداشوي کاکا وویل خوریی په تا یې باور کړی، له مسافرو سره مرسته کول ثواب دی.
بیا یې له ما وغوښتل چې پوښتنه وکړم مسافر ګلاب مارکېټ څه کوي او هلته دي څه شی؟ مبایلونه، رختونه او که …. سړي غلی یو زیړ لاسي سات د واسکټ له دننه جېبه راښکاره کړ او زر یې بېرته ننویست.
کاکا لکه شپېلی چې وهي، خوله داسې راټوله او وریځې پاس کش کړې، د سرو زرو دی؟
بېل یې لرې؟
مسافر زر جېب ته لاس کړ، هو دا دی، دواړو زه مخاطب کړم، په خط پوهېږې؟
ومې ویل هو او د (هو) سره سم زړه راته وویل چې پام ګوره! خلک ټګان دي، پښې وباسه.
بس له سیکینډ نه په کم وخت کې په خپل کړي تعلیم منکر شوم، مال نه کاکا خط مې ندی زده او همداسې مې د انصاري هوټل خواته سرک په لنډو کراس کړ.
دې غاړې پیاده رو کې مې په جېب ګوتې ووهلې، صراف راکړې پیسې پکې پرتې وې، شکر مې پدې وویست چې د موټرو اډه بېخې جوخته وه.
یو ځل مې زړه وغوښتل چې بېرته د سرک هغې لاسته وګورم چې کاکا او مسافر ملګری یې شته که نه خو، پښو راته ویل چې لږ زر زر راځه!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي