لیک نښې

ګلستان تمیم
[pukhto]
ددې لپاره چې له یوې لیکنې مو بشپړه ګټه پورته کړې وي نو اړینه ده چې په لیک نښو ځان پوه کړو.
ځینې وایې چې لیک نښې د لیک د لوستلو پر مهال دومره ضروري دي لکه د قرآنکریم په لوستلو کې چې د (تجوید) علم ضرور وي، نو زه هم غواړم چې دغه نښې په لنډ ډول ولیکم.
1 ـ ټکی یا نقطه (.) دا نښه د بشپړې جملې په پای کې ایښودل کیږي او د جملې تمام والی ښایي، لکه:
څه چې کرې هغه به رېبې.
نن شکېب ناروغه دی.
دې نښې ته (تمکۍ) وایي.
2 ـ چپه پېښ یا کامه (،) دا نښه د یوې لنډې دمې لپاره کاریږي، په یوه جمله کې که سړی وغواړي لږ ځنډ وکړي نو دغه نښه راوړل کیږي، مګر ډېری وخت د کلمو او نیمګړو خبرو تر منځ د عطف لپاره راځي.
لکه : حامد، وصال، مدینه او نجیبه په ازموینه کې بریالي شول.
ګل پاچا الفت د پښتو نثر ستر لیکوال، ښه شاعر او پوخ مفکر دی.
دې نښې ته ( تړونی ) وایي.
3 – دوه ټکي یا شارحه (:) دا نښه د یوې جملي د څېړنې علامه ده، د هغې کلمې یا جملې په پای کې لیکل کیږي چې وروسته ورپسې شرح او تفصیل راځي.
لکه افغانستان ډېر لوی میړني بچي لري: احمدشا بابا، غازي امان الله خان، میرمسجدي خان او نور.
او یا هم په پښتو کې ډېر لوی شاعران تېر شوي دي: رحمان بابا، خوشحال خان خټک، حمزه بابا او نور.
دې نښې ته (څرګندنۍ) وایي.
4 – د سوالیه نښه (؟) د ا نښه د پوښتنې په وخت کې راوړل کیږي، یعنې د هر ډول سوالیه غونډلو په پای کې راځي.
دې نښې ته ( تپوسنۍ) وییلی شو.
لکه :
نوید چېرې دی؟
کتاب دې خلاص کړ؟
5- حرف ندایه (!) دا نښه د غږ او ندا په وخت کې کاریږي، لکه:
کتاب ولوله!
دلته راشه!
خو اصلي خبره داده چې د خبردارۍ او تنبېه په وخت کې هم دغه نښه کاریږي او په دې سبب مخاطب امر په اخر کې هم راځي، لکه:
ورورنو پورته شئ!
د پښتو په لاره کې ځانونه قربان کړئ!
همدا راز د غه نښه د تعجب، حېرانتیا او افسوس په ځای کې هم راړل کیږي.
مګر د زیات تعجب او زیاتې خبردارۍ پر مهال دوه او یا هم درې ځله لیکل کیږي.
لکه:
اوه څومره ښکلی کتاب دی!!
افسوس! چې هغه وخت زه پوهېدلی.
کله چې پوښتنه او تنبېه دواړه مطلب وي، نو د پوښتنې او خبردارۍ نښې دواړه یو ځای راځي.
لکه: د خدای لپاره دا څه حال دی؟!
دې نښې ته ( خوځکۍ) وایي.
6- ټکی او چپه پېښ (؛) دا نښه د زیاتې وقفې لپاره پکاریږي، مګر د کلمو تر منځ نه راځي، بلکې د هغو مرکبو جملو په منځ کې راوړل کیږي چې په معنی کې یو له بل سره تړلې وي،لکه:
له هغه علم چې اخلاق ورسره نه وي؛ ناپوهي غوره ده.
دې نښې ته په پښتو کې (ځنډ نښه) وایو.
7 ـ کش ( ـ ) دا نښه د یوې جملې د بېلونې لپاره کارول کیږي، په ځانګړي ډول په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځي او لیکونکی او اورېدونکی له ( تا وویل) او ما (وویل ) له تکرار څخه ژغوري. مثلآ:
ـ چېرته وې؟
ـ ښار کې وم.
ـ څه دې کول؟
ـ یو کتاب مې واخیست.
دا نښه کله ـ کله د دوه کلمو چې په تکرار ډول راغلې وي ترمنځ هم راځي،
لکه جلا ـ جلا ، افسوس ـ افسوس .
دې نښې ته (سم سمۍ) وایو.
8 – وړوکی قوس ( ) دا نښه د خاصو نومونو او خاصو جملو د جلبولو لپاره کارول کیږي.
لکه :
زما ملګری (ساحل) ډېر ښه لیکوال دی.
زه غواړم سباته له وصال سره (چې زما ښه ملګری دی) ننګرهار پوهنتون ته ولاړ شم.
دې نښې ته (لیندۍ) وایو.
9- غبرګ قوسونه (( )) ددې نښې په منځ کې د بل چا نظریه، یا د کتاب عبارت او یاد دزیاتې توجه وړ او ژورنالستان ملګري په کې مستقیم نقل قول را اخلي لکه:
ولسمشر غني وایي:
(( هېڅ افغان له بل افغانه کم نه دی))
یا هم
په دې ورځو کې د (( امریکا ټاکنې)) کلمې ډېرې ګردانیږي.
10- درې ستوري ( (***دا نښې د یوې مقالې د یوې برخې د تمامیدو او دبلې برخې د شروع کېدو په منځ کې لیکل کیږي، یعنې یو بحث له بل نه بیلوي.
یادونه: دې ورته نورې ليک نښې هم شته خو په ليکلو ترې کمه ګټه پورته کېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي