67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ماشومان ژغورلی شو!

سلګۍ اوښکه

[pukhto]
د ماشومانو د جنسي ځورونې د مخنيوي لپاره دغه ټکي په پام کې ولرئ.
۱- خپلو وړو لورګانو ته خبرداری ورکړئ چې هېڅکله دې هم د بل چا د زنګون په سر نه کيني، حتی د خپل کاکا، ماما او نورو نږدې خپلوانو.
۲- د دوه کالو څخه د پورته ماشومانو په مخ کې هېڅ کله کالي مه بدلوئ، يا هغوی بل چېرته ولېږئ او يا هم تاسې کوم ګوښه ځای کې جامې بدلې کړئ.
۳- هېڅ چا ته اجازه مه ورکوئ چې ماشوم ته مو حتی په ټوکو کې د (مېړه مې) يا (مېرمنه مې) خطاب وکړي.
۴- کله چې ماشومان مو د لوبو لپاره د نورو ماشومانو سره بهر ته وځي، نو د لرې نه يې وڅارئ، چې څه رقم لوبې کوي؟ ځکه چې ځينې ماشومان يو بل ته د جنسي ځورونې سبب ګرځي.
۵- که چيري مو ماشوم د ځانګړي کس سره د ليدلو لېواله نه وي، هېڅکله يې هم مه اړباسئ چې ليدو ته يې ورشي او که ماشوم مو جبري د يو ځانګړي کس سره لېوالتيا پيدا کړي، نو د هغه کس اعمال هم تر څارنې لاندې ونيسئ.
۶- کله چې مو ماشوم ګوښه ګير شو، هڅه وکړئ، په تکراري پوښتنو، صبر او حوصلې يې لامل پيدا کړئ.
۷- کارتون فلم، مجله او هر هغه څيز چې تاسې يا بل چا ماشوم ته ډالۍ کړی وي، مخکې له دې چې د ماشوم لاس ته ورشي تاسې يې يوځل وګورئ او ځان يې د محتوی څخه خبر کړئ.
۸- په کيبل کې هغه خپرونې فعال کړئ چې د کورنيو لپاره خپرونې ولري او دوستان او خپلوانو ته مو هم چې ستاسو ماشوم ورکره تګ راتګ لري وواياست چې هغه خپرونې دې د ماشوم په وړاندې نه ګوري چې کورنيو لپاره يې کتل ښه نه دي.
۹- د درې کالو څخه پورته ماشومانو ته مو د بدن د ځانګړو برخو د پرېمنځلو طرز ور وښاياست او ځان باوري کړئ چې مينځل يې زده کړي او همدا راز ورته وواياست چې هېڅ څوک حق نه لري د دوی د بدن ځانګړي ځايونو سره لاس ووهي.
۱۰- د هغو شيانو او يا کسانو تور ليست چې فکر کوئ ماشوم ته مو ضرر رسوي وليکئ، دغه ليست کې کېدای شي بېلابېل ځايونه، اشخاص او حتی ستاسې نږدې خپلوان و اوسي.
۱۱- ماشومانو ته مو وروښاياست چې څومره مهمه ده ترڅو د بد اخلاقه کسانو سره راشه درشه ونه لري.
۱۲- که چيري ماشوم مو د چا نه شکايت وکړ ژر تر ژره د قضيې څېړنه وکړئ، ماشومانو ته مو ډاډ ورکړئ چې په هر حال کې ورڅخه دفاع کوئ.
دا په ياد ولرئ که نن ماشوم نه لرئ، سبا ته به د ماشوم خاوند شئ، خو بې غوري او دغه ټکو ته نه پاملرنه به بدې پايلې ولري او ټول عمر به مو ماشوم ځوروي.

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

د مور مینه او د وطن مینه
افـغـانـان؛ د شوروي په ارمان
ننګرهار د ګلانو او بوټو د روزنې او تولید وړتیا لري
خارج او خورما
اخر نارينه يې!
د روغ لیوني مناسبتي شاعري
د ريکشو ښار
زما د کلي له اغزو ډکې ونې

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2017
S S M T W T F
 1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
30  
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /