ماشومتوب

صمیم روحاني
څه شو! چېرته لاړ! ولې لاړ!
څومره خوږ ژوند د ماشومتوب وه، هلته نه غم وه، نه درد وه، نه خفګان وه، نه ستونزې وې، نه بدنیتي وه، نه بدبیني وه، نه فسق وه، نه جهل وه او نه نور….. څومره زر پناء شو، موږ یې په تګ هیڅ پوه نشو او نه مو د هغې تګ په خلاصو سترګو حس کړ.
د هغې وخت یوه ستره هیله مو دا وه چې، لویان شو، تر څو د خپلو اوږو بار خپله یوسو او په ځان بسیا شو، د مور او پلار مو هم دا ارمان وه چې، موږ دې زر زر غټان شو او د هغوې د خوشحالو لپاره یو راز اوسو.
هو، موږ خدای لویان کړو، دا خپله ارته دنیا یې راباندې ولیده، موږ پکې هم یو خوا بلې خوا وګرځېدو او د هر چا حال مو پکې هم ولیده، خو ولې د ټولو حال یو له بله بدتر وه.
دلته ژوند هم خوږ وه، خو د هغه ماشومتوب په څير خوږ نه، هلته موږ جنګونه کول، بدنیتي مو کوله، بدبیني مو کوله، د مور او پلار نا فرماني مو کوله، نفرت مو کاوه… ددې لپاره چې هغوې زموږ ناز یوسي، خو د لږ ځنډ وروسته به مو ټول د خندا ګانو تر شاء پریښودل، موږ هلته د نورو خوشحاله ساتلو لپاره پيدا وو، خو چې لویان شو، هغه خلک چې موږ په هغې عصر کې خوشحالول، دلته یې ژړوو، دا ولې؟ خپله ورته هم استدلال او دلیل نشو میندلی.
ماشومتوب کې مو مرګ نه پيژنده خو په ستر توب کې دا مرګ چا راوښود، هلته مو د نورو ژړولو او وژلو چل نه وه یاد، خو دلته راته دا هر څه چا راوښود، هلته مو د مور او پلار له امره سرغړونه نه کوله او نه مو د هغوې خلاف عمل ترسره کولی شو، خو دلته د مور او پلار د خبرې په مقابل کې درېږو،خبره یې نه منو، هلته که دوی راته نصیحت کاوه موږ به ورته غوږونه بوڅ نیولي و او هره خبره یې لکه شات دومره خوږه لګیده، خو دلته که نصیحت راته کوي، د غوږ نیولو په ځای یې رټو، هغوې ته د لیونو خطاب کړو او خبره یې په خوله کې نابوده وو.
موږ ولې په سترتوب کې داسې شو، دا هر څه چا راوښودل، ولې د ژوند دا پړاو هم د هغې دروې په شان نه تېروو، په موږ چا څه وکړل او که خپله مو ذهنیت بدل شو.
موږ د ژوند ټولې خوښۍ په هغې دور کې ولیدې، ختا ښې ډېرې مو ونمانځلې، خو تجربه مو نه کړې، دلته په دې دور کې همغه خوښۍ په سترګو وینو، هڅه کړو چې د هغې دورې په څېر یې ونمانځو، بیا بیا هڅه وکړو، خو پاتې راځو، حلانکې ځينې ونمانځو، خو بیا هم د هغې په شان خوند او مزه نه کا، ځکه هلته موږ نورو ته مینه ورکوله او نورو زموږ د مینې په بدل کې مهرباني راکوله او د هغوې مو همدا توقع وه، خو دلته موږ کوشش دا کړو چې خلکو ته مینه ورکړو، مینه همغه مینه ده د هغې پړاو څو چنده هم ډېره ده خو دلته هر څه د توقع خلاف دي، د مینې په بدل کې مهرباني نه بلکې نفرت را کړي، اوس زموږ د مینې بدیل د هغې وخت په څېر نه دي.
ای د ماشومتوب ژونده! ډېر درپسې خفه شوی یم د ماشومتوب ژونده، ته ولې دومره زر پناء شوې.که زه هغه وخت خبر وم، چې په لویتوب کې دا لویه دنیا ټوله له غمه ډکه ده، دلته ستونزې ډېرې دي، ټول دردونونه دي، بدنیتي ده، فسق دی، جهالت دی، کینه او بغض دومره ډېره ده چې اندازه یې نشته او نور… نو ما به هېڅکله ددې ارمان کړی نه وه، چې زه دې غټ شم.
دلته انسانیت شته، مهرباني شته، تر څنګ یې مینه او محبت شته، رحم او تراحم هم شته، خو نه څوک انسانیت پالي او نه دا نور یاد شوي ټکي.
دلته خو انسان د انسان لپاره سور دوزخ دی، هر څوک غواړي چې یوازې ځان ورسوي، ټول د ځان غم خوړلي دي، د بل په کیسه کې څوک نشته او نه د نورو لپاره کوم فکر کړي، خو بس خپل افکار یوازې د ځان سپما په خاطر په نور تمويلوي.
لویه خدایه! ته د خپل مخلوق حال خپله ښه وینې، ته موږ ته هدایت وکړې، تر څو یوې سمې او مستقیمې لار ته سوق شو.
په رښتيا هم په اوسني وخت کې هر ځل د ماشومتوب ارمان راځي، د خوښيو ډک ژوند وي، نه درڅخه څوک خپه کېږي، نه له چا څخه خپه کېږي…