ما پوهنتون ولې پرېښود!؟

نصرت ارمان
[pukhto]
دوهمه برخه
کوم پوهنتون ته چې په لومړي ځل له لويو هيلو سره ننوتی وم، دا ځل په وژل شوي احساس او مړاوې څېره ورننوتم. پوهېدم چې ژر به دا له ښکلاو ډک کور چې اوس راته دوزخ ګرځېدلی له ما پاتې شي. زه خو د همدې نه د خلاصون لپاره راغلی وم. د خپل ارمان وژلو پسې راپاڅېدلی وم. تر څو د يو چا له اسارت خلاص شم، د هغه چا له اسارت نه چې زما ډنډ سترګو، زاريو او د غريبۍ بيان پرې هېڅ تاثير نه کاوه او دا يې سترګو ته نه درېدل چې ده او کورنۍ ته يې زما د لاسه څومره درد رسېدونکی دی؟
پوهنتون له خوښۍ بې برخې شوی نه و، خو هلته يواځې زما لپاره خوښۍ خلاصې، دروازې بندې او د شتون ځای نه و راپاتې. اوس نو تبديلي له کوم ځايه پيل کړم؟ دا کار هم ماته نوی و، د پوهنځي رئيس اسلم نسيمي خو په اداره کې نه ليدل کېده، د پوهنتون په مرکزي سړک مې وليداو ورپسې مې منډه کړه. ځان مې ور ورساوه، ساه مې پر ځای کولای نشوه، هغه روان و.
– سلام. رئيس صېب! زه تبديلي کوم.
– چرته؟
– ننګرهار پوهنتون ته.
– ښه. لاړ شه له هغه ځايه موافقه راوړه.
هغه نور وخت نشو راکولای. ما غوښتل چې بله پوښتنه وکړم خو روان شو او زه يې په ناحل شوي سوال کې پرېښودم. د رئيس له خبرو مې دا اندازه واخيسته. چې لاړ شم، عريضه وکړم او له ننګرهار پوهنتون نه دوی ته موافقه راوړم.
بس همداسې په سره غرمه له پوهنتون نه راووتم او بېرته جلال اباد ته روان شوم.
ماښام ستړی تش لاس کورته راستون شوم. پلار ته مې د رئيس خبرې وکړې. هغه عريضه راته وليکله. سهار په وخت ننګرهار پوهنتون ته لاړم د ادبياتو پوهنځی مې پيدا کړ. په دهليز کې يو داسې چاسره مخ شوم چې استاد ښکارېده. احترام مې ورته وکړ، لاس کې نيولې پاڼه مې ورښکاره کړه.
ويې پېژندلم. ويل تا يوه غونډه کې کيسه لوسته، هلته زه هم وم. زه خوشاله شوم چې دا دی ننګرهار پوهنتون ته په راننوتو له داسې چاسره مخ شوم چې ويې پېژندم. او زما له هنره خبر دی. دې ماته داسې باور راکړ چې دلته به ستونزې کمې وي او که وي هم حل به يې اسانه وي.
هغه ته مې وموسل. ويل يې زه د دې پوهنځي معاون يم او تا سره به پوره همکاري وکړم. خو تبديلي داسې نه کېږي!
دې خبرې سره ماته د اسلم نسيمي مخ سترګو ته ودرېد او د ده نورې خبرې مې وانه ورېدې.
په بې حسه لاس مې ترې عريضه بېرته واخيسته. مخه ښه کې يې راته وويل: چې هملته د کابل پوهنتون د محصلانو مديريت کې د تبديلۍ فورم را اخستل کېږي. له پوهنتونه راووتم.
کور ته مې فون وکړ او دا د سرګردانۍ خبر مې هغوی سره هم شريک کړ. زه بايد بېرته کابل ته تللی وی. له دوسرکې نه موټر کې کېناستم او چې ورسېدم نو مازيګر و او رسميات خلاص و.
د محصلانو له مديرت نه مې چې د تبديلۍ فورم ترلاسه کړ. نو فکر مې لږ پر ځای شو. پر ډکولو مې شروع وکړه.
د تبديلۍ لومړۍ مرحله د پوهنځي له رياسته وه. او هغوی په خوشالۍ ومنله. تر لسو بجو مې له پوهنځي او د پوهنتون له عمومي رياسته موافقه ترلاسه کړه. او چې څو غرمه کېدله زه بېرته جلال اباد ته روان شوی وم.
بې خوبۍ او پلي ګرځېدو ستړی کړی وم. درونټه کې له موټره کوز شوم او نېغ د پوهنتون په خلاصه دروازه ننوتم. دلته هم لومړۍ مرحله د پوهنځي نه پیل کېدله. ادبياتو پوهنځي ته ننوتم. ټولې خونې بندې او کراره کراري وه. له پوهنځي راووتم او په سړک مخامخ لاړم. پوهنتون رخصت و، يو نيم کس تر سترګو کېده.
موبايل مې راوويست. ګوشکې مې په غوږو کې کېښودې او موسيقي مې ولګوله. سترګې مې په يو ښايسته ځای ولګېدې، د سيلفي اخيستو شوق مې پوره کړ. او چې روان شوم. لږ به نه وم تللی چې بايسکل مې مخ ته ودرېد. وچکی سړی چې ږيره يې وهلې او سترګې تورې کړې وې. ترې راکېوت. ما ژر ګوشکه له غوږه لرې کړه. ويل يې:
– ته غږ نه اورې؟!
زما چې فکر خراب و، خبره يې راباندې بده ولګېده.
– ته نه ګورې چې ما ګوشکې ايښي دي؟!
هغه باسيکل ودراوه. ما په شا کړې سپينه کڅوړه يې رانه واخيسته. لکه زه چې کوم ترهګر راننوتی يم.
– دې کې څه دي؟
– ويې ګوره!
ويې کتله.
– راځه هلته دې غواړي.
زه حيران شوم چې څه شوي؟
– چېرته؟
– هلته!. د هغه د ګوتې پسې مې سترګې لاړې. يو غوښن په عمر پوخ او بل لنډي هلکي ته يې زه ور روان کړم. هغوی دواړه هغه وخت چې ما تصوير اخيست هم ولاړ وو. سلام مې ورته وکړ.
– ماته مو څه ويل؟
پاخه سړي راته وويل: ته دلته څه کوې؟
د راتلو لامل مې ورته ذکر کړ. ويل يې؛ تا تصويران ولې واخيستل؟
زه يې خبرې په غوسه کړم: ولې تصويران اخيستل بند دي؟
هغه هم په قهر شو.
– هو بند دي!
په خبره يې خندا راغله: زه اوس همدا شېبه په دې لار راغلم. دلته يو ځای هم نه دي ليکل شوي چې تصوير مه اخلئ!
دا وخت له تعميره يو پکولي سپين ږيری راووت. بايسکل والا هغه ته موضوع تشريح کړه. هغه مې په راوړې پاڼه سترګې ونيولې. بيا يې هغه غوښن استاد ته وکتل. هغه پرته له پوښتنې پيل وکړ:
– ده له رياست نه تصويران اخيستل!..
په دې خبره ما احساسات کنټرول نشو کړی. اخيستي تصويران مې ورته راواړول او څلور واړو ته مې وروښودل چې وګورئ ما ځان ته تصوير اخيستی. بيا مې موبايل همغه استاد ته ورکړ: اوس ته دې کې ماته نور تصويران راوښايه!
هغه سره چې ځواب نه و، نو ويل يې تا دلته رياست سره تصويران اخيستي.
ما ورته وويل: رياست کوم دی؟
هغوی وخندل. ما خپلې خبرې ته دوام ورکړ: دلته کومه لوحه نشته چې رياست دې پرې ليکل شوی وي. او زه اوس خبر شوم چې دا رياست دی.
لنډي هلکي مې خبرو کې راټوپ کړ: خوله سمه خوځوه. دا معاون صيب دی او موږ استادان يوو.
– که استادان ياستئ او که نه، خو غلطي مو وکړه.
معاون چې (دل اقا وقار ) نومېده زه يې خاموش کړم: ځه بچيه لاړ شه. بيا داسې ونه کړې.
– د ځان تصوير اخيستل کوم جرم نه دی .
زه ګردونو وهلی او ګنګس وم، هغوی مې په لېونتوب يقيني شول.
هغه ميدان ته لاړم چې ما په کې د کانکور ازموينه ورکړې وه، هلته ما ته د کابل پوهنتون کارت راياد شو. بايسکل والا مې پېژندپاڼه غوښتې وه نو ما هغه ورکړی و. جيبونه مې ولټول، په کې نه و. او دا داسې څه و چې پرته له دې کابل پوهنتون ته ننوتل ناشوني و. هلته لا زما کارونه پاتې و. د کارت نشتوالي خو ماته لويه ستونزه راولاړوله. د هغې د ورکېدلو لامل باسيکل والا و. پسې ورغلم.
په دروازه چې ورننوتم د معاون او باسيکل والا سترګې وازې پاتې شوې. هلته دوه نوي استادان هم راغلي و، خو ما پرې ځان پوی نه کړ او باسيکل والا مې مخاطب کړ.
– له ما دې چې کارت واخيست، هغه راکړه!
له دې سره د هغه رنګ واوښت: ما درکړ!
– نه دې دی راکړی. معاون ته مې اشاره وکړه. ده ته دې ورکړ او چې بيا څه شو؟ نو دا به اوس تاسو وواياست!
معاون خندا ونيوه. بايسکل والا ته يې وويل چې کارت ورته وګوره. هغه ور مخ کړ: نشته! بیا په ميز راتکیه شو: ګوره وروره! موږ مه ليوني کوه. ما بېرته کارت درکړی.
ما پرې سترګې وربرګې کړې: کوم دی؟
– زه خبر نه يم!
– هه. ستا کار څه و چې له ما دې واخيست؟
هغه معاون ته بيا وکتل: صيب! دا هسې بد کوي…
ما جواب ورکړ: بد ته کوې چې له خلکو کار ت اخلې او چې کارت راپيدا نه کړې، له دې ځایه نه ځم. هلته پرته چوکۍ باندې کېناستم. معاون تلليو استادانو پسې زنګ وواهه، چاچې تورن کړی وم. په هغه يې هم د واسکټ جيبونه ولټول خو نه و ورسره.
باسيکل والا چې وليدل کلک ناست يم. ويل يې: سبا راشه، که پيدا شو دربه يې کړم.
زه چوکۍ نه جيګ شوم: پيدا نه. پيدا کوې به يې! او کور ته په خراب فکر لاړم.
د شپې چې مې فکر په ځای شو. نو کڅوړه مې راوسپړله. چې ګورم کارت پکې پروت دی. په خپل کړي کار پښيمانه او خندا راغله.. سهار چې بيا پوهنتون ته ورغلم نو دروازه کې له ولاړ عسکر نه مې وپوښتل چې د ادبياتو پوهنځي رئيس راغلی؟
هغه چې عمر نومېده، په ما يې د هو زيری وکړ. ادارې ته مې ځان ورساوه، رئيس په چايو څښلو لګيا و، څو نور استادان هم ورسره ناست ول. ما ورته د موافقې لپاره پاڼه په ميز کېښوده. عينکې يې ورته واچولې او چې څو شېبې وروسته يې سترګې ماته راواړولې نو په مخ يې غوسه ښکارېده.
– ښه. دا بدمعاش ته يې؟!
زه يې خبرې ولړزولم او پوی شوم چې کيسه خرابه شوې ده. له ډېرې وارخطايي نه مې ورته وويل:
– نه. نه. مدير صيب.
پاڼه يې په ميز راکېښوده: دلته بدمعاشانو ته ځای نشته.
په مايوسۍ مې پاڼه راواخيسته او راووتم. دروازه کې راباندې عمر غږ وکړ چې کار وشو؟ ما ورته پرونۍ کيسه شروع کړه. ويل يې؛ هغه ته يې؟ ما ویل: هو زه يم. ته هم خبر شوی يې؟ هغه ويل ټول پوهنتون خبر شوی. د هغه له خولې مې واورېدل چې معاون صيب دل اقا وقار کميټه کېنولې وه، د ټولو پوهنځيو رئيسانو ته يې خبر ورکړی چې له کابله راتلونکي کس سره موافقه ونه کړئ او زما کيسه يې ټولو ته کړې وه.
زه پوی شوم چې نور مخکې قدم اخيستل ناشوني شوي. ويل مې پاڼه وشکوم…. کور ته راغلم. پلار سره مې خبره شريکه کړه او پرونۍ کيسه مې هم ورته ټکی په ټکی وکړه. ويل يې: زه به درسره سبا لاړ شم. ته فکر مه کوه!
ما نه غوښتل چې پلار مې راسره په تکليف شي، خو اوس د هغه له را داخليدو پرته کارونه نه کېدل.
د معروف شاه خان شينواري استاد کوټې ته مې پلار سره يوځای ننوتم. دا وخت ميرويس شينواری چې د انګليسي ديپارتمنت امر و هم ناست و. ما ويل دواړه کاره به يوځای وشي او همداسې وشول. رئيس مې د پلار د سترګو خيال وساته. ميرويس شينواري ځان اخوا ديخوا کاوه خو څو شېبې وروسته راضي شو.
معروف شاه خان چې پاڼه بېرته زما پلار ته سپارله، نو ټينګار يې وکړ چې زوی دې له ځان سره رياست ته مه وړه. ځکه چې معاون صيب به خواشينی شي چې امر يې نه دی منل شوی.
پلار مې ورته ښه وکړه او ترې راووتو. رياست ته په لاره مې پلار نور ډاډ هم راکړ چې کار به دې وشي معاون صيب هم زه پېژنم. او بيا چې په رياست زه له پلار سره ورننوتم. نو بايسکل والا ګوته په غاښ پاتې شو. هغه مې پلار ته ډېر درنښت وکړ او موږ سره يې مرسته شروع کړه. ما ورته ويل: کارت لا نه دی پيدا شوی. خندل يې.
کله مو چې د پوهنتون له رياست نه موافقه ترلاسه کړه او راتلو ترې. نو باسيکل والا مې پلار ته ويل: دا زوی خو دې لېونی نه دی؟
پلار مې ورته وويل: روغ خلک نه شته. زه او باسيکل والا يو بل ته په خندا شو.
له غرمې وروسته زه بېرته کابل ته ځکه روان شوم چې اوس بايد له وزارت نه موافقه ترلاسه کړم. شپه مې کابل ته يوړه. سهار د لوړو زدکړو وزارت ته لاړم. اوږد کتار کې ودرېدم او له انتظار وروسته په لومړي ځل وزارت ته ننوتم. هلته بېروبار زيات و او نزدې په هره شيشه تازه خبرتياوې لګېدلې وي چې؛ د تبديلي وخت تېر شوی. خو ما له دومره خواريو وروسته په دې کاغذي خبرتياو باور نشو کولای.
په لويې دهليز کې د انتظار کوونکو چوکۍ ډکې وې. خو اېښودل شويو کمپيوټرونو او مېزونو ته څوک نه ول ناست. خلکو په خپل سر هلته يو ميز باندې کاغذونه اېښودل او ما هم داسې وکړل، کله چې مربوطه مامور راورسېد، نو له ټولو يې وغوښتل چې سبا دوه بجې راشي.
سبا چې په ټاکلي وخت ورغلم. ښه و په ځای و. له څو کسو وروسته ورسره ماته د خبرو وار ورسېد. هغه سر ټيټ کړ او زما کاغذونه يې راکړه: هلته خبرتيا دې نه لوسته؟!
په ډکو سترکو له پاڼې سره ترې روان شوم. له لويې دهليزه يې څوک دننه نه پرېښودل او ما فکر کاوه چې هلته دې ځان نه وي رسولی، کار نشي.
کله چې د دروازه ساتونکي پام په بله شو ما د دوهمې دروازې نه ځان تېر کړ. د محصلانو تر مديريته مې ځان ورساوه. او چې ورننوتم نو ملازم مې مخ ته لکه د ميخ ودرېد. ژر مې پاڼه وروښوده. چې تبديلي کوم. هغه اخيستې پاڼه په مخ را وويشته: ته چا له دروازې راپرېښی یې؟
ما ويل اوس په بله لانجه وانه وړم. له وزارته مې پښې سپکې کړې، چې رابهر شوم نو زنګ راغی، پلار مې و. ويل يې څنګه شو کار دې؟
– د تبديلي وخت پوره شوی. او ماته ژړا راغله…. بس نور زه پوهنتون نشم ويلی.
پلار مې ويل؛ ته ماشوم کېږه مه. صبر ولره. زه يو بل افشن هم لرم. هملته اوسه.
سمه ده مې ورته وويله او د دهيبوري پارک ته لاړم، ورځ ووته او چې مازيګر شو نو ماته زنګ راغی. نمبر نا اشنا و. اوکی مې کړ. ويل يې؛ ته نصرت يې؟ ما ويل هو. ويل يې: تبديلي کوې. ما بيا ورته هو وکړه. ويل يې سهار د پوهنتون په طبي دروازه کې ماسره ووينه.
شپه مې په ارام تېره کړه او سهار مې ځان طبي دروازې ته ورساوه. هغې شمېرې سره مې اړيکه ونيوله. يو پوليس را سره مخ شو. دا قومندان شفيق نومېده او ويل يې چې د پوهنتون د کنډک قومندان دی. پلار مې چې کوم چاته فون کړی و، هغه زه ده ته سپارلی وم. د موافقې پاڼه مې ورکړه. ويل راځه راپسې.
خپل شخصي موټر ته يې وخيژولم، پوهنتون کې په لومړي ځل موټر کې وګرځېدم. له پوهنتون نه يوه لاره وزارت ته تللې چې هر څوک پرې تګ راتګ نشي کولای، قومندان ته دروازه خلاصه شوه او زه ډاډمن شوم چې ده ته به ټولې دروازې خلاصې شي. همغه دهليز نه چې ما پښې سپکې کړې وې اوس په جيګو سترګو په کې روان وم.
قومندان يو چاته زنګ وواهه. ورغلو. پاڼه يې واخيسته. مونږ ته يې چای کېښود: تاسو دا وڅښئ زه به يې کار راخلاص کړم. د هغه له تلو وروسته زه او قومندان سره په خبرو اخته شو. پيالې مو چې تشېدې تللی کس راوګرځېد. لاس کې يې نوې پاڼه راوړې وه. دا مکتوب و. د کابل پوهنتون د محصلانو مديريت ته راجع و چې زما سوابق راوسپاري.
هغه مکتوب قومندان ته په ميز کېښود : دا نور په ننګرهار پوهنتون کې شو. سوابق دې راواخلي.
ما نه باوروله چې زما سرنوشت به داسې په يوه شېبه کې بدل شي. هغه په هره شيشه لګېدلې خبرتياوې او زما د پاڼې راغورځول مې سترګو ته شول. ده ښاغلي د وزارت د تبديلۍ ټول کارونه کړي وو.
په خوښۍ مو ترې مخه ښه راواخيسته. او بېرته په راغلې لار پوهنتون ته ننوتو. قومندان ويل؛ ته د پوهنتون د محصلانو مديريت ته مکتوب يوسه، زه څه کارونه لرم. بيا مې خواته راشه. همداسې مې وکړل.
د محصلانو مديريت کې بيا له اوږده کتاره تېر شوم. ويل يې؛ ماسپښين راشه.
بېرته د قومندان خواته لاړم. هغه مې خبر کړ. ويل يې راځه ډوډۍ خورو. بيا به درسره زه خپله ياڅوک ولېږم. تاته يې نه کوي.
د هغه سره مې په وړه غرفه کې چې د پوهنتون د دروازې مخ ته اېښې وه غرمنۍ وکړه. بيا يې يو چاته غږ وکړ. زما پاڼه يې ور وسپارله: دا کار ورته خلاص کړه. هغه امر ومانه، ماته يې ويل راځه. هغه مخکې او زه ورپسې شوم. نور نو زه کتار کې نه ودرېدم. مامورينو مې په مکتوب کې د خبرو پر ځای امضاګانې او ټاپې لګولې. که د کومې پاڼې کاپي به لګېدله نو زه اړ نه وم چې له پوهنتونه ووځم او اکرم فوتوکاپۍ ته ځان ورسوم. عسکر پرې کاپۍ هم راته وويستې. او مازيګر زه د کابل پوهنتون نه راووتم.
په موټر کې مې د خپلو اوښکو درولو توان نه لاره …
پاتې لري…
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي