ما پوهنتون ولې پرېښود!؟

نصرت ارمان
[pukhto]
درېيمه برخه
ما چې تبديلي راوکړه نوکابل پوهنتون ژمنی رخصت شو او دلته ننګرهار پوهنتون کې درسي سمستر تر نيمايي رسېدلی و، د دې لپاره چې زه په ننګرهار پوهنتون کې ثبت نام وکړم، بايد د سنبلې مياشت ته انتظار شوی وی.
راوړي سوابق مې کور کې خوندي وساتل او زه بېرته لکه د پخوا کتاب پلورونکی شوم. د ثبت نام پيل له سنبلې لس ورځې مخکې و، پوهنتون ته د خپلو کاغذونو سره ورغلم. د محصلانو مديريت دروازه بنده وه او مامورينو له کړکيو مراجعينو سره خبرې کولې. کړکۍ ته ځان رسول ستونزمن و. ما له دې وېرې چې کاغذونه مې ورک نشي، مامور ته له بهره نشو ورکولی.
په خپلو سترګو مې ليدل چې هغوی د هغه چا په کار لګيا دي چې په اړيکه تر کوټې ورغلي. په دې ورځ مې تلل بې فايدې و. په سبا چې ورغلم نو بېروبار کم و. دا ځل کړکۍ بندې وې، دروازه خلاصه شوې وه. چې په دهليز ورننوتم، چپ لاس ته لومړۍ کوټې ته ورغلم.
سپين ږيری مامور ناست و، خلکو ورته په مېز کاغذونه اېښودل، ما هم ورته کېښودل. او دا چې په کوچونو کې ځای نه و نو ورته د مېز څنګ ته ودرېدم. هغه سر راجيګ کړ، عينکې يې په سترګو سمې کړې او بيا يې زه په لاس ډيکه کړم چې شاته ودرېږم.
زه ژر شاته شوم او د هغه برګې سترګې بېرته د کار لاندې پاڼې ته واوښتې. ده ښاغلي له هرې امضاء سره يوه کيسه کوله او بيا به يې خپله ورپسې په قهقه خندل. بيا به يې امضا وکړه او بيا به بله کيسه ورياده شوه..
زه په ولاړه ستړی شوم. او له ډېر انتظار وروسته زما کاغذونو ته نمبر ورسېد. هغه چې څنګ راواخيستل. نو زه بيا ور وړاندې شوم. متن به يې پوره نه و لوستی چې رامخ يې کړ. غوسه يې زياته شوه.
– دا دوهمې کوټې ته يوسه!
زه سخت حيران شوم چې د دومره خبرې لپاره زما يو ساعت وخت ستا دکيسو په اورېدو برباد شو. او بيا دې ولې راته هماغه اوله کې ونه ويل؟!
وبړېده. نه يې پښتو سمه ويله او نه دري، خو دا چې اوس په چوکۍ ناست و، نو په ما يې پټکې وکړې. ترې راووتم. دوهمې کوټې ته د تلو شان نه و. او که ورننوتی هم وی نو زه باوري وم چې د لومړۍ کوټې غوندې ورته پېښې سره به مخ کېدم.
فکر مې کړی و چې د تبديلۍ وروسته به زه خوښ شم، خو داسې ونشوه. هغه پوهنتون ته چې زه راتبديل شوم، ما ترې په همغه اوله ورځ ښه خاطره نه لرله. له ژبني او قومي تعصبونو دلته هم خلاصون نه و.
د دې دوه کوټو مامورانو، چې سپين ږيری يې عبدالوهاب نومېده او بل محمدالله و، زه درونټې په تګ راتګ سخت ستړی کړم. نه يې کار خلاصوه او نه يې پوهولم چې څه وکړم؟ له دوی سره زه يوځل پخوا هم مخ شوی وم.
((کوم وخت چې ما کانکور امتحان نه و ورکړی، نو ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د شبانه پوهنتون لپاره ثبت نام پيل شو. ما د ثبت نام فورم په ۳۵۰ افغانۍ ترې راونيوه. او زما په شمول ډېری زدکوونکي وروسته خبر شول چې د شبانه پوهنځيو لپاره سږني فارعين نه نيسي. او هغوی چې ثبت نام کړی خپلې پيسې دې بېرته د محصلانو له مديريت نه واخلي.
کله چې زه د پيسو ترلاسه کولو لپاره ورغلم نو ماته يې ۳۰۰ افغانۍ راکړې، زه حيران شوم چې ولې؟ ماته بايد پوره پيسې راکړل شوی وی. هغومره چې له ما اخيستل شوې وې. ورته مې وويل چې؛ صيب! ما تاسو ته ۳۵۰ افغانۍ درکړي او تاسو بېرته….
ويل يې له ټولو مو ۵۰ ګرځولي. دې خبرې يې زه بې حوصلې کړم. ماته ۵۰ افغانۍ ډېرې پيسې وې. پيسې مې بېرته ورکړې ورته مې ويل؛ زه پوره غواړم.
د هغه سترګې برګې شوې: موږ دلته ستا د پلار نوکران ناست يوو؟ دا زموږ د غرمنۍ پيسې مو ګرځولي.
غوښتل مې چې ستوني کې يې راونيسم، خو له کړکۍ مې لاسونه نه ور رسېدل. په تلو راتلو مې ۲۰۰ افغانۍ کرايه هم لګېدلې وه چې ټولې بې ځايه تللې، دا پنځوسی مې ورته نشوې پرېښودلی.
– دا زما د تګ راتګ کرايه ستا پلار راکړې؟ ته د دولت نه څه ته معاش اخلې چې له پاسه يې زموږ نه هم ګرځوې؟ او چې پوره پيسې دې نه وي راکړي زه دلته ودرېږم او د خپل حق غوښتو لپاره چغې وهم.
هلته چې څه خلک ولاړ و زما شور يې واورېد. مامورينو د دې لپاره چې ځانته د وړو پوزه جوړه کړي ماته يې خپلې پوره پيسې راکړې او ويې غوښتل چې نور ورک شم.
زه خوښ شوم چې له غلو مې بېرته خپل حق ترلاسه کړ، خو څنګه چې روان شوم نو نورو راغليو هم ترې د پوره پيسو غوښتنه شروع کړه. هغوی په مامورينو غالمغال جوړ کړ او زه په خندا ترې لاړم)).
فکر کوم دې دواړو د دې لپاره سرګردانه کولم چې زه يې پېژندلی وم. ځکه ما يې شوړه خرابه کړې وه او غوښتل يې چې د هغې په بدل کې اوس زما لږ او اسانه کار ډېر او سخت کړي.
چې پوی شوم کار مې نه خلاصوي، نو د محصلانو معاون نعيم جان سروري ته مې پلار باندې فون وکړ او هغه دا مامورين اړ کړل چې ژر مې کار خلاص کړي.
سپين ږيري عبدالوهاب خو بيا هم هڅه کوله چې ما په عذاب کړي، خو ما ورسره استدلال کاوه. يو ځل د يو فورم کاپي په کار وه، ده ښاغلي له ما وغوښتل چې لاړ شم او لس کاپيانې ورنه وباسم. ما ورته وويل چې ما سره يواځې تر ښاره د کرايې پيسې پاتې دي او نشم کړی چې لس کاپۍ وباسم، بل زما يوه پکار ده.
ويل يې؛ ښه چې پيسې د رسره نشته نو ماسپښين راشه. اوس يې درته نه کوم.
تر ماسپښينه پوهنتون کې وګرځېدم راوګرځېدم. او چې مامورينو غرمنۍ وکړلې نو زه بيا ورغلم. عبدالوهاب چې وليدم، د مسخرګۍ خندا يې وکړه، پيسې درسره شته.
– نه.
– هه. راکړه لس روپۍ.
د هغه فورم نه يې په کوم بل چا کاپۍ ايستې وې چې اوس يې خرڅولې. فورم يې راکړ.
بله کوټه کې يې راته په مکتوب ليکلو ساعتونه تېر کړل او بيا زما کار له دې ليونتونه خلاص شو. ويل مې ځه نو نورې ټولې سختۍ پای ته ورسېدې، ځکه اوس يواځې پوهنځي ته د مکتوب وړل او حاضرۍ کې دنوم ليکل پاتې شوي وو.
په خوښۍ د ادبياتو پوهنځي معاونيت ته مکتوب او پاڼې په لاس ننوتم. دوه مېزونو ته دوه مامورين ناست وو. څو کسان ورته ولاړ ول. د دروازې مخ ته ځوان او کړکۍ ته لنډ بوډا ناست و، د هغه د سر او ږيري ويښتان تک سپين و. وړوکی بورډ يې په مېز اېښی و. (تدريسي معاون)- برکت شاه مياخېل.
کله چې ماته نمبر راورسېد، نو د ثبت کتاب يې راوويست چې نوم دې پکې پيدا کړه. دا کتاب چې د محصلانو له مديريته تازه را استول شوی و، زما نوم هم په کې عبدالوهاب رسولی و. برکت شاه ته مې په ګوته کړ. نو ويل يې:
– راکوه ۱۵۰ افغانۍ.
زما سترګې وازې پاتې شوې چې د څه شي روپۍ؟ ويل يې د ثبت فورم درکوم ډک به يې کړې.
چې جيبونه مې تش کړل نو ۸۰ کلدارې راسره برابرې شوې. ويل مې دا به په سوال زاريو راضي کړم چې فورم راکړي او ټکسي وان ته به يې چوک کې د ماما له درملتونه را واخلم. هغه چې بېرته ځان په کار مصروف ښوده. ما مخاطب کړ چې صيب! دغه راسره برابرې شوې او پيسې مې په ميز ورکېښودې.
را وايې خيستې، ګوته يې په ژبه تېره کړه. او د ماتو پيسو په شمېرلو شو. يو دم يې په مخ غوسه راښکاره شوه. پيسې يې راوغورځولې.
– ما درته ۱۵۰ افغانۍ وويلې.
زه د خپلو پيسو په راټولولو شوم، هغه ته مې هېڅ نشو ويلی، له خپلې غريبۍ مې ګيله وشوه. غوښتل مې چې لاړ شم. خو يو په وجود هډن هلکي زه راوګرځولم. زما پيسې يې رانه واخيستې.
– ته راکړه!
له جيبه يې ورسره خپلې يوځای کړې او مدير ته يې ونيولې چې فورم ورکړه.
هغه بيا پيسې وشمېرلې، ما له شرمه چاته کتلی نه شو. او چې فورم مې ترلاسه کړ نو برکت شاه يې د کاپۍ غوښتنه هم وکړه. ما سره خو د کاپۍ پيسې نه وې پاتې. بيا په اندېښنه شوم چې څه وکړم؟
هغه هلکی پوی شو، ډاډ يې راکړ چې راځه دلته د ژورناليزم پوهنځي کې د کاپۍ ماشين شته، ما هم وويستې. د دغه هلک نوم له ما هېر دی، خو د کوم ولايت نه يې تازه د ننګرهار پوهنتون انګليسي ادبياتو ته تبديلي راوړې وه، چې له ما يو کال مخکې و.
د ژورناليزم تر پوهنځي پورې راسره لاړ، هلته مې کاپي وويسته او هغه راته د فورم ډکولو کې هم لارښوونکی شو. بيا يې له ما رخصت واخيست او لکه چې د موټر کرايه يې هم راکړه. ما ځان ور وپېژند چې کتابخانه مې ده او زه دې د احسان پور وړی شوم.
هغه لاړ او زه بېرته برکت شاه ته ورغلم، بيا نمبر ته ودرېدم. چې نمبر مې راورسېد نو برکت شاه مې نوم ليکنه پيل کړه. خو چې کله يې زما پاڼې واخيستې او وايې ړولې نو بيا خبره ورانه شوه.
ويل يې د موافقې پاڼه دې کومه ده؟
زما زړه په درزېدو شو، هغه خو چې وزارت کې هغه کس واخيسته نو بيا ما ونه ليده او د کاپۍ اخيستو وخت مې هم نه و پيدا کړی. ده ته مې ډاډ ورکړ چې د موافقې پاڼه يې رانه کوم ځای کې اخيستې او نشته.
– چې نشته، نو ځه رايې وړه!
– د کوم ځای نه يې راوړم. دوه سوه کوټو ته تللی او راغلی يم. ته په دې اړه فکر مه کوه، د موافقې مرحله ما طۍ کړې ده. د پوهنځي رئيس. معاون او د پوهنتون رئيس هم خبر دی.
برکت شاه بل ځوان مدير ته چې په کار لګيا و، ورغږ کړ؛ مدير صيب ! دا د موافقې پاڼه نه لري.
هغه مفکر چې لا د موضوع له سر او بر نه خبر نه و جواب ورکړ؛ ځه منفق شو!
ما بيا ورته د قناعت ورکولو هڅه وکړه، ورته مې وويل چې تاسو ته د محصلانو مديريت مکتوب رالېږلی او هغه پاڼه هېڅ اړينه نه ده.
برکت شاه په قهر راجيګ شو، زما پاڼې يې راواخيستې: راځه!
خولۍ يې په مېز پاتې شوه او زه ورپسې روان شوم. درېم منزل ته چې وختو، رياست بند و. معاونيت ته ورننوت، زه هم ورپسې ننوتم. هغه مخکينی معاون چې غونډه کې يې زما کيسه اورېدلې وه، بدل شوی و. اوس يو بل خيټو چې په سر يې پکول اېښی و مېز ته ناست و.
برکت شاه ورته زما پاڼې په مېز کېښودې.
– معاون صيب! دا ټولې پاڼې لري، خو د موافقې پاڼه ورسره نشته.
ما د برکت شاه خبرې ونيولې او دې نوي معاون ته چې حضرت تسل حضرتي نومېده په سپيناوي شوم.
– دا ګوره. شل پاڼې، بې شماره امضا ګانې او ټاپې…
معاون خبره رابنده کړه؛ دا خو ميا اسلم پلازه کې هم جوړېږي.
ټوک، ټوک ترې راووتم. د هليز کې برکت شاه راغږ کړ چې راشه مکتوب درته وزارت ته وليکم. ورنغلم، ځکه چې ده هسې زما وخت بربادوه، بيا يې راته يوه اوږده لالهاندي راپه غاړه کوله.
دوکان ته لاړم، پلار سره مې موضوع شريکه کړه. هغه ته هم غوسه ورغله، ويل يې راځه زه درسره ځم. ته خو لا پوهنتون کې شامل شوی نه يې، نو منفق څنګه شوې؟
او زه بيا ستړی ستومانه پلار پسې روان شوم…
کله چې پوهنتون ته لاړو او د برکت شاه کوټې ته ورننوتو نو ځوان مدير درنښت ته راپاڅېد. برکت شاه ته يې هم زما پلار ور وپېژند. پلار مې له برکت شاه سره د ستونزې د حل لپاره خبرې شروع کړې، خو هغه شېبه په شېبه ترخېده. ويل يې چې اشرف غني هم راولې، خو چې د موافقې پاڼه نه وي، نشي.
پلار مې ورسره استدلال وکړ او خبره شور ته ورسېده. پاڼې مو راواخيستې او قبوله مو کړه چې دې پوهنتون ويلو نه، نه ويل ښه دي. خو چاره نه وه، ما له ډېرو ستونزو وروسته کار پای ته لنډ کړی و او د خلاص شوي کار پرېښودل مې نشول منلی.
په سبا بيا ورغلم. برکت شاه ښه معلومېده، ويل يې په مادې يو قدرمن شخص خفه کړ. خو راځه وزارت ته نه، د محصلانو مديريت ته درته مکتوب ليکم، که هغوی ومنله نو نوم به دې ثبت کړم. ما ورته هو وکړه او هغه د مکتوب ليکل پيل کړل.
بيا يې ماته راکړ چې دا يوسه. ما ترې واخيست او چې بهر مې ولوست نو پوی شوم چې هسې د تېرباسلو لپاره دا کار کوي. مکتوب مې تاو کړ. غوښتل مې چې راووځم خو د پلار دوست سره مې مخ شوم، هغه دلته پوهنتون کې استاد و. په ټول جريان مې خبر کړ. مکتوب يې رانه واخيست. ويل راځه، برکت شاه زه پېژنم. هغه تکليف لري، چې کله درمل ونه خوري مراجعين سرګردانوي.
ورسره روان شوم، خپله ورننوت او زه يې له دروازې بهر ودرولم. څه وخت چې ووت نو ماته يې هم د ورننوتو غږ وکړ.
برکت شاه موسکی موسکی کېده: ډېر وران يې، زه مکتوب درکړم، ته راپسې سړی راوړې.
بيا يې په ټوکه، ټوکه کې راته کار خلاص کړ.
– دا د دې استاد لحاظ دی، ګنې کار دې نه کېده.
استاد ترې مننه وکړه او راووتو .
پاتې لري….
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي