67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ما پوهنتون ولې پرېښود!؟

نصرت ارمان

[pukhto]
دا هغه پوښتنه ده چې ډېرو له ما کړې او لا يې هم کوي د دې لپاره چې هر يو ته بېل سپيناوی وکړم، دلته يې څرګندوم.
له ښوونځي نه تر فارعېدو وروسته ما او کورنۍ مې هيله لرله چې پوهنتون ته کامياب او له لوړو زدکړو برخمن شم، له هڅو او دعاوو وروسته زموږ دا لويه هيله سرته ورسېده او د کانکور د نتيجې اعلان له سترې خوښۍ سره مخ کړو.
زه په لوړو نومرو لومړي انتخاب ( کابل پوهنتون – انګليسي ادبيات) ته کامياب شوم.
لږه ډېره انګليسي مې په کورسونو کې ويلې وه او د چا خبره جاله مې پورې باسله. د نتيجې له اعلان يوه مياشت وروسته مې کابل ته د پوهنتون د ثبت نام لپاره د تلو تياری ونيوه.
کابل ته دوه درې ځل مې پلار ځان سره وړی وم، خو هلته دومره نه وم پاتې شوی چې ځای ځایګی دې وپېژنم. مور مې راسره په سرو سترګو تر دروازې راغله، په سر يې ښکل کړم، پلار مې ډاډ ورکاوه چې؛ دا خو پوهنتون ته ځي او بېرته راځي. محبس ته نه دی روان.
زه د خوښۍ او بري په جذبه له کوره روان شوم. کابل ته تر رسېدو وروسته په پوښتنه تر پوهنتونه ورسېدم او په دروازې له ننوتو سره زه باوري شوم چې دا کوم خوب نه دی، بلکې په رښتيا هم د ښکلا او زده کړې کور ته راننوتی يم.
د نوي کار مخ ته وړل ستونزې او سختۍ لري او له دې ټولو د تېرېدو وروسته زه په جنتي ټولګي کې کېناستم. له محيط سره اشنا کېدنې او د خلکو سره پېژندنې هم وخت نيوه او بل خوا د دري ژبې سره نا بلدتيا وه.
تقسيم اوقات مې تر لاسه کړ او بيا چې به هر استاد راته ځان به يې موږ ته راپېژنده او موږ به يې پېژندو. په دوهمه ورځ د ګرامر استاد (عبدالکريم وصيل وردګ) چې زه يې له نوم سره پخوا مخ شوی وم راننوت. ښاغلي ته موږ له ګودر کتابپلورځي يو کتاب چې (جمله په پښتو ژبه کې) نومېږي چاپ کړی و.
زه د لومړي کتار په لومړۍ څوکۍ ناست وم، کله چې هغه ځان موږ ته راوپېژنده نو د زده کوونکو نمبر شو او لومړی کس زه په خوښۍ جيګ شوم. نوم مې واخيست او کله مې چې د پلار نوم ياد کړ نو د هغه سترګې ما کې نورې هم خښې شوې.
د ساعت له خلاصېدو وروسته چې دا ښاغلی له ټولګي ووت او موږ ورپسې ووتو، نو زه يې وروبللم. لکه تيار چې ماته ولاړ وي. د بلاک د يو اړخ خونې د استادانو لپاره ځانګړې شوې وې، خپل اطاق ته يې ويوړم، چای يې راته واچوه. د ميز له روکه يې چاکليټ راوويست او بيا څوکۍ کې تکيه شو. لويه خېټه يې تر ميزه راورسېده. هغه د خپلې پيالې نه غړپ وکړ او ما له درنښته ورته په موسکا کتل.
– ودې پېژندلم؟ هغه رانه وپوښتل.
– هو. استاده! ستاسو يو کتاب موږ چاپ کړی و.
ويې خندل: هغه کتاب مو ماته کم راکړی و.
ما ورته وويل: اوس موږ بيل شوي يوو. مازيګر کتابپلورځی مو جوړ کړی. خو که کتاب دې په کار وي زه به يې درته راوړم. او ورته مې ځکه راوړه چې د هغه کتاب نوم هم چا نه اخيسته. زه خپله پرې دوکان کې تنګ وم، ويل مې چې کور ته يې يوسم او ډوډۍ پرې پخه کړو. خو دا کار مې ځکه نه کاوه چې المارۍ پرې ډکې وې او تر اوسه لا شته. ډېر يې ويانو او موږکانو وخوړل، ځکه انسانانو ته په کې څه نشته.
ما په پوره ادب له چايو غړپ وکړ.
راته يې وويل: هغه خو به راوړې، اوس مې بل ليکلی. دا به چاپ کړې.
زه يې په خبره هک حيران شوم. چې اوس ورته څه ووايم؟ چای مې ژر ژر خلاص کړ او ورته مې وويل:
– سمه ده. زه به درته بيا احوال درکړم.
تر بلې اونۍ ورسره مخ نشوم. د شنبې ورځ يې بيا په موږ ساعت لاره. او له درس وروسته يې ماته وويل چې ورشم. زه چې د هغه ګډوډ درس ګنګس کړی وم ترې زړه توری غوندې شوم او ما ليدل چې په ټولګي کې يو شاګرد هم د هغه په درس نه پوی شوی او نه يې سر خلاص شوی.
کله چې درسي ساعتونه خلاص شول، ورغلم. دروازه مې ور وټکوله او ورننوتم. اوس نو دلته بل استاد هم ناست و. دا نسيم پسرلی نومېده. پلار سره مې يې پېژندګلوي لرله او زما د کوټې ملګري ريحان الله رومان سره هم پاتې شوی و. ماته يې د مرستې ډاډ هم راکړی و.
دا کوټه دوی دواړو ته ځانګړې شوې وه. نسيم پسرلي راته د استاد د نوي کتاب ځانګړنې شروع کړې چې دا پښتو انګليسي ګرامر دی او ډېر ګټور کتاب دی…
ما وصيل وردګ ته مخ کړ : تدريس کوې به يې پوهنتون کې؟
په دې پوښتنه د هغه تندی تريو شو: ته به يې هلته د ننګرهار پوهنتون کوم استاد ته ورکړې، هغه يې چې وګوري نو تدريسوي يې.
نسيم پسرلي ته مې پاکه وويله چې استاده موږ نوی کار پیل کړی او د کتاب د چاپ کېدو لپاره پيسې نشته. موږ به يې چاپ کړو خو کله چې پيسې پيدا شوې. استاد ته مې خبر ې خوند ورنکړ. زما خبره يې راونيوله:
– ګودر دی که مودر دی؟ هغوی ته يې ورکړه.
ما ورته وويل: وربه يې کړم او ورته به ووايم چې استاد داسې وويل.
هغه رانه وپوښتل: فلش درسره شته؟
ما ورته هو وکړه. هغه نسيم ته ورمخ کړ.
– فلش کې يې ورته واچوه.
نسيم ته مې زړه نا زړه فلش ورکړ او ترې راووتم.
کور ته چې په رخصتۍ راغلم د کتاب خبره مې پلار سره شريکه کړه. ويل يې: زويه له دې نه مخکې ډېرو خلکو کتابونه را استولي. کله چې هغه چاپ شو. د دې نمبر به راورسي. ګودر والا ته چې ورغلم. هغوی يې چې نوم واورېد. ويل يې:
د دې سرچپه مفکر يو کتاب مو چاپ کړی چې پرې پښيمانه يوو. ما زړه کې ويل؛ تاسو رښتيا واياست خو زه اوس ورسره په لانجه اوښتی يم!
بل ځل چې استاد سره مخ شوم. ډاډ مې ورکړ چې صبر کوه. تر هغې به دې کتاب ايډيټ شي او ډيزاين به يې هم وشي. هغه مې په خبره کې څه ونه ويل او په دې کې وخت تېر شو. د لومړي سمستر امتحانونه راورسېدل. تقسيم اوقات مې واخيست. دوهم امتحان د ګرامر و. د هليز کې نسيم پسرلي سره مخ شوم.
ويل يې: هلکه ته کله جلال اباد ته ځې؟
ما ويل: ولې؟ روان يم.
– هه. چې له ځانه سره د زيتونو تېل راوړې. دوه بوتله. زه به بيا پيسې درکړم.
ښه مې ورته وکړه. هغه زياته کړه: رښتيا د استاد درسره کار و. ورته مې وويل: ځه هغه سره بيا ګورم.
دوشنبه چې بېرته پوهنتون ته تلم. چوک مخابرات کې مې دوه بوتله دزيتونو تېل په څلور سوه افغانيو واخيستل. ما سره پيسې کمې وې ..
. لومړی امتحان تېر شو. د امتحانونو تر منځ دوه ورځې وقفه وه. تېل مې نسيم پسرلي ته ور سپارل، چې ورننوتم نو استاد باندې مې هم سترګې ولګېدې. ستړي مشي مې ورکړه. بيا مې پسرلي ته بوتلونه له بيکه راوويستل. دا وخت بل استاد چې نوم يې اوس رانه هېر دی راننوت او نېغ يې سترګې په بوتلونو ولګېدې.
– راورسېدل؟!
پسرلي ورته هو وکړه. بيا يې ماته د پيسو وويل. ما ورته د يو بوتل دوه سوه افغانۍ يادې کړې. خو هغه دوه سوه راکړې. يو بوتل يې د خپل ميز روک کې کېښود او بل يې راننوتي استاد ته ورکړ. ماته يې وويل: استاد به خپلې درکړي.
زه له شرمه خوله وم. څه مې نشو ويلی. وصيل استاد راغږ کړ: هلکه د کتاب ايډيټ او ډيزاين څنګه شو؟
ما ورته وويل: تره ته مې سپارلی جوړ به شي.
په غوسه شو.
– کله؟
زه د امتحان رارسېدو اوتر کړی وم. ورته مې وويل: د امتحان په ورځ يې درته رارسوم.
هغه نورو دواړو ته وويل: دا دی ستاسو مخ کې يې وويل چې د کتاب کاپي درته د امتحان په ورځ راوړم.
بيا يې رامخ کړ: ته اوس ځه!
اور اخيستی ترې راووتم. دوه سوه روپۍ! او د کتاب سيټينګ، پرنټ او تر کابله رارسول؟!
تره (صادق الله صادق) ته مې زنګ وواهه. په سوال زاريو مې راضي کړ چې هغه کتاب مې د پلار له کمپيوټره واخلي. ډيزاين او پرنټ يې کړي. زه څوک درلېږم چې رايې وړي.
بيا مې د ماما زوی (عابد دراني) سره اړيکه وکړه. پوره خبره مې ورته وکړه او ډاډ يې راکړ چې بل سهار به يې پل محمود خان ته در ورسوم. همداسې وشول.
د امتحان په ورځ مې پاکټ کې بندې ورکې وصيل ته وسپارلې. هغه امتحان واخيست. د شل فيصده امتحان ۱۲۰ سوالونه نه ول بدل شوي. امتحان مو ورکړ او نتيجې ته په تمه شوو.
نتيجه تر دريمې ورځې وځنډېده او په هغه ورځ چې پوهنځي ته ننوتم نو د استاد وصيل د اطاق دروازې ته د زدکوونکو ډله جوړه وه، استاد دوه جوني ننويستې وې. يوه يې زموږ ټولګيواله وه. او يواځې د خبرو د دوام لپاره يې د هغوی نه نتيجه پټه ساتله او د ناکامۍ په نوم يې اوترولې.
هغوی چې راووتې، بل چا د ورننوتو زړه نشو کولای، زه ورننوتم.
په چوکۍ ورته مخامخ کېناستم. هغه د شيطانۍ موسکا وکړه او ما هم ورسره غبرګه کړه. له روکه يې کتاب راوويست. غلطۍ يې په کې په نښه کړې وې.
– دا ګډوډ شکل کې جوړ شوی. عنوانونه يو مخ کې دي، متن بل مخ ته تللی…
زه پوی شوم چې صادق هم ورته کار له سره تېر کړی. ځان مې ارام وښود.
– جوړ به شي. بيا به يې له سره وکړي.
راويې سپاره. ما ورته خوله چينګه کړه:
– زه کامياب شوی يم؟!
نسيم پسرلی هم ناست و. استاد هغه ته وويل: دا څه وايي؟!
هغه وويل: ټول پاتې دي. خو ځه استاد به درسره ګوزاره وکړي.
ما بېرته وصيل ته وروکتل. هغه وويل:
کتاب کله چاپ کوې؟
– بس چې دا شکل يې سم شي. د چاپ کارونه به يې پيل کړو. خو اوس دا ووايه چې کامياب يم که ناکام؟
استاد وخندل: کامياب کړی مې يې. او زه په خوښۍ راووتم.
زموږ ټولګي کې شپږ کسه ګرامر کې کامياب شوي وو. يو په کې زه وم.
کله چې دوهم سمستر شو. ما فکر کاوه چې نور به وصيل په مونږ ساعت ونه لري او زه به يې له شره خلاص شم. خو داسې نه وه هغه بيا هم په موږ ساعت لاره.
د امتحانونو نتيجې خوندورې نه وې خو بدې هم نه وې. او رښتيا هغه استاد چې يو بوتل زيتون يې اخيستي و. د يو امتحان په صحنه کې زموږ له استاد سره مميز و. چې ماته رالنډ شو. نو ورته مې وويل: استاده! څنګه تيل ښه و؟
هغه ته د نورو شاګردانو مخ کې دا خبره سمه ښکاره نشوه او نسيم ته يې ياده کړې وه. د دوهم سمستر به څويمه ورځ وه چې نسيم وليدم. ويل يې: دا دې ښه کار نه دی کړی.
ما ويل که ورته وایم چې تاسو ښه کار کړی چې مفته تيل په سرونو وهئ؟
نور نو د وصيل ساعت ته ځکه نه کېناستم چې پرته له کتابه يې بله خبره نه کوله. يوه ورځ يې دهليز کې ونيولم. ويل يې : ځه دا چايبر له اوبو راډک کړه او راشه.
چې ورغلم. ويل يې؛ ته ما سره لغمان چلی کوې؟ ځان دې راباندې کامياب کړ او کتاب نه چاپ کوې!
ما ورته وويل: زه د لغمان نه يم او تا سره چل نه کوم. کتاب تدريسي کړه چې چاپ يې کړم. او يا دې د يوې مياشتې معاش راکړه پرې چاپ به شي. موږ سره نشته او چې نشته نو کتاب دې نشم چاپولای.
زما انکار په هغه اور بل کړ. د دوهم سمستر امتحانونه چې راورسېدل. نو له هغه سره د مخ کېدنې پرته بله چاره نه وه راپاتې. د سوالونو پارچه يې چې راسپارله ويل يې؛ کتاب خو نشې چاپ کولای کنه!
زه يې د خبرې په مطلب پوی شوم. خو څه مې ونه ويل. او چې د سوالونو پارچې ته مې وکتل فکر مې کاوه استاد تېروتی، ځکه چې بيا همغه زاړه سوالونه وو….
له دې پارچې سره موږ په دريم ځل مخ کېدو. امتحان مې په خواشيني او مايوسه زړه ورکړ، ځکه زه پوی شوم زما کاميابي د سوالونو په ځوابولو کې نه بلکې د کتاب په چاپ کولو کې ده. او دا کاميابي ما نشوه تر لاسه کولای..
د امتحان نتيجه کې زه ناکام اعلان شوم، د دوهم چانس لپاره مې امادګي ونيوله او چې بيا نتيجه اعلان شوه نو زه بيا ناکام اعلان شوم… دريم چانس ته ورتلل مې زړه ونه منل. مات کور ته راستون شوم. تر شېبو مې وژړل. او قسم مې وکړ چې نور پوهنتون ته بېرته نه ځم…
کورنۍ، دوستانو او خپلوانو زما په خبره او دې کار خندل، ويل يې ته لېونی شوی يې. خو ما خپله خبره ټينګه کړې وه، په اخر کې مې پلار دې ته راضي شو چې ځان له کابله ننګرهار پوهنتون ته رابدل کړم. ..
…پاتې لري

[/pukhto]

14 خوښونې

اړوند مطالب

خارج او خورما
په یخنۍ کې د پوستکي ساتنه
کرکټ بورډ ما سره زيات ظلم کړی
ماشومان ژغورلی شو!
څپلۍ
د ژبې د تحول او تمویل ټولنیز عوامل
درد
شخصیت جوړونه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2017
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /