67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

مبارزه

عطاءالله ځواب

– مرکه پيلوو؟
– ولې نه، پوښتنې مو وکړئ ؟
– پر ښځو د ظلم په اړه معلومات را کړئ؟
– ښځه! زمونږ په وطن کې د غلام په څېر ژوند کوي او همدايې د پېړيو راهيسې برخليک دی،د مثال په توګه؛ که يو سړی ډېره لويه ګناه يا بد کار وکړي څوک به غږ ورته ونه کړي اوله درده به بيا ښځې ته کنځلې کوي.
ښځه که ډېره وړه ختا وکړي، يا وژل کېږي او يا د رنګارنګ وحشتونو ښکار کېږي، هر څه چې سړي وغواړي کوي يې.
– د کلي او ښار د ښځو تر منځ څه توپير دی؟
– دواړه يو شان حالت سره مخ دي، په کلي کې به پلار لور ښوونځي ته نه پرېږدي، رواجونو او د خلکو خبرو ته به ګوري، د مخ پټو دګواښونو وېره به وي، خو په ښار کې چې يو پلار لور مکتب ته پرېږدي، په لارو کې د سړيو د بد چلند له امله ترې زدکړې پاتې کېږي او ډېرې کمې تر پوهنتونه رسېږي.
– وبښئ ښاغلې که راته ووايئ، په لاروکې سړي ښځو ته ولې مزاحمت کوي؟
– ډېره ښه پوښتنه مو وکړه، که مونږ وګورو او ليدلي به مو هم وي، يو سړی به ناست وي د ښځو د ښار او کوڅو ته راوتو په اړه به د کفر او پښتونولۍ خبرې کوي،خو که همدا چېرته ځان ته ناست وي بيا به ښځه له پښو څخه معلوموي چې سپينه ده او که توره، بدرنګه ده او که ښايسته.
– دليل يې هم ووايئ؟
– دليل يې دا دی چې نجونو او هلکانو يو ځای تعليم نه دی کړی، که دوی يو ځای درس ويلی وای د دوی سترګي به مړې وی او همدا لامل دی چې زمونږ هېواد وروسته پاتې دی او په ښځو ظلم کېږي، که دوی هر يوی تعليم کړی وای اوس به دومره وحشت نه وی او هر چا به خپل حق پېژندلی…
– خبرې مو ډېري خوږې دي، خو وخت کم دی، که په اخره کې کوم څه ويل غواړئ؟
– مننه، بس دومره به د يوې ښځې په صفت ووايم،چې په لورګانو تعليم وکړئ، په ښځو ظلم مه کوئ، ښځو ته وخت ورکړئ، تاسې خو غږ نشئ اوچتولای، پرېږدئ چې مونږ يې اوچت کړو، ښځه او نر دواړه انسانان دي او يو ځای دې مبارزه وکړي.

15 خوښونې

اړوند مطالب

خبریالان ولې وژل کېږي؟
هسې نه
ولږه
سملاسي مشاعره
تر ټولو ښه تفریح
د مازیګر بنډار شلمه ناسته وکړه
روغتيا او چاپيريال
ازادې رسنۍ نشته؛ یا ډېرې کمې دي!

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جولای 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« May   Aug »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /