مبارک دې وي!

میوند درځار
[pukhto]
سهار، کار ته له تللو وړاندې مې فکر شو چې مبایل ته مې د مبارکۍ څو مسجونه راغلي دي. -وروره مبارک دې وي! -مبارک شه وروره، ته یې وړ یې! -نوې دنده دې مبارک، زاړه یاران هېر نکړې! -مبارک! خو، شیریني به کله خورو؟…………
سودا مې شوه چې دا څه لوبه روانه ده، څو زنګونه هم راغلي وو خو د مبایل اواز مې بند کړی و نو پوه شوی پرې نه وم.
دفتر ته روان شوم، لاره لاره کې زړه راته ویل: لکه چې ترفیع دې کړې ده، د خپلې ادارې ریس شوی یې، آآه څه پیکه خیال پلو
! زه لا ددې پنځم بست په ماموریت کې روزانه دېته جوړ یم چې د ادارې مشر توصیه راته وکړي، اخطاریه راکړې او حتا کسر معاش مې کړي نو ترفیع د څه شي او په څه شي؟
کار ځای ته په رسېدو مې اول خپله فیسبوک پاڼه خلاصه کړه، مال ځه حاضري به وروسته امضاء کړې. اول پوسټ چې په مخه راغی نو زما د نوې دندې د مبارکۍ و: جمشېد د مجردانو د چارو نوی ریس وټاکل شو. وړ او بااستعداده ځوان دی، مهمه خبره داده چې خپله هم مجرد دی، نو پدې برخه کې شته ستونزي ښه درک کولی شي.
مونږ ټولو ته دې مبارک وي! آآه!
دا څه اورم؟ غوږونو مې نری سنګهاری شروع کړ، لکه چې فشار مې ټیټ شو. د دروازې د ګړب سره د ادارې ریس د ګلانو ګېډۍ په لاس راننوت، ځوانه مبارک دې شه، زه لا له اولې ورځې پوهېدم چې ته خدای کوم لوی ماموریت ته پیداکړی یې، دا واړه واړه کارونه خو یې رسېدلو ته وسیلې دي.
زما ستونی له خپګانه ورغلی و، ژبه مې وچه وه. یوازې همدومره مې وویلی شو چې (مننه). د ادارې مشر له خندا ډکه خوله بېرته ووت او ورپسې د کارمندانو بل لوی ګروپ راورسېد، هر یو یې بېل بېل راغاړې وت، د ګلانو ګېډۍ یې راکړې او پدې خوشاله وو چې نزدې او هم سویه ملګری یې د یوې بلې ادارې ریس ټاکل شوی دی.
له هغوی ټولو مې مننه وکړه او رخصت مې کړل.
یوه شېبه یوازې د ځان په غم کې شریک شوم، دا څنګه امکان لري؟
له ما نه چا پوښتنه کړې چې زه غواړم ریس شم او که نه؟ دا څه په لانجه واوښتم!!
باز رایاد شو، د حاجي صیب سکرتر! بېشکه چې دا کار له هغه پرته بل څوک نشي کولی، که هغه نه وي کړی هم معلومات خو کولی شي چې زما په حق کې دا لوی ظلم چا کړی؟
-بلې! بازه؟
-آآ ریس صیب څنګه یې؟ وروره مبارک دې وي، خبر خو یې کنه؟ وبښه چې لږ مې ناوخته کړ خو، اوس مې درته زنګ وهلو.
ځان اماده کوه چې خپلو کارمندانو ته دې معرفي کوو، وخت نلرو.
غوسه راغله: – وه ته ړوند شې، تا خو به له مانه یو ځل پوښتنه کړې وه کنه، چې زه ریاست کولی شم کنه؟
همدا اوس له خپګانه سرې تبې نیولی یم، فشار مې خېژي او کوزېږي.
. -یاره ما به څه کړي وای، دا ټول د حاجي صیب کار و، زه درباندې پوهېدم خو هیڅ مې هم نشو کولی.
په عاجزۍ مې ورته وویل: – بازه! زما زمریه یاره! ته یې کولی شې، تاته یې چل درځي. وخت لا ندی تېر، یو بل کس ورمخکې کړه، دا دی زنه او پښې دې نیسم
-نه کېږي یاره، د حاجي صیب په لست کې د مجردانو ریاست لپاره تر تا بل وړ کس نشته، مونږ ټول خلک له نظره تېر کړل، بل مناسب نفرو نلرو، او بله دا چې د لست له مخې هم ستا نوبت و چې باید ریس شوی وای.
که ځنډ مو کړی و نو ریاست مو له ګوتو وتلو، شاید بل وکیل رانه د خپل کس په مقررولو کې مخکې شوی وای، اوس دې تاته مبارک وي، ځان اماده کوه چې ورځ دوو کې د معرفۍ مراسم نیسو. ټیلیفون یې بند کړ.
زه دا یو سات کېږي چې یوازې ناست یم او ژاړم، د مامورینو پسپسی اورم چې د دروازې په مخکې راټول دي او یو بل ته وایي : ریس صیب جمشېد خان د خوشالۍ له لاسه اوښکي نشي ټینګولی، یاره څه بختور سړی دی خو افسوس چې خدای، نور له مونږ څخه واخست.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي