محمد اصف شينواری

عزت الله ځواب
[pukhto]
ښاغلي محمد اصف شينواري سره له تېرو شلو کالو راهيسې پېژنم، نوموړی يو ښه ملګری او په هر حالت کې د ډاډ وړ شخص دی.
شينواري صېب په ژورنالستيک ژوند کې راسره ډېره مرسته کړې، چې زه يې د مننې پوروړی يم.
له بده مرغه روانې جګړې او ناخوالو د شينوارو سيمه او خلک سخت وځپل، د ډېرو کورونه وران شول، خلک يې په بمونو کېنول شول، ودونه او ورا بمبار شوې، په جنازو کې چاودنې وشوې، ډېر خلک يې کډوال شول او د دېرو او حجرو خلک در په در او کډه په سر شول. په جنګونو کې خو ټول افغانان اغېزمن شول او دا اور لا بليږي. خو اوس دا جنتي سيمه د اور لاندې ده.
د تاريخ په اوږدو کې د شينوارو قوم ډېر ستر شخصيتونه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي. په دا نژدې وخت کې ماما زرغون شاه، حمزه بابا، دوست شينواری، ډاکټر جکړ شینواری، په ژونديو کې منتظر شينواری، کليم شينواری، انجينر ستانه مير زهير، استاد معروف شاه خان شينواری، ګلستان شينواری چې په هند کې ماسټري کړې (اوس بي بي سي سره کار کوي)، ازمون صېب، انجینر سلطان جان کليوال شينواری، سوله مل شينواری.
په سياسي ډګر کې انګيزه شينوارې او ببرک شينواری مړه شول، خو ملالۍ شينوارې لا د سولې په پروسه کې منډې ترړې وهي او نور داسې زيات استعدادونه دغې سيمې په خپله غېږ کې پاللي دي. زما ډېر ملګري شينواري دي، په ننګرهار لېسه کې مې د شینواري صېب خپلوان رفيع الله او شريف الله شينواری ټولګيوال ول او پوهنتون کې مې ډېر ټولګيوال شينواري ول، د انجينرۍ پوهنځي يو استاد مو هم شينواری دی اختر محمد خان، الله دې ژوندی لري.
له بده مرغه د دې هېواد ډېر کدرونه فرار شول او تر پايه له خپلو خلکو سره پاتې نه شول. ډاکتر عطاءالله شينواری د ننګرهار طب پوهنځي يو ځوان استاد و، له هېواده ووت. ډاکتر صېب برهان شينواری چې په صحت عامه کې و، د ټولو خلکو خدمت يې ښه په اخلاص کولو، بيا سناتور شو او خارج ته يې پناه وېوړه.
نن خبره د قدرمن مشر محمد اصف شينواري د اثارو په اړه ده، ما د ژورنالېزم په برخه کې د ده ژباړې او ليکنې لوستي، د ښاغلي د قلم ژبه خوږه ده او دی پوهېږي چې په کومه برخه کې ژباړې ته اړتيا ده.
استاد هېوادمل وايي: ښه کره کتونکي هغه وخت پيداکېږي چې ښه ليکوال ولرو او استاد اسدالله غضنفر وايي، چې ښه ليکوال هغه وخت پيدا کېږي چې ښه ژباړونکي ولرو!
محمد اصف شينواری د افغاني رسنيو په ستونزو او چلينجونو خبر دی او ځوانو ژورنالستانو لپاره يې هڅې د قدر وړ دي.
په عملي ژونالېزم کې شينواری صېب خپل مسلک ته وفادار او د نورو خبريالانو خدمتګار پاتې شوی. ما سره يې په کليد اونيزه، مينه مجله، IWPR او پژواک خبري اژانس کې د کار پر مهال نه هېرېدونکي همکارۍ کړي او زه پوهېږم چې دغسې يې د ټولو ژورنالستانو لاسنيوی کړی، يو شمېر خو ورپه غاړه څه ، چې ور په شا وو.
د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته شينواري صېب اکثره ژورنالستانو سره په ګزارش ليکلو او خبرونو شريکولو کې اخلاص کړی. لومړني معلومات او خام مواد به ترې ما اخيستل، باور وکړئ زه په شينواري صېب دومره ګران وم که د ورځې به مې لس ځل هم زنګ ور ووهلو په مهربانۍ او خندا به يې ځواب راکولو.
د دې تر څنګ چې شينواری صېب زمونږ د وطن يوه هستي ده، دا يوه ملي څېره ده چې په ملي مسايلو کې د چا ننګه نه کوي او د خپل ولس په ګټه دريځ نيسي.
په دې سربېره نوموړی د خير ښېګڼې کارونه کوي او د پوهنې رياست کې دنده لري، زه مطمئن يم چې د هېواد د بچيانو په خدمت کې به له چا نه وروسته کېږي.
که شينواری صېب زمونږ تر څنګ وي، نورې ډېرې برياوې به ولرو. افغانستان داسې خلکو ته ضرورت لري.
زه نن ډېره خوشاله يم، چې د يو حقدار ليکوال، ژورناليست او ژباړونکي د اثارو په غونډه کې د ګډون وياړ لرم. مننه ملګرو چې يو بل نازوئ او درنوئ.
درانه اوسئ!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي