مخکتنه

طنز - اباسين بهير
[pukhto]
دلته راټول شوي يو چې د سيد جوزا برو د اولني شعري جونګ ((ستا د زلفو په تناب کالي هوار کړم؟)) عوارض ونيسو، سيد جوزا برو ددې ترڅنګ چې د شعر ښاپېرۍ ته کميسونه ګنډي په خپل شخصي ژوند کې ډېر نارامه معلومېږي. د ژوند لويه ستونزه يې داده چې د اعصابو شارټي لري او وخت ناوخت يې ميرګيان نيسي خو لويه لاسته راوړنه يې داده چې د کبابو په مارکېټ کې ښه نوم لري د سيد جوزا چپلي کباب ته خلک له کابله راځي.
د مخکتنې پيل به له دې لنډۍ وکړو چې:
پرېده چې ښه شاټونه راکړي
زه د جانان له کوڅې نه منع کېدمه
اول نوبت به شاغاسي لواړ صيب ته ورکړو ګوته يې لکه نيولې که وار ورنکړم نو بيا سړی لواړ تېروي، مهرباني لواړ صيب:
-((ههههههههه مهرباني مهرباني زه خو تاسې ته معلوم يم سپينې خبرې کوم ، برو صيب د خپل نازولي کتاب په ۲۷ ام مخ کې يو ازاد شعر راوړی که ددې شعر اوله کرښه لرې شي دويمه يې د اول ځای ته راشي نو سخت خوند به وکړي، خو يو مشکل به پيدا شي چې لاندې د ټول شعر مانا به بدله شي))
لواړ صيب نه مننه لاسونه ورته وپړقوئ، اوس به په ترتيب سره چنګک خان چنګک، بلبل ګړونج او بوټ دوز څرمن صيب خپل د شاعرانه امتزاج روايات څرګند کړي، اول چنګک صيب:
-((ته او خدای دا نو د کتاب نوم دی د زلفو په بسته کوڅۍ يو کميس نه هوارېږي دا د نر بچی پرې کالي ګان هواروي، هفته پس به يې معشوقې ګنجی سر نيولی وي)).
بلبل ګړونج راپاڅېد: ((دلته د برو صيب مطلب له تناب او کاليو څخه تخيلي او عاطفي کالي دي، زما خو دا نوم خوښ شو ددې کتاب سره دا نوم داسې فېکس راغلی لکه شنه چای سره پتاسې))
څرمن صيب شروع شو: ((زما نظر دادی چې دلته اصل کې لمر ته اشاره ده، د لمر وړانګې د زلفو له تناب سره تشبېه شوي دي او کالي هغه نامريي تصوير دی چې د لمر د وړانګو له اثره په سترګو کې مجسم شوی دی)).
لواړ صيب يو ځل بيا راپاڅېد: ((فرض وکړئ چې دا د برو صيب د خپلې قدرمنې معشوقې اوريجنل زلفې دي، نو اوږدوالی خو به يې لږ تر لږه شپېته سانتي وي، که نور هېڅ نه وي نو د ماشومانو لتې او کالي خو پرې هوارېږي، بله داچې شاعر دلته چالاکي کړې په اخر کې يې سواليه ورسره اېښې او ځان يې کوچي حسن چپ کې وهلی)).
ټولو نه مننه، خېله ګل بانډيچي ته وار ورکوو چې خپل د قيماق غوندې رقيق او غليظ نظر ستاسې مخ ته کېږدي:
-((تاسې د برو صيب د کمال اوج ته متوجه شئ، دا بيت يې واورئ:
ستا د اوږدو تبو علاج دی پکې ګرانه ياره
شمکی وخوره، شمکی د سړي تبې شلوي
زما خو ور سره غوني زيږه شول څيله يې راباندې راوسته، څه کليوالي کليمات يې لکه د وطنۍ قالينې په څېر اوبدلي دي، تاسې وګورئ شمکی زموږ د فولکلور يوه نه هېرېدونکې برخه ده)).
بانډيچي صيب نه يو شمسي نظام مننه، قاري غربت هم څه وايي ورپسې به غم درون خپل د نظر شمعې ته پلته ورته کړي، اول نوبت ستاسې دی غربت صيب:
-((زما يې دا دکتاب پوښ خوښ نشو دا که له کلک کارتني کاغذ نه جوړ وای، نو زر به نه شکېده او عمر به يې زيات و)).
غم درون راپاڅېد: ((وه وروره چې حمزه او خاطر غوندې شعر نشې ليکلی نو چا درباندې څوباړی اېښی؟ خو مه يې ليکه فرض عين خو نه دی، دا يو ښه به درسره وکړو چې بازار نه به دې کتابونه راټول کړو ايسته به يې غبن کړو، خو پدې شرط چې دلته د ټولو په مخ کې د پوزې خط وباسې او پوره درې دقيقې غوږونه ونيسې)).
له تاسو ټولو نه دوه نړۍ مننه، اوس وخت رارسېدلی چې سيد جوزا برو سټيج ته راشي، ستاسې د چکچکو په پړکا کې:
-(( تاسې په خورا سپين سترګۍ سره زما د شعر د موټر مخې ته جمپونه واچول، خو ستاسې دې سر خلاص وي چې زه دا يو جمپ هم نه نيسم ځکه زما د شعر موټر کوماز دی هغه د قاف په غرونو نه را ايسارېږي پاتې خو لا ستاسې دا واړه جمپونه.
تاسې خو ډېر کوشش وکړ چې زما او زما د شعر د ښاپېرۍ ترمنځ غمازي وکړئ خو ځای نه نيسي، غونډه همدلته ختمه شوه، کش لګوئ)).
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي