مرغۍ

عطاءالله ځواب
مرغۍ له سهاره د نانوايي خوا ته ولاړه وه، هر څوک به يې مخې ته تېريدل او دې به هم ورته همدا يوه خبره کوله: يوه ډوډۍ راته واخله، هيچا يې دا خبره وا نه ورېده.
يو د پاکو جامو والا سړی راروان و، د مرغۍ په زړه کې وګرځېدل، کيدای شي دا يې راته واخلي، له لاسه يې ونيو.
– ماما يوه ډوډۍ خو راته واخله؟
سړي په غوسه وويل: ايسته شه، جامې دې راخيرنې کړې؟
مرغۍ ځمکې ته وکتل، لوږې نوره له خبرو غورځولې وه، د تېر ځل په څېر يې درې څلور نور کسان هم له لمنو ونيول، خو يو به ورته ويل دا کار مه کوه ګټه نه لري، بل به ويل ځه ورکه شه، خو په دې ټولو هېڅ خپه هم نشوه، يوې خبرې ډېر زور ورکړ چې يو نفر بل ته وويل: دې د خيراتخورې لور ته ګوره!
يو هم د دې په خوله باور و نه کړ، نانوايي واله هم سترګې خړې کړې وې.
روانه شوه، هيچا هم راته ډوډۍ وانخسته، مور به مې څه وايي، وړوکی ورور به مې څه خوري، هغوی به هم زما په څېر وږي وي، بيرته تاوه شوه، د نانوايي مخې ته د بوت په څېر ودرېده، دا وارې يې د يوې ډوډۍ پر ځای نارې شروع کړې: له لوږې مرم. يو کس يې مخې ته ودرېد.
– له لوږې څوک نه مري!
– هو نه مري، که ولږه درباندې راغله بيا به مړ شې!
– هه، په څو ډوډيو مړېږې؟
مرغۍ سړي ته لر بر وکتل، بيا يې وويل: په يوه زه، په بله مې مور او نيمه مې وړوکی ورور خوري!
– کور کې څو نفر ياستئ؟
– همدا درې نفر!
– پلار دې نشته؟
– نه، که ډوډۍ راته اخلې وايې خله.
سړي له جيبه پنځوسي راوويست، د نانوايي نه يې پينځه ډوډۍ راواخستې او مرغۍ ته يې ونيوې: واخله؟
مرغۍ د سړي له لاسه ډوډۍ واخستې، په خوشالۍ يې دوه درې قدمه د کور پر لور واخستل، يو دم يې شاته وکتل؛ غوښتل يې چې د سړي لاس مچي کړي خو هغه په بيروبار کې پناه شوی و …
تبصرې
تبصرې بندې دي