ملنګ او کچکول
سهار ګل احساس
[pukhto]
په پښتني ټولنه کې ملنګان معاف خلک دي او په ځان پورې ډېرې خبرې لري.
که کوم چاته د ملنګ کلمه وکاروې شاید جګړه درسره وکړي، خو ملنګي په خپل ذات کې څومره سپېڅلی نوم دی، هیڅ د ځان سره نه لري خو ډېر څه لري، هغوی چې په رښتیا ملنګان دي د هغوی خبره کوم، کنه اوس خو په هرو لسو کېسو کې یو ملنګ دی، خو دا ملنګي له ذاته نه ده، د وخت بدرنګو خلک ملنګان کړي.
هره ورځ مو لسګونه تنکي ځوانان ماشومان ښځې او سپینږیري له لاسه را نیسي، د خدای په نوم څه رانه غواړي، چاته یو څه ورکړو، خو ډېرو ته یې کله بد الفاظ هم کاروو، سترګې یې را وباسو او هیڅ نه ورکوو، چې د خلکو ډېر ملنګان کېدلو، د اصلي ملنګ څهره له خلکو هېره کړې ده، خو زه به یې درته در په یاد کړم؟!
کلونه وړاندې به په کلیوالو سیمو کې، ملنګ پاچا وو او د هر چا در یې خپل ګڼلو، ځکه هغه وخت د ملنګانو کرامات دومره وو چې کلي به یې ړنګولای شو، همدا برکت وو چې هر کور یې د ملنګ کور کړی و، کنه ګټ سخته ده او ملنګ خو به بې له څه نه شړې، که نور هیڅ نه وي باید مینه خو ورکړې.
لکه وایي چې: که ملنګ ته څه نه ورکوې زړه یې مه بدوه.
نو که کوم کور والا به څه ور نه کړه او نه به وو، ملنګ ته به یې په ورین تندي کتل او په ډکه خوله خندا به یې ورسره خبرې کولې، همدې خلکو به یو لرګین کچول د ځان سره په غاړه کې ګرځولو.
کچکول به یې ورته ویلو، په پښتني ټولنه کې یې شاید ټول خلک له نوم او شکل سره بلد وي، خو دې ته به مو پام نه وي کړای چې د پښتو ادب د کچول په اړه څه ویلي دي.
په پښتو ادب کې د کچکول دومره ذکر شوی، چې د مینانو هغه ټولې خبرې په ځان کې را نغاړي، کومې چې یو بل ته د زړه له تاوه کوي او مئین ته پرې د راتلو لارې ښایي.
لکه:
ځان دې ملنګ کړه پر ما راشه
د ملنګانو لارې چا نیولې دینه
د ملنګۍ کچکول په غاړه ګرځومه یاره
وخت د مازیګر دی دیدنونه ټولومه یاره
هغه وخت ملنګ د ټولنې په منځ کې د باور نقطه وه او کچکول یې دومره، محترم او سپېڅلی و، چې ډېرو خلکو ورکې د یو داسې ژوند ماڼۍ پرتې لیدې، چې انسان یې د خپل وس نه پورته ګڼي او د کېدو امکان یې هم په خیال کې نه راځي.
لکه: عبدالرحمان بابا وایي:
چې په یو قدم تر عرشه پورې رسي
ما لیدلی دی رفتار د دروېشانو
یا لکه: بل ځای یو څوک وایي:
چې یې چغه عرش ته رسي
زه خو هاغه ملنګ نه یم
داسې ډېر مثالونه یې د پښتنې ټولنې په لمن کې شته، له ملنګانو به خلکو دعاوې اخیستلې او بیا به یې ځان په ټولنه کې راحت ګڼلو، د پښتون په تاریخ کې له سلګونو کلونو را پدېخوا، خلک ملنګان پالي، د هیڅ کور دروازه ترې ستره نه ده، زړور یې ټکوي او خپله برخه غواړي.
لکه: يو څوک دلته د ملنګ د برخې خبره کوي:
هغه وایي:
چې ملنګ اموخته کړې، بیا یې برخه ساته.
له زمانو پښتانه خلک د ملنګانو پالنه کوي، یو څه برخه یې ساتي، هیڅ پېغله د پښتنې ټولنې د ملنګ نه ستره نه ده، حتماً به یې د ملنګ په غاړه کې له پراته کچکول سره د لاس مړوند لګېدلای وي او بیا به یې د نړۍ په هیڅ ډول بنګړو کې هغه خوند نه وي کتلای، کوم چې د کچکول په هغه مښلو، شونډو کې وه، چې د هرې پېغلې مړوند به یې ښکل کړو، بیا به بختوره وه، ځکه ملنګ یې پاللی و، یو څه یې ورته ورکړي وو او کومو انجونو به چې ملنګانو ته سپک نظر کولو، له دروازو به یې منعه شړل، بیا به نورو خلکو ورته داسې ویل:
چې ملنګان په کاڼو ولې
نجلۍ لمن به دې خدای نه زرغونوینه
او داسې نور ډېر مثالونه یې شته، چې د پښتو لنډیو ارشیف کې ساتل شوي دي.
خو د اوس دور ملنګي راته کچه او بې بنسټه ښکاري، دا ځکه وایم، وړاندې به په پښتني ټولنه کې خلکو، د ملنګانو په کچکول کې خپل رنګین ژوند کتلو، خو اوس ملنګان هغو خلکو ته د ښېرازه ژوند لپاره لاس نیسي، کوم چې د انسانیت په چوکات کې، چاته د هیڅ ورکولو خیال نه لري.
بیا هم د ملنګ په سترګو کې د هغه څه هیلې پرتې وي کوم ته چې اړتیا وي، خو داسې هیڅ ونه شي کوم فکر چې ملنګ سره وي، هیلې تر سترګو محدودې پاتې شي او هیڅکله پوره نه شوې، خو په اصله کې خلک ملامت نه دي، چې د ملنګ په سترګو کې پرتې هیلې نه ګوري، هغوی پوهه شوي، چې د اوس دور ملنګان د تېرو څلوېښت کالو د بدرنګې جګړې را پاتې مراث دي، که کوم څه ور نه کړو ازار یې کار نه کوي، بس دومره خبره به وي، د هغوی ولږې ته مو څه سپر نه کړه، همداسې مو پرېښودو دا هم کومه ګرانه خبره شاید راته نه وي، ځکه موږ د یوې ورځې په تول کې دومره ملنګان ګورو، چې نور نو کلک زړي شوي یوو.
اصلي خبره مې د کچکول کوله؟!
کچکول کوچنی لرګین او یا هم میسي کوچنې شی دی، په داسې شکل جوړ وي لکه همدا انځور، یو څوک یې غاړه کې ګرځوي، هر څوک ورته د خپل وس په اندازه څه ورکوي، څوک تش او څوک ډک کچکول مازیګر کورته وړي، خو ځینې د هغو کورونو مخې ته ولاړ وي، خو که کله یې ور نه کړي بیا ورته تر تیاره ماښام، پورې ولاړ وي، دروازه یې څاري.
لکه: په یوه پښتو سندره کې وایي:
په نیم کخو تمبو کې مه ګوره دننه
و ملنګه ارمان جنه ماښام دی
د ملنګ او کچکول کیسه، ډېره پخوانۍ شوه، خو لا زړه شوې نه ده، بس دومره خبره ده چې د نن او پروني ملنګ او کچکول ډېر فرق لري، د پرون ملنګ دعا ډېر څه کولای شو او ډېرو خلکو ته یې د مشکل په وخت کې د خپل لرګین کچکوله ډېر څه ورکړي، له ستونزو یې را ویستلي دي، د خپلې غاړې په واړه کچکول کې یې د ډېرو ژوند خوندي ساتلو او د هرې بدرنګې بلا مخ یې ورنه اړولای دی، هغه وخت ملنګان به د ګوتو په شمارو خو دعا یې غرونه نړول.
اوسني ملنګان بیا دعا ډېره کوي خو هیڅ نه کوي، نه پوهېږم چې ننی ملنګ ولې د پروني ملنګ په اندازه کرامات نه لري، شاید خبره د انسانانو په کمبود کې وي.
د نن ملنګ خلکو ملنګ کړی او د پرون هغه خدای ملنګان پېدا کړي وو، همدا خبره ده چې لوی خدای که څوک ملنګ پېدا کړی و، کرامات یې هم ورکړي وو، خو انسانانو چې کوم ملنګان کړه، کرامات یې ورنه کړه او په کچکول کې یې خلک د خپل ژوند روښانه راتلوونکی نه ویني.
همدا وه چې نن د ملنګ او کچکول ارزښت یې په ټولنه کې کم کړی، خو بیا هم ځینې خلک د ملنګۍ غوښتنه کوي، خپل مئین ته داسې وایي:
د ملنګۍ کچکول په غاړه ګرځومه یاره
وخت د مازیګر دی دیدنونه ټولومه یاره
زموږ ملت دې نور د ملنګانو خلاص شي، هغوی چې خلکو ملنګان کړي، خدای دې شته کړي او ډېر څه دې ورکړي، چې د وخت پاچا هان شي.
کوم چې خدای له ذاته ملنګان پېدا کړي، هغوی ته یې په کچکول کې دا ټوله نړۍ اچولې ده، د کراماتو غرونه یې د ملنګ د وړوکي کچکول په ځان کې را نغاړلي دي.
ځان دې ملنګ کړه پر ما راشه
د ملنګانو لارې چا نیولې دینه
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي