ملګرتيا مسووليت دی!

نوزاد الله ودېر
[pukhto]
په دې وړه جمله کې د انسانيت يو لوی درس پروت دی، ځینې خلک په دې اند دي چې ملګرتيا ګوندې فرصت دی، خو داسې نه ده. په مسوليتونو کې دا يو داسې ستر مسوليت دی چې سرته رسول يې د هر سړي د وس کار نه دی. استاد حبيب الله رفيع په خپل خبريالي يا ژورناليېزم نومي کتاب کې د مسوليت کلمې په اړه داسې وايي: مسوليت د قاموس يوه عادي کلمه ده، خو د عمل په ډګر کې ډېره درنه ده، چا ته چې يو مسوليت سپارل کېږي، نو فکر کوي چې يو لوی بار يې پر اوږو پروت دی، دا ځکه چې د مسوليت په کلمه کې پوښتنه نغښتې ده او مسول چې څه کوي، نو ځواب به هم ورکوي.
خو مسوليتونه بيا يو تر بله فرق لري، ځينې عادي او کوچني مسوليتونه وي، خو ځينې نور بيا خورا ستر او په نړېواله کچه مطرح وي، حقيقت دا دی چې په ټولنيز ژوند کې هېڅ يو انسان بې مسوليته نه دی، هر وګړي ته يو مسوليت ورپرغاړه دی، د ټولنې ټول افراد په بېلابېل ډول مسوليت لري، چې له دې څخه يو هم ملګرتيا پالل دي، خو زما په اند تر نورو دا ډېر لوی مسوليت دی، ځکه چې زموږ پېشوا د بشريت ستر لارښورد حضرت محمد (ص) د ملګرتيا پر پاللو هم ټينګار کړی او په يو حديث شريف کې فرمايي:
ژباړه: زما په امت کې ما ته تر ټولو نږدې هغه شخص دی، چا چې د دغه درې ډوله خلکو سره رښتينې مينه وکړه او هم يې ورته عزت ورکړو. ۱- مور او پلار ۲- ښځه (مېرمن) ۳- ملګری.
له دې څخه معلومېږي چې د اسلام مقدس دين هم د ملګرتيا پر پاللو ډېر ټينګار کړی، نو له دې امله ده چې د دغه مسوليت په ترسره کولو د دنيا او اخرت ګټه ده. رښتينی ملګری هغه نه دی چې له چا سره دې ملګرتيا ډېره پخوانۍ وي. بلکې ښه ملګری هغه څوک دی چې له تا سره ستا په هره ستونزه او مشکل کې ملګری وي. يو ليکوال وايي: د ښو ملګرو پيدا کول هنر دی، خو د ملګرتيا پالل حکمت دی او د حکمت هيله له کمو خلکو کېږي. هغه شخص د ژوند په ټولو چارو لاس بری وي. څوک چې احساس د مسوليت ولري. د ملګرتيا پالل نه يواځې دا چې موږ ته پدې دنيا خوشالي او هوسا ژوند برابروي، بلکې د اخرت لپاره هم يوه تحفه ده او زمونږ د کاميابۍ باعث کېږي.
امام شافي رحمت الله عليه فرمايي دا د کم اصل سړي نښه ده چې کله هغه د مال خاوند شي نو د خپلو خپلوانو سره په کبر چلند کوي او د پخواني، ملګرو نه ځان نا اشنا کوي. د يوه لوړ موقف ته تر رسيدلو وروسته پکار دا نه ده چې بيا د ملګرتيا مزی پرې شي دا مزی بايد تر ابده وي. ځکه خو وايي چې ملګرتيا د يوه مرغه په څېر ده، که چيرې په سختۍ يې ونيسې نو مري او که په نرمۍ يې ونيسې الوزي، خو که په مينه يې ونيسي نو ټول عمر به له تا سره وي، مانا دا چې هغه ټول مسوليتونه، کوم چې د نيمې ملګرتيا ځانګړنه ثابتوي بايد ټول په نظر کې ونيول شي. تر حو د يو تلپاتې ملګرتيا سبب شي.
د ملګرتيا اصول داسې وي، چې په هغه کې بايد متوسط حالت غوره شي، کړه وړه، سلوک مو ډېر په نرمۍ سره وي يو د بل په ستونزو باخبره اوسو او د ضرورت پر وخت ورته لاس رسی ولرو.
د ځان لپاره داسې ملګري انتخابول په کار دي چې په يو محفل کې زموږ د خبرو پر مهال زموږ پر غلطيو پرده واچوي، خو په تنهايۍ کې بيا پر هماغه غلطيو مونږ ته نصيحت وکړي، ځکه افضل انسان هغه څوک دی چې پر خپلو اصلاحاتو بوخت وي. په کايناتو کې تر ټولو قيمتي شی احساس دی، خو متاسفانه چې له هر چا سره شتون نه لري. احساس د مسوليت هغه څوک کولای شي، څوک چې د علم پر ګاڼه سمبال وي او د ښو اشخاصو ملګرتيا ولري، مونږ د فرصت کلمه پر هغه مهال استعمالوو کله چې له يو کاره ستړي شو. ذهن مو نا ارامه وي، ټولنيزې ناخوالې او تعصبات راباندې زور شي، بيا نو د خپل فکر د بدلېدا په موخه د يو نږدې ملګري څنګ ته ځو او خپل وزګار وخت هغه سره تېروو، خو کله چې ډېر په سکون حالت کې اوسو او هېڅ نوع ستونزه ونه لرو، نو ځان لپاره يواځېتوب غوره ملګری ګڼو. پخپلو مبالغوي تصوراتو او خيالي نړۍ کې دومره غرق شو چې د ژوند هغه غوره ملګری، چې تل زمونږ په ستونزو او تاوتريخجنو حالاتو کې له موږ سره پاتې وي، له ياده مو ځي، هېڅ يې په اړه فکر نه لرو او خپل کمزوري خواهشات پر موږ لاس بري وي، خو دا ډول ملګرتيا بيا تر يو معلوم وخته پورې دوام کوي او خپل مطلب ته تر رسېدو وروسته بېرته له منځه ځي. دې ته موږ د انسانيت او له عاطفې هغه ډکه کلمه چې د با وفا اشنا لپاره کاروو (ملګری) نه شو ويلی. دا ډول وګړي احساس د مسوليت نه شي درک کولی، دوی فقط تر خپلې اړتيا پوره کېدو ستاسې ملګري وي، خو چې هدف ته ورسيږي او مطلب يې پوره شي، بيا دې نو پاڼه هم په بله نه اړوي، هغه د پښتو متل دی چې وايي: کار پوره، هندو غره!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي