منډه

عطاءالله ځواب
هلک منډه کړه، دوه نفر ورپسې شول، ستړی شو نور مخکې نه شو تللی، بوټونه يې هم سوري ول خو بيا هم په منډه و، له شا نه پرې څو وارې غږ وشو چې ودرېږه، خو دې نه اورېده، په فکرونه کې ګېر و، که بندې دې کړي، ودې وهي… پښه يې تاوه شوه، وغورځېد، له خولې يې اخ ووت، پښې ته يې لاس کړ وينې وه، خو د ځان ډاډه کولو لپاره يې وويل: زه ښه يم شا او خوا يې وليدل، سړي رانږدې ول، د پاڅېدو هڅه يې کوله چې په څټ کې يې يوه درنه څپيړه وخوړه.
بدن يې لړزې واخېست، يو سړي له ګرېوانه راونيو، ورته ويې ويل: ولې مونږ درله نه ښکارېدو که ګنګس وې؟
هلک د ويلو لپاره څه نه لرل، له لاسه يې ونيوه او ځان پسې يې کش کړ، له درد او خوږېدو وروسته بيا هم د هلک په سترګو کې اوښکې رانغلې!
دوکان ته ورسېدل چا چې له لاسه نيولی و، دېکه يې کړ، خو هلک لکه بدن کې يې چې ساه نه وي، هېڅ يې د ځان کلکولو هڅه ونکړه، پړ مخه د خلکو مخ ته ولوېده، ټولو ورپورې وخندل.
– بلا دې په دا خېرن مخ شه، ولې دې غلا کوله؟
هلک سترګې مړې راپورته کړې: مور مې ناروغه ده!
د چا له لاسه يې چې پنځسويز تښتولی و رامخکې شو: چې مور دې مريضه ده، نو د نه سړي زويه بيا غلا کوې، په دې دومره ورکوټي ځان؟
هلک په غوسه شو: څه وکړم پلار مې همدا تاسو غوندې انسانانو مړ که؟
مور او وړه خور مې راته پاتې دي، هيڅوک کار نه راکوي، چې هر چا ته چې لاړ شم، ستاسې په شان راته وايي خېرن مخ ته دې وګوره او کار کولو ته!
يواځې ډوډۍ خو نه ده، د کور کرايه، د مور د درملو پيسې له کومه کړم؟
ناستو کسانو يو بل ته وکتل، يو وويل: څه ورسره وکړو؟
– ويې وهئ!
– خوشې يې کړئ!
هلک خلکو ته مخ که، ما پرېږدئ مور مې مري!
يو يې هم خبره نه اورېده…
تر دوه ساعتونو يې د ښار په دوکان کې ايسار که او په څپيړو يې مخ تک سور ور واړوه، بيا يې پرېښود، هلک چې له دوکانه ووت، ګوډ – ګوډ خپل کور ته په منډه شو!
تبصرې
تبصرې بندې دي