مونږ په بدلون باور لرو!

سيلۍ غفار سره مرکه
[pukhto]
مينه: همبستګي ګوند څنګه راپېژنې! دا ګوند له نورو ګوندونو سره څه توپير لري؟
سيلۍ: د افغانستان د همبستګۍ ګوند د ۱۳۸۳ کال د وري په ۲۹مه نیټه د یو شمېر روڼآندو له لورې په کابل کې رامنځته شو. د همبستګۍ ګوند توپیر له نورو ګوندونو سره دادی چې اول خو يې لاسونه د چا په وینو سره نه دي او دوهم دا چې په دې ګوند کې هیڅ داسې یو کس نشته چې د افغانستان په ویجاړۍ او یا د بیوزله خلکو په رټلو او زورولو کې لاس ولري. دریم توپیر يې دادی چې تل يې د جنایتکارانو محاکمه غوښتې ده او په دې لار کې يې عملي ګامونه اخیستي دي، لکه د غويې اوومې او اتمې او امریکايې جنایتکارانو محاکمه کولو لپاره يې لاریونونه هم کړي دي.
له نورو ګوندونو سره زمونږ بنسټیز توپیر دادی چې کوم ځانګړي قوم او لوري پورې تړاو نلري او د ټولنې ټول قومونه پکې ګډون لري او په ګڼو مسئالو کې پرته له معاملې او محافظهکارۍ خپل لیدلوری بیانوي او هیڅ بیروني قوت پورې ندی تړلی. د افغانستان سیاست په ډګر کې ډیری ګوندونه د ډلو او کسانو د غوښتنو او یا د مافیائي تړاونو په اساس رامنځ ته شوي، خو زمونږ ګوند ددې لپاره چې ټولنې یو ولسي، پرمختللي او عدالتغوښتونکي او بنسټپالۍ او نیواک ضد ګوند ته اړتیا لرله، رامنځ ته شو.
مينه: تاسو څه وخت سياسي مبارزه پيل کړه او د افغانستان غوندې په يوه نرواکه ټولنه کې، ښځه څومره د خطر احساس کوي؟
سيلۍ: زه په کال ۲۰۱۳ کې د همبستګۍ ګوند سره یوځای شوم. مخکې مې هم د یوې مدني فعالې په توګه کار کاوه خو د کار په اوږدو کې مې پام شو چې په یواځې ځان مبارزه کومه پایله نلري نو له همدې کبله مې وغوښتل خپله مبارزه د یو سیاسي ګوند په چوکاټ کې پر مخ یوسم. د همبستګۍ ګوند راته یواځنی ریښتینی ګوند ښکاره شو چې په عمل کې يې انساني ارزښتونو ته درناوی درلود او د یوې خپلواکې او ډموکراتې ټولنې چې په هغې کې ټول انسانان پرته له قوم، مذهب، نژاد، لوري…برابر ژوند ولري؛ مبارزه کوي.
له ګڼو ان.جي.اوګانو او نورو بنسټونو سره د کار په لړ کې په دې وپوهیدم چې د هغوی اصلي موخه خلکو ته کار نه بلکې تجارت او د پیسو لاسته راوړل و. دې حقیقت ته ورسیدم چې د افغانستان بیارغونې او انساندوستانه مرستو په نامه د امریکا او لویدیځ له لورې د ټولنې انجیویزه کول، ددې پر ځای چې د هیواد او خلکو ټپونو ته مرهم وي په عمل کې يې افغانستان د مرګ کندې ته وغورځاوه. د انجیوګانو له لارې نیواکګرو وکولای شو چې د روڼاند او پرمختللو انسانانو یو نسل د هغوی جیبونو ته د ډالرو اچولو په واسطه، د هغوی وجدان واخلي او په خپلو چوپړانو يې بدل کړي.
دغو او ورته نورو تجربو راته دا پوهاوی راکړ چې د ناپوهۍ، ارتجاع، نیواکګرو او ناتار څخه د خلکو ژغورلو یواځنۍ لاره د یو پرمختللي او ولسي ګوند په چوکاټ کې فعاله سیاسي مبارزه ده او بس.
دا سمه ده چې په یوه نرواکه ټولنه کې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ وي، خو که ښځې په خپل توان وپوهیږي او د خلاصون لپاره په آګاهانه ډول مبارزه وکړي نو دا خنډونه به یوه ورځ له منځه ولاړ شي ځکه پرته له دې بله لاره نشته. آزادي چاته په خیرات کې نه ورکول کېږي، د هغې لاسته راوړلو لپاره باید جدي مبارزه وشي او تر هغې چې ښځې په خپله د خلاصون لپاره لاس په کار نشي، دا ستونزې به پای ته ونه رسیږي.
مينه: د ډيورنډ کرښې په اړه ستاسو د ګوند پاليسي څه ده؟
سيلۍ: د ډیورنډ کرښې په اړه زمونږ پالیسي ډیره روښانه ده.د ډیورنډ لیکه د کشمېر د مسئلې په څېر د انګلیس د نیواک ناولی مېراث دی چې تر اوسه پورې يې د دښمنۍ تخم پاتې دی. زموږ خلک او تاریخ پرته له شکه د ډیورنډ تړون چې د هیوادپلورونکي امير له لوري لاسلیک شو، یو ملي خیانت شمېري. خو په ورته وخت کې باید ومنو چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلکو برخلیک چې د افغانستان د خلکو په پرتله نسبتاْ د ښه اقتصادي او ټولنیز حالت څخه برخمند دي، باید د یوې آزادې او عادلانه ټولپوښتنې له لارې وټاکل شي. دغه امر په طبیعي ډول هغه وخت د پلې کېدو وړ دی چې په دواړو هیوادونو کې خپلواک او ولسي دولتونه واکمن وي.
مينه: په اوسني وخت کې د افغانستان متحد کوم قدرت کېدلای شي، تاسو ولې د امريکا په اړه ډېر بد نظر لرئ.؟
سيلۍ: مونږ په دې باور یو او تاریخ هم دا په ډاګه کړې تر هغې چې یو ولس خپله په خپل لاس له دغه کړکېچن حالت څخه ځان خلاص نکړي، هیڅ یو بهرنۍ ځواک نشیکولای زمونږ خلکو ته نیکمرغي راولي.
زما په آند سمه به دا وي چې ووایو مونږ د نیواکګرې امریکا په اړه ډیر ښه نظر لرو. په تېرو ۱۶ کلونو کې که مونږ د امریکا کړنو ته وګورو نو پرته له خیانت او جنایت او وینېبهونې يې بل کار ندی کړی. کله يې زمونږ د خلکو جنازې بمبار کړي او کله ودونه، کله يې پر مړو متيازې کړي او کله يې ترینه د لاس ګوتې د یادګار په څېر پرې کړي دي. دوی د «دموکراسۍ، ښځو حقونو او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ خو په پایله کې د ښځو او دموکراسۍ ضد عناصر لکه سیاف، خلیلی، عبدالله، اسماعیل خان، محقق، رباني، قانوني، فهیم، ملا ترهخیل… د افغانستان خلکو او په ځانګړی توګه د کړیدلو ښځو په برخلیک واکمن کړل. ترهګري ورځ تر بلې په ډیریدو ده. ځناوره ډله لکه داعش منځ ته راغله چې جنایتونه يې مونږ هره ورځ ګورو. نو د امریکا دې تورو کارنامو ته په لیدو سره باید ووایو چې زمونږ د ګوند لید ددغه جنایتکاره او جنایت روزونکي هیواد په اړه په واقعیتونو ولاړ دی. هغه خلک چې نن امریکا ته سجده کوي او په افغانستان کې د امریکا پاتېکېدو سوالونه کوي دوی تاریخ او زمونږ رنځیدلو خلکو ته مختوري دي. مونږ د خپلو خلکو په ځواک پوره باور لرو او پوهیږو چې یوه ورځ به امریکا زمونږ په هیواد کې ماته خوري لکه په ویتنام او کوریا او لاتیني امریکا کې يې چې ماته وخوړه.
مينه: په افغانستان کې نږدې هر ګوند د پلويانوموندلو لپاره اسلامي ټکی له ځان سره تړلی، په داسې سياسي چاپېريال کې يو سيکولر ګوند څنګه پلويان پيدا کولای شي؟
سيلۍ: ښه به دا وي چې ستاسو درنو لوستونکو ته دا روښانه کړم چې ولې زمونږ ګوند اسلامي پیشوند او پسوند نلري. په افغانستان کې ډیری او که ووایو چې نږدې ټول ګوندونه اسلامي پیشوند او پسوند لري او د اسلام په نوم يې په زرګونو خلک ووژل، پر ښځو يې جنسي تیري وکړل، د خلکو کورونه يې لوټ کړل… او نن هم کله چې د ستیج سر ته پورته کېږي نو په اوږدو آیتونو خلک غولوي. نو ددې لپاره مونږ نه غواړو د اسلام په نوم خلک وغولو.
دوهم خبره د سیکولاریزم، په افغانستان کې لا تر اوسه هم خلک د سیوکولاریزم نه د کفر برداشت لري چې دا ناسمه ده. په یوه سیکولار ټولنه کې د دیني تاجرانو دکانونه بندیږي او بس. له همدې کبله همدغه تاجران چې کلونه – کلونه يې د خلکو له عقایدو ناوړه ګټه پورته کړې د سیکولاریزم مخالفت کوي. مونږ په دې پوره باور لرو چې د خلکود پوهې په لوړیدو سره سیکولاریزم ته هم لاره هواریږي.
مينه: په اکثرو لويو ښارونو کې نا مسوله وسله وال او ټوپک سالاران په قدرت کې دي، ايا د دې هيله شته، چې ځای به يې يوخت سيکولر ونيسي او د زور له لارې د قدرت نيولو دود به پای ته ورسيږي؟
سيلۍ: پرته له شکه چې دا کار به کېږي. مونږ په بدلون باور لرو او که چېرې مو پدې باور نه درلودی نو مبارزه مو هم نه کوله. ناهیلي د ماتې په مانا ده او مونږ هیڅکله هم ماته نه منو. لکه څنګه چې مخکې مې وویل یوه ورځ به د افغانستان خلک په آګاهانه ډول راپاڅیږي او دې ټولو ناخوالو ته به د پای ټکی کېږدي.
مينه: د حکمتيار او نورو جهادي رهبرانو څه ډول محاکمه غواړئ؟
د ګلبدین په شمول د تېرو څلور لسیزو ټولو جنایتکارانو علني ملي او بینالمللي محاکمه غواړو. داسې یوه محاکمه چې پکې ریښتینی عدالت پلی شي او قربانیانو ته د قناعت وړ وي. ځکه مونږ په دې باور یو چې د یو روښانه راتلونکي لپاره باید له تیر سره حساب پاک کړو. او دا په داسې یو حکومت کې شونې ده چې هغه د خلکو په رأيه منځ ته راغلی وي نه د جان کېري له لوري.
مينه: په افغانستان کې د نا امنۍ پېښې او مرګونه ډېر دي، خو په ټولنيزو شبکو کې ډېری خلک د وژنو تصويرونه خپرول ښه نه ګڼي او استدلال کوي، چې پر خلکو ناوړه رواني اغېز کوي او د وحشتونو پر وړاندې حساسيت له منځه وړي، خو ستاسو په مجله او ويبسايټ کې داسې تصويران ډېر خپريږي، په دې اړه تاسې څه نظر لرئ؟
سيلۍ: دا ریښتیا ده چې په افغانستان کې هره ورځ ډیرې زړهبوږنونکې پېښې ترسره کېږي چې لیدل او اوریدل يې ډیر ستونزمن کار دی خو له بدهمرغه همدا د افغانستان واقعیت او دا زمونږ دنده ده چې خلکو ته دا واقعیت څرګند کړو. ځکه تلویزیونونه او راډیوګانې ټوله ورځ لګیا دي خلک په درواغجنو انځورونو او ویډیوګانو غولوي. که چېری یو دولت یا امریکا یو وړوکی پُل هم جوړ کړي نو دا رسنۍ هغه په کراتو ښايي خو که د امریکا په بمبار کې په لسګونو خلک هم ووژل شي په هغې پرده اچوي او یا يې په ناسمه توګه خپروي. نو دا زمونږ دنده ده چې دا تریخ واقعیت خلکو ته ووایو او خپور کړو.
او له بل پلوه د یو تاریخي سند په توګه هم ددې انځورونو خپرول اړین دي. که چېرې د امریکا او طالبانو او داعشیانو ځناورو کړنو انځورونه خپاره نشي نو راتلونکی نسل په تیاره کې پاتې کېږي. هغوی بیا په دې نه پوهیږي چې زمونږ په هیواد کې څه تېر شوي او دغه هیوادونه چې د دموکراسۍ او بشر حقونو نغاره وهي کوم جنایتونه يې زمونږ د خلکو پر وړاندې ترسره کړي دي؟
مينه: ستاسو غږ په نړۍ کې څومره ملاتړ لري؟
سيلۍ: نږدي ټول دموکرات او دموکراسي پلوه خلک او ګوندونه مونږ پیژني. او مونږ هم په نړۍ کې له دموکراسي پلوه او روڼ آندو څخه تل پلوي کړې ده. مونږ د جلالاباد په ښار کې د ایران روڼ آندو لکه فرزاد کمانګر، شاهرخ زماني، شیرین علم هولی… او کوبانی ِغښتلو او مبارزو ښځو په پلوۍ لاریونونه کړي او له هغوی څخه مو ملاتړ اعلان کړی دی.
مينه: د جنګسالارانو پر وړاندې له مبارزې پرته د يووالي(همبستګۍ) نور کوم ټکي دي، چې خلک پرې راټولېدای شي؟
سيلۍ: ډیر ټکي دي خو په لنډه توګه باید ووایم چې زمونږ د ګوند موخې چې عبارت دی له (خپلواک، آزاد، دموکراتیک او یو موټی افغانستان / د سیکولاریزم او دیموکراسۍ پر ستنو ولاړ ملي یووالی / د ښځو او نارینه او د هیواد ټولو پرګنو مساوي حقوق / د هر ډول بنسټ پالنې او بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې مبارزه / د امریکايې او ناټو نیواکګرو قوتونو سم لاسي وتنه) داسې روښانه ټکي دي چې د هر ملي مبارز شخص د زړه خبرې دي.
مينه: د شخصي ژوند او کورنۍ په اړه مو معلومات راکړئ؟
سيلۍ: د امنیتي ستونزو له امله ډیر څه نشم ویلی خو دومره به درته ووایم له یوې روڼ آندې کورنۍ څخه یم او تل به د خپلو خلکو تر څنګ ولاړه یم.
د «مينه» مجلې له ټولو کارکونکو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د امنیتی ستونزو، ګواښونو او مالي ستونزو سربیره تاسو زمونږ د خلکو ریښتینی غږ یاست، د هیواد تراخه واقعیتونه خپروۍ، او زورواکو او بنسټ پالانو ته غوړهمالي نه کوۍ. تاریخ به تاسو د باوجدانه او پر هېواد مئينو انسانانو په توګه په یاد ولري. تاسو مې د مينې ډک سلامونه ومنئ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي