مينه د رڼا لپاره باوري ځواک دی!

نورالحق حداد
[pukhto]
ناول د نثر هغه کيسه ده چې په نوي انداز د تلوسې ډکې پېښې له ژوند سره تړلې ترجماني کوي.
هر ليکوال کوښښ کوي چې د خيال په قوت خپلې ټولنې ته د ډېرو پېښو کيسه حقيقت ته نېژدې وړاندې کړي، په دې ازموېنه کې ښاغلي نصرت ارمان له وخته برخه اخېستې، ښه قلم او پاک احساسات يې کارولي.
ارمان نوی ځوان دی، ادبي ذوق يې څپانده دی، په ليکلو کې يې مهارت پيدا کړی، پرله پسې يې کيسې او کتابونه چاپ شوي، د خيالي کيسو په لړ کې يې اوس (منډه کړئ) ناول ټولنې ته وړاندې کړی چې په اته نوي مخونو کې مازيګر کتاب پلورځي په ښه شکل او صحافت چاپ کړی دی. ليکوالې اناهېتا روهي پرې لنډه ليکنه کړې.
د دې ناول کيسه د يو ښوونکي مبارزه، د سبا ورځې زده کړه او علم کول دي. دا د علم په رڼا ناول د ماشوم او نوي ځوان ادبياتو سيالۍ ته ليکل شوی، په لنډ وخت کې به يې ډېر لوستونکي خوښ کړي او نورو منطقو ته به هم زر تر زره ورسيږي. په دې کې به هم شک نه وي چې بلې کومې ژبې ته وژباړل شي.
د ارمان په ناول کې ښه والی دا دی چې نقشه يې په ژوند کې ګټوره لار: تعليم کول دي، د ده د خوارۍ او زخمت ګټه به د نورو ژوند هوسا کړي، ځکه ژبه يې تر ډېره حده روانه ده، د ادبي ښکلا سره ولسي رنګ لري، لکه ناول کې راځي:
نيا يې ورته زړمبو کړی و.
ناول په ښاېسته لنډو او شاعرانه جملو ليکل شوی، په ناول کې د نرګس او جلوې خوږې مکالمې راغلي. وايي:
نرګس جلوې ته مخ کړو، تا ويل مماڼې هم شته!
– هو، راځه چې درباندې يې وخورم!
په ناول کې طبقاتي جملې خپل درد لري، د بېلګې په توګه:
يوه جينۍ چې په سپين کميس يې سېتارې لګېدلې وې، هم ورسره وه. جلوې په رډو رډو هغوی ته کتل. سترګې يې ټيټې کړې، په چاودو پښو ورته پلاستيکې خيرنې چپلکې بدې ښکاره شوې، په لمن يې د سېتارو په ځای پيوندونه لګيدلي وو.
نوموړي ليکوال په خپل مزل کې هڅه کړې چې په ادبياتو کې د انسانانو د پېښو انځورولو ته پاملرنه وکړي، که د جګړې په مهال پېښې په ادبياتو کې ځای په ځای کېږي، زمونږ نسلونو ته د ادبي ارزښت سره تاريخ هم ژوندی ساتي.
منډه کړئ زمونږ د هېواد د جګړو، سياسي بدلون او نورو ناخوالو کيسه ده، اخلاق، قانون، عقيده دا ټول يوه وظيفه لري چې ټولنه د بدمرغۍ په ځای نېک مرغۍ ته تاوه کړي، انسانان د خير او شر په جګړه اخته دي، قانون ونه شو کړی چې حق وپېژني، مينه د رڼا لپاره باوري ځواک دی، که د ښوونکي مينه نه وی نو ماشومانو دومره لېرې لاره کله پلې وهله؟
ارمان زلمي ته مبارک، د قلم ژبه يې ګونګه مه شه
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي