مينه له مينې پيداکېږي

نورالحق حداد
[pukhto]
د مینې په اړه ډېرې څيړنې شوي، مینه ځانګړي رواني حرکتونه لري، ټول رواني حالات نه شي کولای په مینه کې ځای پیداکړي.
مینه دایمان حقیقی سرچینه ده، مومن هغه دی چې مینه کوي، بې مینې انسان خبر نه دی، مینه د فطرت ناره ده، د مينې نوم د ژوند نوم دی چې دانسان زړه نرموي، د مينې ونه ډېر ښاخونه لري.
ما ستا دالفت کعبه له خلکو جدا کړې ده
مینه محبت مې سجده او دعا کړې ده
اشرف مفتون
مینه د مومن نښه ده، اختیارې مینه عبادت دی، مینه خوښي ده، طبعې مینه ځانګړي زړه راښکون ته وايي، چې بې اختیاره په زړه کې پیداکېږي
مینه ناک په ټولنه مینه واکمنه ساتي، زړه د مینې مرکز دی په مرکز بادشاهي کول د مینې کمال دی!
مینه په رشته او فاصله کې د وړاندې او نېږدې ژوندیو زړونه راکاږي، اخلاص د مینې روح دی، که روح نه وي خپل منزل ته نه رسیږي او مینه د بیلتون په څپو له منځه ځي.
مينه له مينې پيداکېږي
په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه
په لویه ورځ به غږ وشي، چې چیرته دي هغه کسان چې زما درضا په خاطر به يې یو له بل سره مینه کوله موږ يې د خپل سیوري لاندي راولو!
مینه ډېر کرته د محبت او دوستۍ په مانا راغلې ده، دا د پېژندنې څخه مینځ ته راځي، په مینه کې اوږد مهاله موخې په پام کې نیول کېږي.
په مینه کې ازادي او خپلواکي موجوده ده، برابر والی يې د دوام لامل کېږي. سوځونکې نه وي، روښانوونکې او ځلوونکې وي.
چې د زړګي پر سر يې بله وي لمبه دمینې
هغه څراغ ته اړتیا نه لري ډیوه نه غواړي
درویش درانی
مینه د مینې په لاس کې د بل څراغ مانا لري، هغه چا کې هیڅ خیر نشته چې مینه نه کوي او نه ورسره مینه کېږي.
مینه مو د زړه دنیا ته تښتوي، نه زده کېږي او نه ښودل کېږي.
هغه چا سره مینه وکړئ چې تا سره مینه لري.
دماشوم سره مینه دالله ج دنعمت نښه ده، مور او پلار ته په مینه کتل دالله پاک د رضا لامل ګرځي.
زړه چې مین شي زلمی شي!
مینه یو کړاو دی چې نه يې لري هغه مړ دی. متل دی د دوه مینانو په بېلتانه تېږي هم ژاړي.
ښځه تل د نر مینې ته ګوري، مینه نړۍ جوړوي هیله يې امسا ده.
انکار دمحبت دې که زما په شونډو راشي
د مینې عقیده کې مې ایمانه ته به يې
حسینه ګل
د ګويته خبره ده د مینې کتاب مې ولوست د خوښۍ مخونه په کې لږ وو نورې ټولې په غم لړلې پاڼې وې.
مینه دې اور دی په ما پور دی
رنګ مې تک تور دی غم دې زور دی مړ به شمه
شکسپیر ویلي اندیښنې، اهونه، هیلې اواوښکې د مینې نه بېليدونکې توکي دي.
ټاګور یې د ژوندد لارې ډيوه ګڼي او هغه وزرونه يې بولي چې انسان پرې خپل خدای ته الوزي.
تل مې ستا په ښکلو ښکلو سترګو کې
لوستي دي د مينې سيپارې ياره
شېرحسن کمالزی
د ويکتور هوګو په فکر خدای بختورو ته داسې زړه وربښي چې مينه او سوي پکې وي.
هغه چاسره مينه وکړه چې ستا د مينې وړ وي نه د مينې تږی، ځکه د مينې تږی يوه ورځ مړېږي.
چې د ژوندانه پېښې او انساني زړه يې د مينې او درد په دوه مخي هنداره کې نه وي ليدلی
ريښتنولي يې نه ده ليدلې.
له خزانونو نه سپرلی جوړ کړي
مينه له نه سړي سړی جوړ کړی
ځواب
مين د هيچا په عقل خپل ليونتوب نه ورکوي. مينه هغه پيری دی چې ټول يې خبرې کوي، خو هيچا نه دی ليدلی.
مئينه مينه خو څه مېنه نه ده
چې شوله ړنګه نو ودانه به شي
بې له مينې ايمان ناشونی دی.
مينه د انسان فطري غوښتنه ده. د کوم انسان زړه چې د مينې له خوږو بې برخې وي انسان نه دی.
حضرت محمد (ص) قسم کړی: نه دي مومنان چې خپلو منځو کې مينه ونه کړي، بي بي عايشې ته به يې ويل د اسامه سره محبت کوه، د الفت،انسانيت او شرافت دود پلی کړه، مامه ګرموئ تاسو ته مې د مينې کتاب پرانيست، مينې او انسانيت ته مې راوبللئ، د مينې او ژوند نه خوند واخلئ، ځان په مينه او خوشالۍ ونوموئ!
مينه د احساساتو چاودنه ده، مينه وپالئ، مينه راولئ، مينه وکړئ!
ژوند يو حقيقت دی يوه ښکلا ده په مينه يې وپالئ، ژوند يو محبت دی ورغاړې وځئ!
د ګاندي نظر دی: محبت يو جهاني قدرت دی د سړي په ژوند کې يو تېريدونکې پيښه ده او د ښځې د ژوند تاريخ دی، چيرته چې مينه وي هلته ژوند وي.
ټکي په ټکي مې لوستلي
د مينې باب کې دي بې شمېره کتابونه
سرچينې:
د افغانستان د اوسنيو ادبياتو اتم ملي جشن مقالې، ګويته انيستيتوت.
مفتون اشرف- سکونډارې- پيښور
صفامصطفی- ويکتور هوګو- مازيګر
کمالزې شير حسن- باڼه -ګودر
ځواب عزت الله- مونږ به لېوني نه يو- مازيګر
صادق صادق الله- ژباړه – مينه پيژنئ – ګودر
منهاج محب الله- ژباړه- تللې او منلې ويناوې .
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي