67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

مینه

نصرت ارمان

[pukhto]

مینه داسې الوت دی چې تل محبوب له تا سره لېږدوي، دیدن ناقراري نه سړوي زیاتوي يې، هغه جذبات چې تا یې د لرلو فکر نه کاوه راپارېږي، داسې جذبات چې سرښندنې ته دې تیاروي.

داسې انتظار دی چې نه ختمېږي، لکه موږ چې مرګ ته انتظار یوو او نه پوهېږو کله راځي؟  هغه سوز دی چې په بیانولو یې زړه نه تشېږي، د مینې تصور لکه د ژوند تصور چې تل یې په خپله ګټه پای ته رسوو!

مینه ده چې ژوند ته یې دوام ورکړی او ورکوي به یې، مینه ده چې موږ پيداکېږو، دردېږو، خوښېږو، مستېږو،  پردي کېږو، مخکې  وروسته کېږو او ورکېږو، که مینه نه وی ژوند به نه وی، نړۍ به نه وی او مخلوق به نه وی پيدا شوی.

څه له مینې بې برخې دي؟ طبیعت مینه شيندي، ګلان زرغونوي، خوشبو جوړوي، رنګینۍ راولي، ښکلابښونکی دی، نسیم یې وږمو ته چکرونه ورکوي او تر هر  ژوندي یې رسوي.

سمندرونه خاموش دي، لکه ځمکه چې د انسانانو په تماشه ده، هغوی چې څپې مستې کړي څه سازونه او ښایستونه جوړوي؟  د هغې ابي څپې!  هغسې چې اسمان په یوه رنګ راښکاره شي، له شوره چې ډکې شي څه اوروي؟ څه راښکاروي؟

هرڅه د مینې انځورونکي دي، د مینې ورکوونکي  او خورونکي دي. تر هغې چې ژوند کوو مینه کوو او چې بې ژونده کېږو هم مینې ته اړ یوو، ځکه له مینې پرته تلپاتې خوښۍ ته نه رسو او موږ هغه جهم ته  چې له ځانه سره یې انځورو ورغورځېږو.

مینه ده چې پيدا کوونکي ته له ټولو ارزښتمنه ده او موږ یې باید ترسره کړو، مینه ماتې نه مني! تر هغې چې مینه مو نه وي کامیابه کړي، مینه مو نه ده پېژندلې او نه مو ده کړې.

مینه کوونکي څوک دي؟ هغوی چې ډېر مینه ورکونکي دي! او دا نه مني چې مینه یو ځل شي.

بې له مینې څنګه ژوند شي؟ ځواب دا نه دی چې په کرکه، وېره او جګړه کې، ځکه هغه په ژوند نه شمېرو او بې مینې ژوند ته ژوند نشو ویلی.

ژوند هغه کړی چې مینه یې کړې، هغه مینه چې کامیابۍ ته یې ورسوو، هغه مینه چې موږ پکې مات شو په بله  ورشو، په بله ورشو…

شوګیر شوو، لالهانده او سرګردان شوو خو تر لاسه یې کړو.

موږ مجبور یو چې یواځې مینې ته ژوند وغواړو او یوه شېبه بې مینې ژوند انځور نه کړو، په اړه یې خبرې ونه کړو او له ليدو یې وتښتو، مینه وکړو له هغوی سره چې زړه کې مو دي.

له چا سره مینه یو ځل شي؟ موږ هر څه سره بیا مینه کوو او کله هم ترې نشو مړېدی، له رب سره مینه، طبعیت سره مینه، مور، اولاد، وطن، انسان، ځان، شیطان، موسیقۍ، نشې او نور داسې څه دي چې موږ ورسره یو ځل مینه کوو؟

هرڅه مینه کوونکي دي، هغوی چې مینه کوي، مینه ورکوي، له مینې کولو پرته مینه نشو ورکولای، داسې څه نشته چې مینې ته اړ نه وي، موږ یو بل سره مینې کولو ته پيدا شوي یوو.

لوی کامیابۍ ته د رسېدو لار مینه ده، هغه کامیابۍ ته چې موږ یې له ټولو خوندونو، مستیو، سازونو جوړه انځورو، هماغه چې هر څه به مو په اختیار کې شي او هېڅ داسې څه به نه وي چې ویې غواړو او راونه رسي.

له دې ستره کامیابي نشته او ټول چمتو یوو چې ترلاسه یې کړو،  نو راځئ مینه وکړو!

[/pukhto]

2 خوښونې

اړوند مطالب

د ګاندي لس اصول
زه جوړ يم!
د ارزښت د ښکته والي او لوړوالي راز
سم مزل نه شو کولای
ماشومان ژغورلی شو!
بهاند شهکارونه بې خونده کړي!
زګيروی
صحرايي کیشپ (Desert tortoises)

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /