ناروغانو ته پام هغوی رغوي!

شرافت همت
[pukhto]
ځینې وخت په کورنۍ کې یو څوک ناروغ شي، تکلیف پرې راشي او د نورو مرستې ته اړ شي، پدغه حالت کې د ناروغ نږدې خپل لکه پلار، مور، وروڼه، خویندې او… مکلف دي چې ده سره ښه چلند وکړي، مرسته یې وکړي او ډاکټر ته د بوتللو بندوبست یې وکړې.
انسانان طبعاً د یو بل مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري او پرته له دې نشي کولای خپل ژوند پرمخ بوځي. یو له بل سره مرسته د دوی تر منځ مینه او همدردي زیاتوي او ددې دوه شیانو زیاتېدل د ژوند د ښکلا باعث کېږي.
زمونږ چې یو جنګ ځپلې او غم ځپلې ټولنه ده، د کورنیو غړي له یو بل سره مینه او خواخوږي لري، خو بدمرغي دا ده چې ورته ښکاره کوي یې نه. مثلاً په کورنۍ کې یو څوک ناروغه کېږي، ټوله کورنۍ پرې غمجنه وي، مګر هغه ته دا احساس نه ورکوي چې دوی یې حالت ته خفه او ورباندې غمجن دي، البته استثنا شته، ځکه مور په هر حالت کې د اولاد تر څنګ وي او هغوی ته خاصه پاملرنه کوي.
زه فکر کوم یو ناروغ تر بل هر څه زیات ښه چلند او سلوک ته اړتیا لري، که له هغه سره ښه او مینه ناک چلند وشي، ښه پاملرنه ورته وشي، او وخت په وخت یې د صحت پوښتنه وشي نو طبعاً به د ناارامۍ او ناجوړۍ سره-سره ځان ارام احساسوي او د ارامۍ دې احساس سره یې یو ډول د خوشالۍ احساس هم مل وي.
برعکس که ناروغ سره ښه او مینه ناک چلند ونشي، خاصه پاملرنه ورته ونشي او د ناروغۍ او صحت پوښتنه یې ونشي، نو یو خو هغه هسې هم ناجوړ/ناجوړه وي، بل ورباندې دا بدسلوکۍ د مایوسۍ او خفګان حالتونه راولي او د کورنۍ له غړي غړي یې زړه بدیږي او کومه مینه چې ورسره لري، کمیږي.
انسانان طبعاً ناروغه کېږي، سختي پرې راځي او له ستونزو سره مخ کېږي، که د کورنۍ کوم غړی مو د ورته حالت سره مخ شو نو پام او توجه ورته وکړئ، تر ممکنه حده ورسره مرسته او همکاري وکړئ، او ددې تر څنګ داسې احساس ورکړئ چې حالت ته یې خورا زیات خفه او ورته ځورېږئ.
زه په پوره باور وایم چې که تاسې خپل ناروغ ته ښه پام وکړئ، ښه پام پدې معنا چې خوا ته یې کېنئ، وخت په وخت یې د صحت پوښتنه وکړئ، اړتیاوې یې پوره کړئ، په ورین تندي ورسره مرسته وکړئ او …. نو دا ښه پام د هغه په رغېدو کې کاملاً موثر رول لوبوي او هغه ته ښه والی بښي.
ښه او خوشاله کورنۍ هغه ده چې د غړو تر منځ یې مینه، صمیمیت، محبوبیت، خواخوږي وي، تر څو چې د بل غم خپل ونه ګڼئ او پرې غمجن نشئ تر هغې د یو بل خواخوږي نشئ جوړېدای او چې خواخوږي نشئ، ژوند مو بدېږي.
ښه ژوند وکړئ، یو بل سره ښه چلند وکړئ، د کورنۍ غړو سره په مینه او صمیمت برخورد وکړئ او ښه احساس ورکړئ چې د هغوی په منځ کې محبوب شئ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي