ناکامه مدیریت

ریاض الدین ریاض
[pukhto]
که په رښتیا د بشپړ غړیتوب دعوه ګیر یو نو په عمل کې دیوې نسبي ښې لوبې کول ډير مهم دي، لوبه ګټل اوبایلل په کرکټ کې معمول دی، خو د داسې یوې لوبې کول چې هم مو لوبغاړي خپله کمزوري ښایې او هم د لوبډلي په ناکامه مدیریت او منجمینټ دلالت کوي دبشپړغړیتوب ترلاسه کول فقط خوب لیدل دي.
دسترې لوبډلې سره د لوبیدوتاثیرپه ننۍ لوبه کې له ورایه ښکاریدو چې داچاره مود لوبغاړو په کارکردګۍ او راتلونکې کرکت لوبیز ژوند بده اغیزه ښندې.
د نننۍ لوبې د ماتې ستر لامل د لوبډلې په جوړښت کې وه د پیل لپاره نورعلي ،عثمان ،جاوید په سکواډ کې اعلان شوي وول مګر دلته بیا ګلبدین او عثمان پیل وکړ.
مونږ که د عثمان سره جاوید ته د لوبیدو چانس ورکړی و نو په پوره باور ډېره ګټه موکوله ځکه جاوید د ښې توپوهنې سره ښه توپ اچونکی هم دی ترڅنګ یی نن په لوبډله کې دواړه الارونډران ګلبدین او کریم جنت ته موقع ورکړل شوې وه چې هیڅ اړتیا یې نه وه که د کریم جنت په ځای نن دولت ته چانس ورکړل شوی وای نو نن مو د بري چانس ممکن کیدو.
بله غلطې د لوبغاړو په راښکته کیدو کې وه یا د توپوهنې ترتیب کې وه د شفق او نجیب د کرکټ ژوند په لوی لاس خرابيدونکی دی، دواړو ته په خپل وخت او ښه مو قع د توپوهنې چانس نه ورکول کیږي شفق په ټاپ اودر کې اعلان شوی و، خو دلته بیاورته په ورستیو کې چانس ورکول شو ترڅنګ یې غلطه لوبډلمشري هغه څه ول چې لوبه مو په ډير بد وضیعت وبایلله.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي