نديم

لنډه کيسه/ شېر شاه همدرد
[pukhto]
اه ! رښتیا چې ما ناوخته کړه، جنازه همدا اوس خاورو ته وسپارل شوه، خلکو لاسونه د دعا لپاره لپه کړي وو، سورت په ختمېدو و، ټول خلک روان شول، یواځې زه پاتې شوم، د هغه پرونۍ خبرې مې یوه یوه پر زړه ورېدې، زېړ مخ، وچې شونډې، له اسوېلو ډکه خوله او مړاوې سترګې یې زما له سترګو، نه لرې کېدې.
د هغه د تېرې ورځې هرې خبرې زما پر ذهن تصویر جوړاوه، زه یې د سوچونو په سمندر لاهو کړی وم، ډېر ښه ملګری مې و، نه پوهېږم چې مور به یې ولې پری ندیم نوم ایښی و، خو ما چې له واده وروسته هغه ولیده، د ندامت او پښېمانۍ نښې پکې له ورایه څرګندېدې، زما ورته سودا شوه، په بې صبرۍ مې ترینه پوښتنه وکړه: ندیمه پرتا څه شوي؟ ستا هغه ښکلې او تازه څېره له موسکا ډکه خوله…؟ اوس خو ته په داسې یو حالت کې یې، لکه سم دستي چې له قبره پاڅېدلی اوسې. هغه یو سوړ اسوېلی وویست، د سر په ښورولو یې وویل: ژوند دی، سړې ـ تودې لري دا به هم تېرې شي.
ددې خبرې په اورېدو مې د پوښتلو تلوسه نوره هم زیاته شوه، پرې پوه شوم، چې څه خبره خامخا شته، خو ندیم یې له ما پټوي.
له مټه مې ونیو، ما ویل راځه ! چې دلته سره لږه شېبه کېنو او د زړه خواله وکړو.
هغه ځان اخوا دېخوا که، پوه شوم، چې زړه یې کېناستو ته نه دی، مجبور مې کړ چې کېني، د پولې پر سر کېناستو، بیا مې ترې پوښتنه وکړه، دوسته! اخر ته ولې دومره ستړی او غمجن يې؟ هغه یو ځل بیا سوړ اسوېلی وویست، په ژړغوني غږ یې راته وویل:
یاره ! تاته خو معلومه ده، چې پر مامې مورجانه څومره ګرانه ده؟ هغې زه په خپلو وینو وروزلم هسې خو په ټولو خلکو مېندې ګرانې وي، خو پر ما…، له همدې سره یې سلګو خبرې پرې کړې. لږه شېبه یې ساه واخیسته بیا یې پیل کړه، زه له ماشومتوبه د پلار له مهربانۍ او شفقته بې برخې پاتې شوم، خو مور مې دومره مینه راکړه، چې ما هیڅکله د بې پلارۍ احساس ونه کړ، مور مې راته هم پلار و او هم مور وه…
ما ترې خبره واخیسته، او ! دوسته! دا خو ټولو ته معلومه ده، په دې کې د خواشینۍ څه خبره ده؟
هغه بیا اوږده ساه وکښله وې ویل: دا خو سمه ده، خو زما مور په ډېرو کارونو او د نورو له مزدورۍ نه ډېره ستړې شوې وه، خو بیا هم زما لپاره ژوندۍ وه او کار یې کاوه، هغې څومره هیلې درلودې، چې زما واده وګوري، خپله ناوې په سره ډولۍ کې وګوري، ځان ته یوه مرستندویه راولي، چې په چارو کې یې لاس نیوی وکړي، عزت یې وکړي او خپل پاتې عمر هوسا تېر کړي، خدای (ج) شته ما هم همداسې غوښتل.
د ندیم دې خبرو ته، مې د اوریدو تنده زیاته شوه، ما ویل: د مورجانې دا نیمګړې هیلې، خو دې یو کال وړاندې تر سره شوې بیا نو ستا دا حالت!؟
ندیم بیا د ساړه اسوېلي په ویستلو سر په خپل زنګانه کېښود، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، په ژړغوني حالت یې راته وویل: همدا غلطي وشوه یاره!
کاش! د مورجانې مې دا نیمګړی ارمان لکه د نورو ارمانونو په شان پوره شوی نه وای.
بیا مې ترې خبره غوڅه کړه، ستا د مورجانې نورې نیمګړې هیلې!؟
ندیم خپل سر له زنګنو جګ کړ، په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې لکه مرغلرې تویېدې له اوښکو ډکې سترګې یې را واړولې او په ژړغوني ډول یې راته وویل : یاره! هغه کومې نیمګړې هیلې چې مې د مور او د مور په خاطر زما وې، ټولې په سیند لاهو شوې، په اور وسوځېدې، لمبې شوې، هر څه له خاورو سره خاورې شول، هغه ټول غلط وختل د کوم په اړه، چې ما فکر کاوه، ژوند به مې پرې نېکمرغه شي، په شپو- شپو یې یادونو رانه خوب تښتولی و. کاش! داسې خوبونه مې هیڅکله نه وای لیدلي او دا ارمان مې یواځې خوب پاتې شوی وای.
د هیلو هغو اوبو ته، چې ټول عمر تږی وم، همداسې تږی پاتې شوم، هو! هغه یادوم، هغه چې مې خپله ګڼله، پردۍ وخته، هغه مې چې دوسته ګڼله، دښمنه شوه او هغه چې مې خپله ښځه بلله راته بلا شوه، زما د سترګو په وړاندې یې زما د مور بې عزتي وکړه، زما مرحوم پلار یې توهین کړ، تېر شوي خوندي نیکونه یې راته بربنډ کړل، ماته یې هغه خبرې وکړې، چې زه یې په ویلو شرمېږم، په کلي کې یې وشرمولم. په همزولو کې یې سرکوزی کړم، هغې څه ونه کړل؟ ټول هغه څه یې وکړل چې زړه یې غوښتل.
یاره! له دې ژونده نور ستړی شوی یم، په خپلو کړو پښېمانه یم، زړه مې غواړي چې ځان په ګولیو وولم او بیا یې په چیغو- چیغو وژړل.
خدای ج شته ما هم ورسره وژړل، د تسکین لپاره مې ورته پر اوږو لاسونه کېښودل او ورته مې وویل: خیر دی دوسته، انسان نه تېر وتنه کېږي، هغه به ناپوهه وي، ورو ورو به پوهه شي.
خو ندیم کله غلی کېده! ، بس د سلګو څپو په مخه کړی و په ژړانده لهجه یې وویل: نه یاره! دا کار اوس راته ژوند ګرځېدلی دی هره ورځ زه دا حال په خپلو سترګو وینم، نور یې نو زغملی نه شم، ما ته هیڅ نه دي پاتې، زه به ضرور…. او بیا چپ شو.
زه پوه شوم، چې ندیم په خپل ژوند نه دی خوښ، ما ویل هسې نه چې هغه په خپل ځان څه وکړي، په همدې وېره مې ورته سترګې وچې کړې، ورته مې وویل: ند یمه ! خپل ژوند مه تریخوه، ګوره زه خو دې ورور یم که نه، د مور سره به مې ګډ ستاسو کور ته درشم، هغې ته به نصیحت وکړو، بیا به ان شاءالله دا عمل تکرار نه کړي.
د همدی خبرې په اورېدو، لکه زما خبره چې ورته بابېزه ښکاره شوې وې، وی ویل: ښه ده وروره په راتګ خو راځې، ګوره چې ناوخته نه کړې.
اوه خدایه ! په رښتیا چې ما ناوخته کړی و، چې څنګه ورسېدم، هغه ځان په ګولیو ویشتی و، له سوري ټټره یې د وینو هر څاڅکي د نه پخلا کېدو شاهدي ورکوله، نور نو هغه مرور او پښېمان ندیم هيڅکله پخلا نه شو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي