ننواتې

احمد جمال جمال
[pukhto]
په انساني طريقه د ژوند تېرولولپاره د نړۍ په مخ ځينې انسانانو زيار ويستی چې د خپلې ټولنې د افرادو د عقيدو او عنعناتو سره سم قانون جوړ کړي، چې د خلکو مال حال او عزت په کې خوندي او پر امنه وي، چې ډېر په خپل دې مقصد کې کامياب او برلاسي شو او د نړۍ خلکو ته يې ځينې ګټورې پولې او سرحدونه وټاکل. خو سره ددې دومره ټاکلو پولو نه انسان تجاوز کړی او کوي يې چې هم يې خپل ژوند په خطر کې اچولی او هم يې نورو ته نقصان رسېږي.
د انسانانو په لاس جوړ شوي دا روايات د وخت په تېرېدو له تغير او تبديل سره مخ شوي او په ځای يې بله مناسبه لار د قانون د مادې په صفت منل شوې .
ولې چې انساني زړه او ذهن ته د قبول وړ نه وي ځکه چې په دې کې ډېرې مادې او تړې د وخت د واکدارانو په ګټه او د ولس په زيان تماميدلې او د خلکو ازادي او خپلواکي يې تر سوال لاندې راوستې وه .
په نړۍ کې هر انسان د يو نظراو عقيدې خاوند وي . د چا نظر اوعقيده ښه او ګټوره وي او د چا عقيده او نظر ځان ځاني او افراط زېږوي چې د ټولنې د تباهۍ او ګډوډۍ باعث ګرځې، لکه د نيچه او ماکياول نظريې چې د خپل تحت او تاج د خونديتوب لپاره د خپل ولس قتل او قتال هم جايز او روا کار بولي، داسې نظريې د تشدداو تيري ور بيرته کوي .
زمونږ د پښتونوالۍ قانون هم يو زوړ او لرغونی قانون دی چې ځينې برخې يې له اسلامي شريعت سره پخلا دي او ځينې يې په ټکر کې پرېوځي لکه سوره ورکول، له کونډې ملکيت جوړول او داسې نور.
موږ نن د ننواتې په څېر د يو لرغونې او قديم دود په هکله خبره کوو، چې په پښتنه ټولنه کې له پېړيو راهيسې راروان دی او په يو شمېر سيمو کې اوس هم خلک د خپلو دوښمنيو د ختمولو په خاطر له دې دود او طريقې نه کار اخلي او د انسانانو د قتل و قتال او تباهۍ مخه نيسي .
دلته سوال پيدا کېږي چې ننواتې څه ته وايي او په کومو وختونو کې بايد تر سره شي؟
م. ابراهيم عطايې ليکي: ننواتې د معذرت غوښتلو يو خاص رسم دی چې دپښتنو په قبيلوي تعاملاتو کې ډېر مهم ځای لري .
ننواتې په هره هغه پېښه کې چې پړه ملامتي واقع شوي وي د متهم له خوا مقابل لوري ته کېږي، خو په ټولو کې د مړي ننواتې ډېره درنده وي .
کله چې يو څوک د بل چاله خوا قصدأ يا سهوأ ووژل شي، نو قاتل د مقتول کورنۍ ته ننواتې لېږي او هغه يې هم د قومي عرف سره سم مني.
د يو چا پر ناموس تيری او ښځې سره نا مشروع اړيکو د اتهام په برخه کې ننواتې نشته .
ننواتې په عادي ډول يو سپين پټکی يعني ملا، له پسه سره او په درنو پېښو کې سپين پټکيان يعني (ملايان او سپين ږيري)، تور سرې (ښځې) قرانونه او پسونه د ننواتې خلک له ځان سره بيايي.
په ځينو مواردو کې قاتل هم د مقتول کورته ورولي او ورته وايي چې د وژلواو بښلو اختيار يې ستاسې په لاس کې دی.
د ننواتې رسم ډېر لرغونی دی او د پښتو په شفاهي داستان کې ډېر ښه ځای لري، د ادم خان په کيسه کې هغه مهال چې ادم خان د بازيد خان خور (توتيا ) چې دده د خسرخېلو له کوره په زور خپل کور ته راولي .
نو له قبيلوي دود سره سم د دوستۍ د اعادې لپاره د بازيد خان کره ننواتې ورلېږي، په دغه قضيه کې ( اس – پيسې= مريي) په ننواتي کې شامل دي او دا ننواتې د جمعې په شپه د بازيد خان کره وروړي.
دا د ننواتې پخوانی شکل و، خو اوس چې مريي نشته، نو په درنو ننواتو کې تورسرې (ښځې) ډېر مهم ځای لري .
د ننواتې په باب استاد پوهاند حبيبي د پښتو او پښتونوالۍ په يوه درنه تحقيقي مقاله کې داسې وايي:
ننواتې د پښتو يو عنعنوي د عذر غوښتلو ډول دی او ننواتې د کلونو کلونو دښمنۍ او عداوتونه له منځه وړي .
او داسې وي چې د يو خورا لوی کار يا لوی خصومت د عذر او بښنې لپاره مغلوب يا مجرم سړی د خپل کلي يا قام سپين ږيري او ستانه خېل مقابل ته ورلېږي.
کله چې يو سړی د بښلو قابل نه وي نو د خپلې کورنۍ ښځې په ننواتو ورلېږي، نو دا ننواتې دومره اهميت لري
چې پښتون سړی خو اول ننواتې نه کوي مګر که يې وکړه نو دده مقابل پښتون هم ضرور دغه مني او دا د پښتنو له صيفاتو څخه ده چې ننواتي به نه کوي او که يې وکړه مقابل يې هم ضرور مني .
پوهاندرښتين وايي: پښتانه د ښځې پلو ته په ډېر دروند نظر ګوري ننواتي نه منل د پښتنو په نظرکې د لويۍ او غرور نښه ده، چې د پښتونولۍ له قانون څخه مخالف کار ګڼل کېږي، په تېره د ښځمنو ننواتې نه منل په پښتني دود کې ډېر ناوړه کار دي .
د پښتو غزل بابا حمزه شینواری د پښتو دا ولسي قانون په دې ډول انځوروي:
برند باڼه دې جوړې ټیټ کړل زما اوښکو
احترام د ننواتې پښتانه کا
الفونستون چې د نولسمې پيړۍ په سر کې پښتني سيمو ته راغلی، ننواتې يو ممتاز دود بولي او وايي که يو سړي ننواتې ونه منله نو د هغه شخصيت او سړيتوب ته لوی زيان رسېږي .
که څوک ننواتې ونه مني، نو بيا ورسره د تګ راتګ سلسله هم پرې کېږي او څوک ورته په ښه نظر نه ګوري .
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي