نړیوال متلونه

ژباړه: نجیب الله خان
[pukhto]
دویمه برخه
1-پاچاهي د سمندر په شان ده.چې تر ټولو تجربه کاره ماڼو هم پکې ډوبیدلی شي.
د يوګانډا هيواد متل
2- که غواړئ چې نورو ته د مينې ورکولو وړ وګرځئ، نو لومړۍ د ځان سره مینه ولرئ.
افریقایي متل
3-د واړه ماشوم هم عزت کوه، تر څو هغه دې عزت وکړي.
بانتو متل (د مرکزي او جنوبي افريقا یوه ژبه)
4- صبر او زغم هغه کونجي ده چې ټول مشکلات او ستونزې حلوي.
سوډانی متل
5- مچان هم غوږونه لري.
د مازي (جنوبي کینیا یو قوم) متل
6- چیرته چې سیند وي، تاسو هلته يوازې پل جوړولای شئ.
د کینیا هیواد متل
7- ونې په خپلو ریښو پياوړي وي.
د زیمبابوی هیواد متل
8- تاسو پوهېږئ چې تاسو د چا سره مینه لرئ خو تاسو هيڅکله هم نه شئ کولای چې پوه شئ چې څوک درسره مینه لري.
نايجېريا هیواد متل
9- په ګډه کار بغیر له نظمه ګډوډي منځته راوړي.
د زیمبیا متل
10- تر ټولو غریب شخص هغه څوک ندی چې پيسې نه لري بلکې هغه څوک دی چې په سترګو څه ليدلای نه شي.
ګانا (د لویدیځې افريقا هيواد) متل
11- دوه میږیان یو ملخ کشولی شي.
افریقایي متل
12- د ماشوم خندا د کور رڼا ده.
افریقایي متل
13- دا چا په ظاهري حالت قضاوت مه کوه، شاید یو شتمن زړه د یوه زاړه کوټ څخه لاندې وي.
د سکاټلينډ هيواد متل
14- هيڅ خبره نده، که تاسو په غلطه لاره هر څومره تللي وئ؛ بیرته تاو شئ.
ترکي متل
۱۵-د کینې او کرکې له منځه وړلو هیڅ درمل نشته.
افریقایي متل
۱۶-پوهه قدرت دی.
کینیایي متل
۱۷-د ګلانو لپاره باید اغزو ته هم اوبه ورکړو.
افریقایي متل
۱۸-په ښو خبرو خواړه نه پیدا کېږي.
نایجیریايي متل
۱۹-ماشومان د مور په بدرنګۍ نه خاندي.
ګانا (د لویدیځې افريقا هيواد) متل
۲۰- زړه پیشو هيڅکله نڅا نه شي زده کولای.د المغرب متل
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي