هدف ته رسېدونکی يې!

نصرت ارمان
[pukhto]
تر اوسه دې ژوند ته کوم هدف ټاکلی؟ که دې ټاکلی وي، ورته رسېدلی يې؟ نتيجه يې څه وه؟
که د هدف او هيلې تر منځ توپير وپېژنو، نو ښايئ ډېر باوري شو چې موږ بې هدفه ژوند تېروو! ټول هيله لرونکي يوو او هيله لرل هم مرسته کوي چې هدف ټاکوونکي او تعقيبوونکي شوو.
هيلې مو ژوندئ وساتئ! خو له کړنو بې پروايي مو هدف ته نه رسوي.
دا ويل مناسب نه دي چې هدف ته رسيدل ناشوني يا سخت دي. هدف ته رسېدل به ستونزې لري، خو ممکن دي.
په هدف مو تمرکز وکړئ، مه يې پرېږدئ، ور رسئ، ژر يا وروسته، خو هدفونه مو بیا بیا مه بدلوئ، کنه هدف به مو ورک شي!
هدف وسنجوئ، پايله يې وټاکئ، د ترلاسه کولو لپاره يې فکر او کړنې همغږې کړئ او بیا يې تعقيب کړئ.
د خپل هدف نه ناخبري لويه ستونزه ده، ځکه چې هيلې او کړنې مو بې هدفه کېږي او که وي نو منفي پايلې به ولري.
کېدای شي منفي هدفونو ته رسيدل د هر چا له وسې پوره وي، خو بهتري په مثبت هدف او ګټورې نتيجې کې ده.
انتظار مه کوه، همدا اوس يو غوره هدف وټاکه او هغې ته د رسېدو هڅه پيل کړه!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي