هديره

عطاءالله ځواب
د هديرې خوا کې سرک باندې روان وم. سترګې مې په درې ماشومانو ولګېدې، سپينې جامې يې اغوستې وې، لاسونه يې لپه کړي ؤ، کله به يې ځمکې او کله اسمان ته کتل.
دوه قدمه مې واخستل، زړه مې ونشو چې دوی دلته پرېږدم، ورتاو شوم، په هديره ورننوتم.
خواته يې ودريدم ومې نه پيژندل خو بلدې غوندې راته ښکاره شول، په قبر څو تازه ګلان کرل شوي و.
اخوا ته د اوبو لوټکه په بل مخ پرته وه، غټکي هلک سر په قبر ايښی او په کړيکو – کړيکو يې ژړل.
يو کوچني مخ ته نيولي لاسونه ايسته کړل، سترګې يې تکې سرې اوښتې وې، شونډې يې رپېدې، لکه څوک چې يخ ونيسي، ومې پېژاند، دا د مهربان ورور و، جام پاتې شوم چې دا څه کيسه روانه ده؟
جنت ګل يوه، يوه خبره کوله، ويې ويل: زه مې لالا په ښوونځي کې اچولم، نور سلګو ونيو.
زما له سترګو اوښکې روانې شوې، د رحمت راته پام شو.
– کريم کاکا؟
نور مې غېږې ته راوغورځېد او په سلګو يې ويل: لالا مې لاړ، مونږ يې پرېښودو.
په بدن مې يخه څپه تېره شوه،په لړزيدلي غږ مې وويل: دا خو به مهربان نه وي؟
– هو، کريم کاکا دا قبر مې د مهربان لالا دی.
اريان دريان شوم چې دا ولې، د ده خو نه چا سره کار و او نه ورسره چا کار درلود، هر وخت به يې کاکل غوړ کړی و او تل به مسکی و، لکه څنګه چې يې نوم مهربان و همداسې مهربان و.
– دا ولې او چا وواژه؟
جنت ګل په بنده- بنده ژبه وويل: دا، دا په …
خبره يې پوره نه کړه او ځان يې په قبر ورګوزار کړ، د ګل يوه پاڼه يې د سينې لاندې شوه.
– ماته ووايه ولې مړ شو؟
– دا څو مخ پټو وواژه.
– هغوی نيول شوي؟
– نه ، نه هغوی تښتېدلي دي، او زما د لالا مرۍ يې …
بيا يې خبره پوره نه کړه، پوه شوم چې نوره کيسه اوس نه شي کولای.
شاته مې وکتل، څو ښځو تور حجابونه اغوستي ؤ او زمونږ په خوا راروانې وې.
بله پوښتنه مې و نه کړه، په تېزۍ پورته شوم، دوی مې پرېښودل، له هديرې راووتم، له چا يې پوښتنه وکړم، دا چا وواژه ؟
نور ماشومان مې مخې ته راغلل، ببر – ببر سرونه يې نيولي ؤ.
– چېرته روان يئ؟
يو ماشوم په وړه خوله وويل: د هغه ښځې لاس کې مېوو ته .
– دا ښه کار نه دی؟
بل رامخکې شو.
– پلار مو راته ويلي، چې کله مړی وشي بيا مېوې درکوي.
سر راباندې وګرځېد، په دېوال مې لاس کېښود، د ژړا اوازونه ډېر شوي وو.
تبصرې
تبصرې بندې دي