67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

هرڅه ښه کیدای نشي!

مازيګر

[pukhto]
د لندن په Ditton Park Academy کې يو داسې افغان زدکوونکی هم شته، چې وړتيا يې نه يواځې د هغه ټولګيوال بلکې د دې اکاډمۍ استادان هم اړ کړي دي چې نوموړی وستايي او دومره يې تشويق کړي چې دا کوچنی باوري او ډاډمن شي چې راتلونکي يې غوره ده او هماغه څوک به وګرځي چې ټولنې ته نوی والی او مخکې والی ورکوي.
حبيب الله چې نظيم تخلص کوي د حديدالله نظيم زوی دی، دوی له اصله د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي دي، خو کورنيو جګړو وطن پرېښودو ته مجبور کړي او لندن کې مېشت شوي. حبيب الله که څه هم په لندن کې په خبرو راغلی خو خپله ژبه پښتو يې هم زده کړې او لکه د انګليسي پر ې روانې خبرې کوي، په پښتو لوستنه او ليکنه کې ورته ځان ډېر برلاسی نه ښکاري، خو هيله چې لري چې راتلونکي کې په پښتو هم لکه د انګليسي د ليکلو وړ وګرځي. دا وايي چې انګليسي يې په ښوونځي کې زدکړې او پښتو يې په کور کې.
نوموړی که څه هم غواړي چې په راتلونکي کې يو ډاکتر و اوسي، خو مينه يې له ليکوالۍ سره ده، د لندن د مشهورو ليکوالو ناولونه او کيسې يې لوستي، د همدې مطالعې برکت دی چې خپله هم يو څه ليکي.
د ليکوالۍ پيل يې په کيسه کړی او د (The Boy Powers) (د هلک طاقتونه) په نوم لنډه کيسه يې ليکلې، چې د اکاډمۍ استادانو پوره خوښه کړې او دی يې هڅولی چې ليکوالي هم وکړي. په دې دولس کلن هلک خدای نه يواځې د ښکلا پېرزوينه کړې بلکې له داسې وړتيا يې هم برخمن کړی چې خلک ګوته په غاښ کوي.
ښاغلي نظيم سپيڅلی کتاب (قران کريم) لوستی او نور څومره کتابونه يې چې مطالعه کړي نو شمار يې خپله ده ته هم سخت دی. خو يواځې انګلیسي مطالعه يې کړې. اوس چې افغانستان ته راغلی دلته يې له مازيګر کتاب پلورځي ځان ته د خپل ذوق کتابونه راټول کړل. او غواړي چې پښتو ليکلو ته مخه کړي.
د The Boy Powers کيسه يې د کوچنيانو لپاره ليکلې او دا انځوريزه کيسه ده، چې کتاب به ترې جوړ شي، ددې کتاب پيغام داسې دی چې؛ هر څه به ښه ښکاري، خو هرڅه ښه کېدای نشي!
د لندن څو کتاب خپرندويو ته يې د دغه کتاب د چاپ وړانديز کړی، هغوی ډاډ ورکړی چې چاپ کوي به يې. حبيب الله وايي چې کله دا کيسه خپره شوه او کاميابه شوه نو زه به بيا نورې کيسې ليکم!
خپل وطن ته په راچکر کېدلو ډېر خوښ دی، وايي کله چې بېرته لندن ته لاړ شم، نو خپله سفرنامه به ليکم او کوم څه چې مې دلته ليدلي او اورېدلي هغه به په کې بيانوم.
پلار يې هم دا پوره هڅوي او د خوښې کتابونه يې ورته په مينه رانيسي.
حبيب الله په مسلک کې ډاکتر کېدل خوښوي، خو ليکوالۍ سره يې هم پوره شوق دی.
نوموړی د افغان ماشومانو او د لندن د کوچنيانو توپير په دې کې ويني چې؛ د هغه ځای ماشومان په يوه لار وي، پوهېږي چې څه غواړي او څه وکړي؟ خو د دې ځای ماشومان بيا په بېلو لارو روان دي اوډېر يې په دې نه پوهېږي چې څه غواړي او څه بايد وکړي؟
[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

د ژوند یو بل راز مینه ده!
د بريالي ژوند ٢٦٩ رازونه
د ژباړې روان بهير او څو ستونزې
ادبي (شاعرانه) منطق
د ملکي خدمتونو د کانکور لارښود
عاطفي پوخوالی
نړۍ تر واک لاندې راوستل غواړم
د ننواتې او لیونۍ د خالق ویر

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اپریل 2017
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930  
« Mar   May »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /