هر څه برعکس روان دي

ارمل
په امريکا او نورو لويو امپرياليستي هيوادونو کې اقتصادي طراحان له کوېډ ۱۹ بحران څخه د وتلو لپاره د خپل اقتصادي مزل تګلوری په يوو (U) شکل سره ښيي. دا پدې مانا چې، د ياد بحران په جريان کې به د يوې مودې لپاره اقتصاد مخ پر ځوړ روان وي، د څو کلونو لپاره به ټول سيسټم ټيټ او ملاماتی مزل کوي او ددوی په ګومان تر هغې وروسته چې کوچني صنايع ښه وده کوي، په کرار کرار د U مزل بشپړېږي او بېرته خپل اقتصادي سايکل سره نښلي.
اوس راځو دېته چې، د کوېډ۱۹ بحران به لوړ وي که له دوهمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د شوروي اتحاد اقتصادي او بشري بحران؟
کوېډ۱۹ که هر څومره ژوره خوله ولګوي، تر ۱۵ مليونو زيات وګړي نشي وژلی. خو دوهمې نړیوالې جګړه کې روسيې ته ورپېښ بشري او مالي زيانونه تر کويډ۱۹ څو برابره درانه وو. هاغه وخت د سوسیالیستې روسيې ۲۷ مليونه وګړي ووژل شول او ۲۵ مليونه نور یې بېکوره شول، يانې درې پر يو بشري سرچينې چورلټ فلج شوې. کرنيزي ځمکي او ماشينونه ويجاړ شول. خو د سټالين تر رهبرۍ لاندې روسيې د کوچنيو صنايعو د ودې په پلمه د وګړو پاتې اقتصادي انرژي ونه ځبېښله. بلکې طبيعي شاخصونو ته په پاملرنې یې پر درنو صنايعو باندي پانګونه لا زياته کړل. د ډېرو کارېدونکو اجناسو په ګډون یې د ټولو خوراکي توکو بيې کال په کال لا ټيټولې. د احتکار خو بېخي بوی لا نه وو، ځکه د ټولو اجناسو بیې د ازاد بازار پر ځای کارګري دولت کنترولولې. پدې سره سټالينيسټي سوسياليستي رهبرۍ په ډېر ښه شان بشري روان مديريت کړ او له ياد مالي او بشري بحران سره د مبارزې لپاره يې بشپړ ټولنيزه هوساينه رامنځته کړه.
اوس که وګورو هر څه برعکس روان دي، پداسې بحراني حالاتو کې مکار امپریالیستي هېوادونه ځکه د کوچنيو صنايعو د ودې خبره کوي چې دوی ته د ټولنيزې ځانبساينې پر ځای د خپلې پانګې ګټه مهمه ده. د کوچنيو صنايعو په وده کې ددوی لږه پانګه ډېره شخصي ګټه کوي. وبه ګورئ، په کوېډ۱۹ بحران کې به دوی (امپریالیستي هېوادونه) د خپل يو فيصد زيان په مقابل کې له لس فيصده زياته ګټنه وکړي. همدا اوس دوی د خپل فاحش ځبېښونکي اقتصادي سيستم د شاخص په توګه، په ازاد بازار کې د خلکو اشدې اړتيا ته په پام ټول اړين توکي لوړوي او له بلې خوا ځينې نور ډېر کم کارېدونکي توکي يو څه راټيټوي. د سوسياليستي اقتصادي نظام سمه طراحي او پلانګذاري تر کوېډ۱۹ د لوړو بحرانونو د سم مديريت وړتیا لري. خو امپرياليزم بيا داسې بحراني حالاتو څخه د وتلو لپاره د فاحش احتکار، د اړينو توکو د بيو لوړېدو، د کارګرو د حقونو لا محدودېدو او د تقاعد مودې له اوږدېدو پرته بل هيڅ تجويز نلري.
تبصرې
تبصرې بندې دي