هسې يوه خبره مې کوله

خوشال خليل
[pukhto]
له تېرې ورځې راهیسې په جلال اباد کې د ناامنیو او هدفي وژنو په اړه فیس بوک کې شکایتونه روان دي، ما ځکه څه نه لیکل چې زه جلال اباد کې نه اوسم، د هغه ځای په اړه له لرې قضاوت کې ښايي تېر وځم. هلته یو شمېر فعال ځوانان شته چې په دغو تیارو کې د رڼا لپاره کار کوي، خو د نیچه خبره یوه ناروغه ټولنه کې روغ خلک هم ناروغ ګڼل کېږي او د دغو ځوانانو مثبتو هڅو ته چندان توجه نه کېږي، له بده مرغه زموږ ټولنه په مجموع کې ناروغه ده خو ننګرهار کې بیا دې ناروغۍ سمه خوله لګولې ده.
څوک حکومت، څوک ځايي مشران او څوک د ننګرهار خلک ملامتوي چې د امنیت په راوستو کې پاتې راغلي دي. درې واړه نظرونه سم دي، خو پوښتنه داده چې دا درې واړه ولي خراب شول یاد دي؟ دغه درې ولي سره همغږي او همکار نه دي؟ نور کوم عوامل په کې دخیل دي؟ دغو پوښتنو ته د ځواب ویلو سره موږ د ستونزې اصلي جرړه موندلی شو او کله چې ناروغي تشخیص شي بیا یې علاج هم اسانه دی او هسې که هر سړی هوايي نسخې لیکي او حتا ځیني د دغو ناامنیو د ختمولو لپاره د مناسبې حل لارې د وړاندې کولو په ځای خپلې سیاسي عقدې سړوي دا کار ستونزه لا زیاتوي.
ننګرهار کې د وضعیت د سمولو لپاره دوه نسخې کار ورکولی شي. یو له پاسه چې حکومت سم امنیتي او اداري مدیران ور ولیږی او بل دا چې خلک لاس په کار شي او د خپل حالت د بدلولو لپاره پراخ منطقي اعتراضونه وکړي. دواړه لازم او ملزوم دي. که حکومت سم مدیران ور ولیږي او ټولنه فاسده، ناروغه او همکاره نه وي دا څو تنه څه نشي کولی بلکې له ځان سره یې ناکاره کوي، خو که ټولنه مطالبه ګره، حق غوښتونکې او خوځنده وي ناکاره مدیران به هم ورنه ډاریږي او غلط کار به نشي کولی.
دلته څلورم عامل چې وسلهوال مخالفان او زورواکي دي هغو ته له ډاره ګوته نه نیول کېږي، ځکه هغوی برلاسي دي او منتقد ژر له مخې لري کوي. اصلي ستونزه همدا تروریزم او زورواکي ده چې هم یې ټولنه هم یې مشران او هم یې حکومت له یو بله لرې او فاسد کړي دي او ترمنځ یې د بې باورۍ دیوالونه درولي دي. زورواکو امنیتي ادارو کې ځالې کړي او خپل کسان یې ګومارلي او افراطیانو او طالبانو بیا هلته جوماتونو، مدرسو او افراطي مرکزونو کې سم نفوذ او کسان لري.
همدا اوس ننګرهار کې د یوې احصایې له مخې دولس سوه دیني مدرسې فعالیت کوي، چې څلور نیم سوه یې حکومت سره راجستر دي او پاتې په خپل سر لګیا دي، حکومت نه وغواړی چې معلومه کړي دغو مدرسو ته پیسې له کومه راځي ؟ اکثریت هغه کسان چې هدفي وژنې کوي یا ښار کې بمونه الوځوي له همدغو مدرسو راوتلي دي.
په لسګونه افراطي ډلې او ګروپونه په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي او راجستر نه دي او حتا په فعالیتونو یې هیڅ څارنه نشته، له حکومت وغواړی چې دا ګروپونه په کوم اساس هلته فعالیت کوي؟ ولي د هر افراطي حرکت مرکز جلال اباد دی؟ حتا هغه مسلمان شوي انګریز جان بټ هم جلال اباد کې دیني پوهنتون جوړوي، تبلیغي مرکز هم جلال اباد کې دی او اوس نړيوال اسلامي پوهنتون هم دلته جوړيږي. په دې اړه فکر وکړی چې دا اسلامي مرکزونه د کومو مقصدونو لپاره یوازې ننګرهار کې جوړيږي؟ ولي تر بل هر ځای ننګرهار کې د ښځو زیاتې مدرسې جوړې شوي دي او ولي تر بل هر ځای ننګرهار کې د جوماتونو لپاره چنده واچوئ پاټګونه موجود دي؟ زما دا خبرې به ښايي تاسې دین سره په ټکر کې وګڼی خو دا ډول مشکوک دیني فعالیتونه باید تر پوښتنې لاندې راوستل شي ننګرهار کې چې پخوا دغه شان افراطي مرکزونه کم و، امنیت هم زیات و، حتما دا له امنیت سره مستقیمه اړیکه لري.
بله احصایه وايي ننګرهار کې ولسوالان، امنیه قوماندانان، د پوستو قوماندانان او نور مسوولان اکثریت د وکیلانو او یو څو زورواکو کورنیو کسان دي. چې د حکومت او خلکو په ځای همدغو وکیلانو ته ژمن دي او باج ورکوي هغوی نه د نظام او نه د خلکو پروا لري، دوی هر یو یې که نه وي اکثریت یې قاچاق، تښتونو او فساد کې لاس لري دا باید ټول له مخې لري شي او دا غوښتنه د ننګرهار قومي مشران د زور واکو له ډاره هم نشي کولی، باید ځوانان دا مسئله راپورته کړي.
خبرې او ستونزې ډېرې دي، هیڅ کله په موقتي وعدو او موقتي حل لارو اکتفا نه ده په کار باید د ننګرهار ولایت د امنیت چې خورا مهم دی د حل اساسي لارې چارې ولټول شي. تاسې د ننګرهار هر اوسیدونکی باید دا خپل ښاري، مدني او اسلامي مکلفیت وګڼی چې مجموعي فکر وکړی او په خپل ولایت او خلکو زړه وخوږوی او د حل لپاره یې یا خپله رامخې ته شی یا مو په مشرانو فشار راوړی او حکومت هم مجبور شي ستاسو له مشورو سم اصلاحات راولي. چې څه غواړی په هماغه به اوړئ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي