هسې یوه خبره مې کوله
جمعیت اصلاح
جمعیت اصلاح یو ایډیالوژیک سازمان دی، دوی نه تاجکان دي، نه پښتانه او نه بل، حتا افغانان هم نه دي.
دوی ته تر افغانیت پاکستانیت مهم دی او ددې لپاره قوي دلیل لري، دوی پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوی هېواد ګڼي او د اسلام قلعه یې بولي. خو افغانستان ورته غیر اسلامي هېواد ښکاري.
د دوی ایډیالوژۍ کې اساسي قانون، د بیان آزادي، د انسانانو ترمنځ برابري، ملي سیمبولونه او هویت هیڅ ځای نه لري.
دوی ډیموکراسۍ او د بیان آزادۍ نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي چې ټولنه کې پرې خپل زهر وشیندي او افغانستان لکه د سقاوو د زوی او تظیمي جګړو د زمانې په څېر د تیارو کندې ته ټيل وهي.
دوی ته خپل ټول اعمال عبادت ښکاري او اصلا فکر نه کوي چې دوی به اشتباه کوي یا یې کړې ده. که تېروتنه وکړي په هغې به هیڅکله بښنه ونه غواړي ځکه دوی ته خپل اعمال عبادت ښکاري او له عبادته بښنه غوښتل خو یې کفر ته ټيل وهي.
دوی د بیان د آزادۍ نه په استفادې ټولنه کې ځینې خراب کارونه په نښه کوي، غټوي یې او بیا ځوانانو ته وايي چورت مه خرابوئ، د حل لار یې موږ سره شته او هغه د دوی ایډیالوژي ده چې بیا یې مغزو کې ور پیچکارۍ کوي.
وطن دوستي او ملي ګرايي شرک ګڼي او هر هغه چا چې د وطن نه د دفاع په خاطر ځان قربان کړ هغه مشرک ګڼي او شهید یې نه بولي.
دوی وايي اسلام کې سرحد نشته، ځکه خو کله اردوغان لمانځي او کله هم قاضي حسین احمد. دا موږ هم منو چې اسلام کې سرحد نشته، خو د مسلمانانو منځ کې سرحد شته، حتا که د ورور کور ته هم ننوځې ټک ټک به کوې.
دوی له پاکستان پرته چې شناختي کارتونه یې لري بل هیڅ هېواد ته بې ویزې نشي تللی.
دوی دومره بې رحمه دي چې بیچاره افغانان چې خپله په یوه ګوله ډوډۍ نه دي ماړه او هره ورځ د فساد او جنګ له لاسه در په دره دي په دوی باندې فلسطین، بوسنیا او سوریه ګټي، دوی غواړي د ټولې اسلامي نړۍ جنګ په دغه در په دره افغانانو وګټي.
دوی چې کله د اسلام د تاریخ په نامه خوږې کيسې په داسې انداز بیانوي چې هر تنکي ځوان کې جذبه راولي او له دې جذبې وروسته ورته ځان، خپل قوم او افغانستان د دوه توتو ارزښت نه لري او زړه یې غواړي چې ډېر ژر واسکټ واغوندي او په کوم چا برید وکړي.
دوی تر طالبانو او داعشیانو خطرناک دي، دوی په فکري لحاظ ځوانان جنګ ته چمتو کوي او هغوی یې بیا په خپلو لیکو کې ګوماري.
جمعیت اصلاح یو فرد نه دی چې غلی به شي او دا خبره به قراره شي، دا یوه ایډیالوژي ده او ایډيالوژي هغه عینکي دي چې که رنګ یې شین و، هر څه درته شنه ښکاري او که سرې وي هر څه درته سره ښکاري.
دوی ته چې څوک ورځې د همدغو عینکو نه به نړۍ او افغانستان ته ګوري او بیا به د خلکو ایمانونه تلي او په اسانۍ د کفر ټاپه پرې لګوي.
تبصرې
تبصرې بندې دي